یادې شورا د جمعې په ورځ، د وري ۷مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل یوازینی عاید له لاسه ورکړی، ځکه چې غیر رسمي کارونه نشته او اقتصادي فعالیتونه کمزوري شوي دي. راپورونه ښيي چې ګڼ افغانان په هغو ښارونو کې مېشت دي چې د بریدونو، سیاسي بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو له امله ډېر زیانمن دي.
دغه شورا زیاتوي چې ډېری افغانان د خوندي ځای موندلو توان نه لري او یا ورته اجازه نه ورکول کېږي چې د جګړې او ناامنۍ له سیمو ووځي. د جګړې له پیلېدو وروسته تر اوسه له ۳۵ زرو ډېر افغانان اړ شوي چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شي، خو تر اوسه هم له یو میلیونه ډېر افغانان د شړلو له ګواښ سره مخ دي، هغه هېواد ته چې د هغوی د منلو وړتیا نلري.
د شورا چارواکو خبرداری ورکړی چې د سیمې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د دوی په وینا:
«هره اونۍ په دې جګړه میلیاردونه ډالر لګېږي، خو زموږ د ژوند ژغورنې مرستې له سخت مالي کمښت سره مخ دي. نړیوال تمویل باید زیات شي، څو د خلکو لوږه، بېکوري او نور کړاوونه کم شي.»
دغه شورا وايي که جګړه دوام وکړي نو په سیمه کې به پراخ انساني ناورین رامنځته شي او احتمال شته چې میلیونه خلک د پولو د اوښتو هڅه وکړي، چې دا به د سیمې پر لا زیانمن حالت دروند فشار واچوي.
اداره زیاتوي چې ټولو اړخونو ته پکار ده نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي، ملکي وګړي او ملکي بنسټونه خوندي وساتي او د شخړې د حل لپاره سیاسي لار غوره کړي.
د شورا په خبره، په ایران کې د یو میاشتني پرلهپسې بمبار وروسته، ملکي خلک له سختو روحي او فزیکي زیانونو سره مخ دي. میلیونه کسان د خوندي ځای په لټه کې تښتېدلي او نور په وېره کې پاتې دي ځکه هېڅ ځای خوندي نه ښکاري. د شورا د معلوماتو له مخې، د امریکا، اسراییل او ایران د بریدونو له امله په سیمه کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې تر نیمایي زیات یې په ایران کې دي.
د جګړې له امله په ګڼو ښارونو کې کورونه، روغتونونه او ښوونځي زیانمن شوي دي. د ایران په ګڼو سیمو کې خلک د کړکیو د شیشو د ماتېدو د مخنیوي لپاره خپلې کړکۍ ټېپوي، ځکه د همدې ټوټو له امله ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي. همدارنګه، د انټرنېټ پرچاوې او د بانکي خدمتونو ګډوډۍ د خلکو ورځنی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
دغه شورا وايي چې د دوی کارکوونکي په ډېر سختو شرایطو کې د جګړې له امله اغېزمنو کورنیو سره د مرستې هڅې کوي او په داسې حال کې کار ته ادامه ورکوي چې د چاودنو غږونه هره شپه اوري او خپل ژوند ته اندېښمن وي.
په ایران کې د جګړې، اقتصادي ستونزو او پرلهپسې بریدونو له امله د بشري ناورین کچه ورځ تر بلې لوړېږي. د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان دننه بېځایه شوي. دغه شورا زیاتوي چې له ۴،۴ میلیونو څخه ډېر افغانان په ایران کې ژوند کوي چې ۱،۴ میلیونه یې بې اسناده دي او ۷۸ سلنه یې په ښارونو کې مېشت دي. د جګړې د زیاتېدو له امله یوازې د فبرورۍ له ۲۸مې تر د مارچ ۲۱مې پورې ۳۵ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، خو لا هم میلیونونه کسان د بېځایه کېدو له خطر سره مخ دي.