• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې تبعيضي تګلارې پای ته ورسوي او د نجونو ښوونځي دې پرانیزي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. یاد سازمان له طالبانو غوښتي، چې خپلې تبعيضي تګلارې پای ته ورسوي او نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

دغه سازمان د افغان ښځو په ملاتړ د یوه مطلب په شریکولو سره ویلي، چې چوپتیا ماته کړئ او په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوئ. دوی لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله تېرېږي او په یاده موده کې دغه هېواد د بشري حقونو د سرغړونو په مرکز بدل شوی.

یاد بنسټ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ښځو ځورول، شکنجې، خپلسرې نیونې او سانسور لاهم دوام لري او د حساب ورکونې هیڅ څرک نه لیدل کېږي او نړۍ هم ډېر کمزوری غبرګون ښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت پرون پنجشنبه (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځيو زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري، چې د پاکستان حکومت نن د کویټې پر سپني سړک ګڼ افغان کډوال نیولي دي. په یاد ښار کې د اختر په ورځو کې هم ګڼ کډوال نیول شوي او بېرته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي وو.

په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې یوازې د اختر په ورځو کې ۲۲۲ افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
بل لور ته افغان کډوال شکایت کوي، چې د پوليسو له‌خوا ځورول کېږي او نه‌شي کولی چې کارونو ته ولاړ شي. دوی وایي، د روان وضعیت له امله په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له کړاو سره مخ دي.

بل لور ته تېره ورځ د چمن ځایي چارواکو په دغه ښار کې د افغان کډوالو په نوم هټۍ، پمپونه او مارکېټونه وتړل. د چمن مرستیال کمېشنر عزیزالله کاکړ او د پولیسو ځايي مشر طاهر کیاني ویلي، هغه ټول کاروبارونه بند شول چې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو له لوري اداره کېدل.

د چمن مرستیال کمېشنر په خپل بیان کې ويلي، چې دوی دغه اقدام د فدرالي او ایالتي حکومت په سپارښتنه کړی دی. نوموړي ويلي، چې په چمن ښار کې يې د افغان کډوالو هر ډول کاروبارونه درولي دي.

د ښځو د ملاتړ بنسټ: نړۍواله ټولنه دې د زده‌کړو په برخه کې پر طالبانو فشار زیات کړي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د «رواه» په نوم د ښځو د حقونو ملاتړ او پياوړتیا بنسټ د افغان نجونو پر وړاندې د زده‌کړو دوامداره بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې او دا یې د افغانستان راتلونکې لپاره نه جبرانېدونکی زیان ګڼلی. دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د زده‌کړو په برخه کې دې پر طالبانو فشار زیات کړي.

یاد بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ملي او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د دغه «انساني او ښوونیز ناورین» پر وړاندې مسوولانه او بېړنی اقدام وکړي. دوی ټينګار کړی، چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي له قید او شرط پرته پرانیستل شي.

د ښځو د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغه پراخې سرغړونې د ثبت او څار لپاره دې نړۍوال سازمانونه او د بشري حقونو مدافعین فعال رول ادا کړي، د حساب ورکونې مېکانیزمونه دې رامنځ ته شي؛ ترڅو د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه خوندي‌ شي».

په خبرپاڼه کې له مدني فعالانو، رسنیو او نړۍوالو هم غوښتنه شوې، چې د افغان نجونو د حقونو لپاره غږ پورته کړي. د خبرپاڼې له مخې؛ «د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتیا د هغو ملاتړ معنا لري. د افغان نجونو ترڅنګ درېدل د عدالت او انسانیت ترڅنګ درېدل دي».

د اختر په مېلو کې ناامني؛ له کندهار نه بدخشان ته تللي ځوانان د وسله‌والو له لوري ټپیان شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۰۳ GMT+۰

د اختر په ورځو کې له کندهار نه بدخشان ته د تفریح او مېلو لپاره تللي یوشمېر ځوانان وايي، چې په لارو کې ناپېژاندو وسله‌والو پرې ډزې کولې او د طالبانو امنیتي ادارو له خبرولو سره، سره په دې برخه کې هیڅ اقدام نه‌دی شوی. په یوه پېښه کې بیا درې ځوانان ټپیان شوي‌ هم دي.

دغه ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د تخار له لارې د بدخشان کشم ولسوالۍ ته پر لار ناپېژاندو وسله‌والو پرې ډزې کړې دي. د دوی په خبره؛ د مېله‌والو پر یوه موټر دزو کې درې ځوانان برسېرن ټپیان شوي دي.

په پېښه کې یو کس په پښه او دوه نور کسان پر لاسونو لګېدلي او برسېرن ټپيان شوي
100%
په پېښه کې یو کس په پښه او دوه نور کسان پر لاسونو لګېدلي او برسېرن ټپيان شوي

د پېښې قربانیان زیاتوي: « کله چې د مرستې لپاره د طالبانو نږدې امنیتي کسانو ته ورغلو، د مرستې پر ځای پرې بیا د درنو وسلو ډزې وشوې او هغوی اړ شول له سیمې وتښتي». د دوی په خبره، په تخار کې د طالبانو له امنیې قوماندانۍ سره یې هم اړیکه ونیوله؛ خو د نورو جزییاتو پرته ورته ویل شوي، چې پېښه له کنټروله وتلې ده.

دوی وايي: «موږ ته لارښوونه وشوه، چې کندوز ته ولاړ شو؛ خو هلته هم د طالبانو د پنځمې حوزې مسوولینو ادعا وکړه، چې نیول شوي کسان خوشې شوي دي؛ ځکه چې ګواکې له طالب دولتي چارواکو سره تړاو لري».

