د کونړ پر اسعداباد توغندیز بریدونه؛ یو شمېر کلي د احتمالي مرګ ژوبلې له امله خالي شوي

د کونړ مرکز اسعداباد ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستان له نن غرمې تر ماښامه د دغه ښار پر یو شمېر کلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، د دغو بریدونو له وېرې د دم کلي تر څنګ د کړه مار سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.
