ناپېژاندو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې یو ښوونځی په بمونو الوځولی دی

د خیبر پښتونخوا د بنو والسوالۍ په غورا کلي کې ناپېژاندو کسانو یو ښوونځي په بمونو الوځولی، چې له کبله یې د یاد ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. پوليس وایي، ښایي وسلهوال په دغه ښوونځي کې مېشت وو او د چاودېدونکو توکو د جوړولو پرمهال دغه توکي پرې چاودلي وي.
د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو سره په دغو سیمو کې ښوونځي په تېره بیا د نجونو ښوونځي له سختو ګواښونو سره مخامخ شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر دې وړاندې هم مخینه لري، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په ملاکنډ او د خیبرپښتونخوا په نورو سیمو او دره ادم خېل کې هم ښوونځي په بمونو الوځول شوي وو.
