متحده عربي اماراتو د ۶ ایراني بالستیک توغندیو او ۹ بې پیلوټه الوتکو د مخنیوي راپور ورکړی

متحده عربي اماراتو ویلي، چې د دوی هوایی دفاع د جمعې په ورځ له ایران څخه توغول شوي شپږ بالستیک توغندي او نهه ډرون الوتکې شنډ کړي. د یاد هېواد دفاع وزارت وویل، چې د جګړې له پیل راهیسې یې ۳۷۸ بالستیک توغندي او ۱۸۳۵ ډرون الوتکې شنډې کړې دي.
د وزارت په وینا، د متحده عربي اماراتو دفاعي سیسټمونو د شخړې پرمهال ۱۵ کروز توغندي هم نسکور کړي دي.
