د امنیتي اندېښنو له امله؛ د شمالي وزیرستان د شیوه سیمې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي

ځايي خلک وايي، چې د امنیتي اندېښنو له امله د شمالي وزیرستان د شیوه سیمې د دراوزنده، عالم خېل، ملوک خېل او انار خېلو کليو اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي. د دوی په وینا؛ دغه خلک بنو، کوهات، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت او پېښور ته کډه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شېوه له امنیتي پلوه د شمالي وزیرستان له کرارو سیمو ګڼل کېده. ځايي خلک وايي، چې له تېر یوه کال راهیسې د یادې سیمې امنیتي وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی او په سیمه کې هدفي وژنې، بریدونه او د وسلهوالو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.
تر دې وړاندې د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په تیرا دره کې هم د جګړو او نا امنۍ له امله خلک بېځایه شوي وو. په تیرا کې د وسلهوالو پرضد د پوځي عملیاتو لپاره د تخلیې لړۍ په دوو پړاوونو کې بشپړه شوې وه. د رسمي شمېرو لهمخې؛ یوازې په لومړي پړاو کې له یادې سیمې ۳۰زره او ۹۴۵ کورنۍ بېځایه شوې دي.
