• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ایراني موټر چلوونکي له دې وروسته افغانستان ته د ننوتلو لپاره ویزې ته اړتیا نه لري

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د هرات د طالبانو د والي دفتر اعلان وکړ، چې ایراني لارۍ چلوونکي به له دې وروسته افغانستان ته د ننوتلو لپاره ویزې ته اړتیا ونه لري. طالب چارواکو وویل،چې د هیبت الله اخوندزاده په امر د ایران ټرانزیټ موټرونه به د شنبې له ورځې څخه پرته له ویزې او «پاس» افغانستان ته ننوځي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر نن د جمعې په ورځ د وري پر ۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د دې پریکړې په پلي کیدو سره به د ترانسپورټ کرایې راټیټې شي او د توکو بیې به هم راټیټې شي.

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د جمعې په ورځ د اسلام کلا سرحدي سیمې څخه لیدنه وکړه؛ ترڅو د دې حکم پلي کیدو څارنه وکړي.

د طالبانو د والي دفتر په وینا، د شنبې په ورځ، ټاکل شوې ده چې بهرني بار وړونکي موټرونه د ویزې او سړک پاسونو اړتیا پرته د اسلام کلا پولې ته ننوځي او د توکو له کښته کولو وروسته بیرته خپلو منزلونو ته راستانه شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې پلان پلي کول کولی شي له یوې خوا کرایې را کمې کړي او له بلې خوا د ترانسپورټ لګښتونو کمولو سره د توکو د بیو په کمولو کې مرسته وکړي. دا هم ویل شوي چې دا پروسه به د زرو څخه زیاتو خلکو ته ورځنی کار برابر کړي.

طالبان او ایران پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

له وروستیو سیمه ایزو کړکیچونو څخه دمخه، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ حجم شاوخوا څلور ملیارد ډالرو ته رسیدلی و.

د افغانستان بازار، په ځانګړې توګه د خوړو، خامو موادو او ساختماني موادو په سکتورونو کې تر ډیره حده په ایراني توکو پورې تړلی دی.

په سیمه کې د کړکیچونو او شخړو له زیاتوالي سره، د افغانستان بازار هم اغیزمن شوی او د ځینو توکو او خامو موادو بیې لوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

په لومړي ځل اتحاد نړیوال هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۰
په لومړي ځل اتحاد نړیوال هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند ورازت وايي، چې په لومړي ځل د اتحاد په نامه یوه نړیوال هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې. دوی زیاتوي، چې لومړنۍ الوتنه یې نن جمعه د کب پر۲۹مه تر سره شوه او دا شرکت به افغاتنستان ته هره اوونۍ ۴ پروازونه ولري.

له دې وړاندې د اتحاد هوايي شرکت (د غويي۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له کام ایر هوايي شرکت سره همکاري اعلان کړې وه.

د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې، د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبي په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

په افغانستان کې د کام ایر، په یونان کې اسکای اکسپریس، په استرالیا کې رکس ایرلاین، په جنوبي کوریا کې ججو ایر او د میانمار له ایرویز انټرنشنل هوايي شرکت سره یې هوکړه کړې ده.

د اتحاد هوايي شرکت یو مشر اریک ډې ویلي و، د هوايي شرکتونو ترمنځ دغه پنځه تړونونه به د ټولو هوايي شرکتونو د مېلمنو لپاره سفر اسانه کړي.

هغه زیاته کړه:«موږ خپلې شبکې پراخولو ته دوام ورکوو ترڅو په ټوله شبکه کې بې سیمه اتصال فعال کړو او خپلو مېلمونو ته د سفر پراخه انتخابونه وړاندې کړو.»

اتحاد هوايي شرکت وايي چې دا په ټوله نړۍ کې ۱۲۳ هوايي شرکتونو سره شراکتونه لري.

طالبان: د لاجورد له لارې ترکیې، سعودي، امریکا، استرالیا او هالنډ ته صادراتي توکي لېږدوو

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰
 طالبان: د لاجورد له لارې ترکیې، سعودي، امریکا، استرالیا او هالنډ ته صادراتي توکي لېږدوو
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د تورغونډۍ او لاجورد له لارې به سبا (یکشنبه د کب ۲۴مه) په اتو سوداګریزو محمولو کې د افغانستان صادراتي توکې ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته ولېږدوي.

یاد وزارت د شنبې په ماخوستن (د کب ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۸ سوداګریزې محمولې چې په‌کې وچه مېوه، مربا، دېګونه او انرژي شامل دي، د تور غونډۍ او لاجورد له لارې له (ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان» څخه په تېرېدو ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته لېږدوي.

یادې سوداګریزې محمولي د یوه خصوصي شرکت له لوري لېږدول کېږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیتي دهلېزونو پراختیا، د صادراتو او وارداتو د دودې لپاره د زمینې برابرول او له نړۍوالو ټرانسپورټي شرکتونو هر اړخیز ملاتړ د یاد وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې یې عملي او اغېزناک ګامونه هم پورته کړي دي.

