د بشري حقونو څار بنسټ: د روږدو کسانو پر مرکز د پاکستان برید ښایي «جنګي جرم» وي

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید «غیرقانوني او ښايي جنګي جرم» وي. دغه بنسټ د دې پېښې د بېړنۍ، بېطرفه څېړنې او د پاکستاني چارواکو د حسابورکونې غوښتنه کړې ده.
