د کانونو او صنایعو خونه: د برېښنا د کمښت له امله د افغانستان د صنعت وده ټکنۍ شوې

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د برېښنا کمښت د صنعت د ودې مخه نېولې او د افغانستان د صنعت پر مختګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د برېښنا کمښت د صنعت د ودې مخه نېولې او د افغانستان د صنعت پر مختګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال خان محمد وردګ د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د برېښنا د کمښت له امله د افغانستان د صنعت وده له ستونزو سره مخ شوې ده.
خان محمد وردګ زیاته کړې: «په افغانستان کې برېښنا یوه لویه ستونزه ده، چې زموږ صنعت یې ټکنی کړی دی او له ستونزو سره مخامخ دی. خو لويې پروژې په لاره اچول شوي چې انشاءالله په راتلونکو دوو درېیو کلونو کې به د برېښنا ستونزه حل شي».
له دې سره سم، یو شمېر صنعتکارانو ویلي، د برېښنا د ستونزې د نه حل کېدو په صورت کې به د افغانستان د صنعت وده ستونزمنه وي.
د شېرباز کمینزاده په نوم صنعتکار زیاته کړې: «که چېرې زموږ د برېښنا ستونزه حل شي او طالبان چې څه وايي هغه عملي کړي، نو افغانستان کې به یو صنعتي انقلاب رامنځته شي».
بل خوا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې تېرکال یې د برېښنا په ټولو پروژو کې لومړیتوب صنعتکارانو ته ورکړی او هڅه کوي، چې د صنعتکارانو د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست زیاته کړې: «د صنعتکارانو لپاره چې د افغانستان د اقتصاد اساسي ستنه ده او د برېښنا له لحاظه به د دوی ستونزې حل کړو. په ۱۴۰۴ کال کې مو په ټولو پروژو کې لومړیتوب صنتعکارانو ته ورکړی وو».
د افغانستان صنعتکاران له ډېر پخوا راهیسې د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دي، چې له امله د هېواد په ځینو ولایتونو کې صنتعکارانو خپلې تولیدي فابریکې هم بندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو میاشتې وړاندې له عزیزي ګروپ سره د لس میلیاردو ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه برېښنا تړون لاسلیک کړ او طالبانو ویلي، چې د برېښنا د یادې پروژې په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.