قزاقستان وایي افغانستان د قزاقي غنمو او اوړو د مهمو بازارونو له ډلې دی

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰
قزاقستان وایي افغانستان د قزاقي غنمو او اوړو د مهمو بازارونو له ډلې دی
100%

د قزاقستان د کرنې وزارت وایي چې دغه هېواد د دوهم پرله‌پسې کال لپاره د غلجاتو بې‌ساري حاصلات ترلاسه کړی او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترڅنګ، افغانستان د قزاقستان د غنمو او اوړو د مهمو بازارونو په توګه پاتې دی.

قزاقي رسنیو د یاد وزارت له قوله ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۲۵.۹میلیونه ټنه غلجات ترلاسه شوي، چې له دې ډلې ۱۹.۳میلیونه ټنه یې غنم و.

د قزاقستان چارواکي زیاتوي چې د تولید زیاتوالی د صادراتو په وده هم اغېز کړی دی. د ۲۰۲۴–۲۰۲۵کلونو د بازار موده کې، د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات چې د غلې په معادل کې محاسبه شوي، ۱۵.۳میلیونه ټنو ته رسېدلي، چې د تیرو کالونو په پرتله ۶۰سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه، د ۲۰۲۶کال د بازار په موده کې د نویو حاصلاتو صادرات تر اوسه ۸.۵میلیونه ټنو ته رسېدلي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴سلنه زیاتوالی ښيي.

د قزاقستان چارواکي وایي چې د دغه هېواد غلجات په دودیز ډول د منځنۍ اسیا په بازارونو لکه ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او افغانستان کې ډیره غوښتنه لري.

د یادولو وړ ده، چې د قزاقستان د اوړو اصلي بازارونه منځنۍ اسیا، افغانستان، روسیه او چین بلل شوي دي.

طالب او ترکمنستاني چارواکي د ټاپې پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک په اړه غږېدلي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰
طالب او ترکمنستاني چارواکي د ټاپې پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک په اړه غږېدلي
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ددې وزارت وزیر عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په کتنه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک بهیر په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاپي پروژې رییس د پروژې د تازه پرمختګونو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ګازو نل لیکې د لیږد چارو، د عملي کار پړاوونو، د ځمکې د استملاک او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات شریک کړل.

طالب چارواکو د ټاپي پروژې د اړوندو هلو ځلو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې د دریو نورو هېوادونو لپاره هم یوه حیاتي او مهمه پروژه ده.

طالبانو د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له قوله ویلي و، چې هیواد یې په بشپړ ډول چمتو دی چې په ریل پټلۍ کې پانګونه وکړي او په تور غونډۍ کې یې عملیاتي کار پیل شوی دی.

مرادوف د روان کال تر پایه پورې د هرات ولایت مرکز ته د ټاپي پروژې د غځولو اعلان هم وکړ.

د سپین بولدک لارې بندېدو له امله د چمن سلګونه سوداګر په افغانستان کې بند پاتې دي

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰
د سپین بولدک لارې بندېدو له امله د چمن سلګونه سوداګر په افغانستان کې بند پاتې دي
100%

د بلوچستان د چمن سوداګر وايي، د تېرو پنځو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې تړل کېدو سره د پاکستان ګڼ شمېر سوداګر له ډیورنډ کرښې پورې غاړه بند پاتې دي. د چمن صنعت او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنافع اڅکزي ویلي، د چمن سوداګر اړ دي، چې په قاچاقي لارو کورونو ته راستانه شي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې یو شمیر سوداګرو د خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د چمن ځايي سوداګر افغانستان لور ته بند پاتې دي .
دوی زیاتوي، چې بند پاتې تجارانو سره اوس د اوسېدلو لپاره مالي امکانات هم ختمې شوې دي.

دغو سوداګرو د نیوکې په کولو سره وويل چې کله په نورو هېوادونو کې پاکستانيان بند پاتي شي نو حکومت هڅه کوي چې هغه ژر تر ژره په ځانګړو الوتکو کې یې هېواد ته را انتقال کړي خو د پاکستان حکومت زمونږ غږ نه اوري.

د چمن د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر عبدالنافع اڅکزي وويل، چې دوی د یوه رسمي لیک لارې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې د چمن شاوخوا درې زره پاسپورټ لرونکو ځايي سوداګرو د خوندي بیرته راستنیدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي .
نافع اڅکزي وويل چې د ایسارو سوداګرو د ویزو وخت هم پایه ته رسیدلې چې له امله یې سوداګر له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداکریزې لارې تړل شوي دي او هیڅ سوداګریزه راکړه ورکړه نه کېږي.