د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبان باید د یرغمل نیونې سیاست پای ته ورسوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو لهخوا د ډینسکوېل ازادېدل مثبت ګام بللی، خو ویلي یې دي، چې طالبان باید د یرغمل نیونې سیاست پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو لهخوا د ډینسکوېل ازادېدل مثبت ګام بللی، خو ویلي یې دي، چې طالبان باید د یرغمل نیونې سیاست پای ته ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې فارسي ژبې ویاندې الیزابت استیکني د طالبانو له بند څخه د امریکايي وګړي ډینسکوېل ازادېدل مثبت ګام بللی او ویلي یې دي، چې نور کار هم باید ترسره شي.
نوموړې ویلي: «موږ لا هم د محمود شاه حبیبي، پاول اوربي او نورو امریکایانو د سمدستي راستنېدل غواړو چې په ناعادلانه ډول بندیان دي».
همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان باید د یرغمل نیولو ډيپلوماسي ودروي.
استیکني ویلي، چې ډینسکوېل له څه باندې یوه کال بند وروسته کورته رسېدلی او د ډینسکوېل په ازادولو کې د متحده عربي امارات او د بندي امریکایانو د ازادولو په برخه کې د قطر د ملاتړ ستاینه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، طالبانو د خپل مشر ملا هبتالله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینسکوېل د وري په څلورمه خوشې کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور د لیک له ور رسېدو وروسته شوې، خو د محمود شاه حبیبي په ګډون درې نور امریکایان لا هم د طالبانو په بند کې دي.