مېله‌وال وايي، دغه پېښه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کمزوري امنیتي وضعیت او د خلکو د خوندیتوب نشتوالي جدي پوښتنې راپورته کوي. د سیمې اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي، چې ځینې وسله‌وال که د طالبانو اړوند وي یا د هغوی تر سیوري لاندې فعالیت کوي؛ په عامو تفریحي سیمو کې له ځان سره وسلې ګرځوي.

دوی وایي، دغه کسان تر ډېره د مېلو او سیل ځایونو ته د وسلو په وړلو سره د خلکو ترمنځ وېره خپروي، لانجې جوړوي او حتی ګواښونه کوي. دوی غوښتنه کوي، چې په عامه ځایونو کې دې د وسلو ګرځول محدود شي؛ څو خلک وکولای شي له وېرې پرته مېله او تفریح وکړي.

طالبان: تېرو دوو کلونو کې یو مېلیون ستانه شوي کډوال ماشومان په مدرسو او ښوونځیو کې جذب شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت اداري مرستیال صبغت الله وصیل د نوي ښوونیز کال د پيل په مراسمو کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو مېلیون نوي ستانه شوي کډوال ماشومان په مدرسو او ښوونځيو کې داخل شوي دي. هغه ویلي، چې په دې برخه کې فشارونه او ننګونې خورا زیاتې وې.

د طالبانو د پوهنې وزارت اداري مرستیال وايي، چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخو څپو سره په ښوونځيو کې د هغوی د جذب په برخه کې ننګونې او فشارونه خورا ډېر وو. هغه زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې شاوخوا یو مېلیون ستانه شوي کډوال ماشومان په مدرسو او ښوونځيو کې شامل کړي؛ خو نوموړي د ستنو شویو ښځينه زده‌کوونکو د زده‌کړو په اړه څه نه‌دي ویلي.

هغه د زذه‌کړو په برخه کې له مرستندویه موسسو، سوداګرو او کورنیو د همکاریو غوښتنه کړې. نوموړي‌ ویلي، په راتلونکي ښوونيز کال کې به هغو سیمو ته هم خدمات ورسوي چې په تېرو لسیزو کې د ناامنۍ او جګړو له کبله له ښوونیز بهیره بې‌برخې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت پرون پنجشنبه (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځي زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.

په چمن کې سوداګر او ځایي خلک د لارو تړل پاتې کېدو په غبرګون کې سبا یو وار بیا پرلت پیلوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۰

د تېر کال اکټوبر میاشتې راهیسې د چمن-سپین بولدک لاره په بشپړه توګه تړل شوې، چې له امله يې دواړه خواوو ته پراته ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د چمن د خلکو روزګار له دې لارې سره تړلی و؛ خو اوس د دوی روزګار او کاروبار په ټپه درېدلی دی.

تر جګړې وړاندې د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ پر یادې لارې د پاسپورټ جبري کېدو تګلاره تطبیق کړه، چې له امله یې پر دغه لاره د سوداګرو تګ راتګ خورا اغېزمن شو.

د چمن سوداګرو، لغړي ټولنې او سیاسي ګوندونو د یادې پرېکړې پر ضد پرلت پیل کړ او غوښتنه یې وکړه، چې تګ‌راتګ دې پر پاکستاني شناختي کارټونو او تذکره وشي. له اوږده پرلت وروسته حکومت دا خبره ورسره ومنله او په په اړه یې اعلان هم وکړ؛ خو بیا یاده پرېکړه تطبیق نه‌شوه.
اوس یو ځل بیا سوداګرو او لغړي ټولنې سبا (د وري ۸مه) پرلت اعلان کړی. د کارګرو ټولنې مشر او د پرلت ویاند حاجي صادق خان اڅکزي په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی په دومداره توګه دوه نیم کاله په پرلت ناست وو؛ خو غوښتنې یې لاهم نه‌دي منل شوې او اوس یو ځل بیا دې ته اړ شوي، چې پرلت ووهي.
هغه وایي، د چمن د خلکو روزګار له یادې لارې سره تړلی دی او د لارې تړل پاتې کېدو له کبله ۱۰۰زره کورنۍ بې‌روزګاره شوې دي. نوموړي زیاته کړې، کله چې د پاسپورټ جبري کېدو تګلاره عملي شوه؛ نو د دواړه خواوو سوداګرو پاسپورټونو جوړ کړل او په ډېرو پېسو یې یو کلنې ویزې ولګولې؛ خو د روانې جګړې له امله اوس په پاسپورټ هم تګ‌راتګ بند دی او د چمن ۳زره ځايي سوداګر هغې غاړې ته بند پاتې دي.

صادق خان اڅکزي وويل، که څه هم پر دغه لار سوداګري په ټپه درېدلې؛ خو د انساني قاچاق کاروبار وده وکړې ده. ښاغلي اڅکزي وويل، کله چې په ایران کې جګړه پیل شوه نو پاکستاني وګړي ډیر په عزت او خوندیتوب هېواد ته راستانه شول او همداسې د واګې پوله د جګړې پرمهال هم یوه ورځ نه‌ده تړل شوې؛ خو د چمن-سپین بولدک له ولسونو سره بیا ډېر ناوړه چلند کېږي.

نوموړي وويل، د افغانستان په زرګونه کانټنرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او ورته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې امله يې سوداګر له سخت زیان سره مخ دي. هغه وويل، که ټول سیاسي او قومي مشران سره یو نه‌شي؛ نو دوی نه‌شي کولی چې خپلې غوښتنې په دولت ومني.