• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېتانیا کې یو افغان پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شو

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د برېتانیا د وارویک کراون محکمې یو افغان پناه غوښتونکی احمد ملاخېل پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړ. دغه ۲۳ کلن پناه غوښتونکی تېره میاشت د تښتونې، جنسي تېري او د ماشومې د ناسم انځور اخیستو په تور هم مجرم بلل شوی وو.

د برېتانیا پولیسو د جمعې په ورځ د وري په اوومه اعلان وکړ، چې محکمې پر احمد ملاخېل له قرباني سره د هر ډول تماس د مخنیوي لپاره نامحدود بندیز هم لګولی دی. نوموړی له دې سربېره د دې پېښې اړوند جرمونو له امله په ۱۲ میاشتې نور بند هم محکوم شوی دی.

کولت اوکیف چې د پلټنو مشري یې کوله وویل: «کله چې احمد ملاخېل پر یوې تنکۍ نجلۍ دا وحشتناک برید وکړ، نه یوازې یې یو ډېر دروند جرم ترسره کړ، بلکې هغه بنسټیز ارزښتونه یې هم تر پښو لاندې کړل چې زموږ ټولنه پرې ولاړه ده».

هغه د قرباني د «بې ساري زړورتیا» ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه: «د قرباني بیان موږ ته دا زمینه برابره کړه، چې لازم شواهد راټول کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې پر ملاخېل عدالت پلی کېږي».

هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ سزا نشي کولای هغه رواني زیان جبران کړي چې قرباني ته رسېدلی دی.

د محکمې د راپور له مخې، احمد ملاخېل د تېر کال د جولای په ۲۲مه، برېتانیا ته له داخلېدو یوازې څلور میاشتې وروسته، یاده نجلۍ له یوه پارکه یوې تشې کوڅې ته بیولې او هلته یې پرې «ډېر وېروونکي جنسي جرمونه» ترسره کړي دي. دا پېښه په برېتانیا کې د سختې اندېښنې لامل شوې وه.

د پولیسو د پخواني راپور له‌مخې، احمد ملاخېل د هغه بانکي کارت له لارې وپېژندل شو، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورته ورکړل شوی وو. د څار کامرو وښودله چې هغه له پېښې وروسته قرباني یوه کوچني دوکان ته بیولې وه او هلته یې د هماغه کارت په وسیله انرژي (ریډ بول) اخیستې وه.

د پولیسو په وینا، لږ وروسته له دې چې دوکان ته ننوتل، نجلۍ د تېښتې فرصت وموند او له هغه څخه پر تېښته بریالۍ شوه.

دغه پناه غوښتونکي د تښتونې تور رد کړی او ادعا یې کړې، چې دا اړیکه د نجلۍ په خوښه او د هغې په «غوښتنه» وه. هغه ویلي وو، چې فکر یې کاوه نجلۍ ۱۹ کلنه ده.

قرباني نجلۍ په خپل ثبت شوي ویډیويي بیان کې ویلي: «هغه زما کالي واېستل. هېڅ یې نه ویل، یوازې یې خندل. ما ټینګار کاوه، چې له ما لرې شه او ورته مې ویل چې زه ماشومه یم، خو هغه خپل کار ته دوام ورکاوه».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اووه افغان بندیان د روسیې د بریانسک ښار له زندان څخه بېرته هېواد ته لېږدول شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

په روسیه کې د طالبانو سفارت وایي، چې ددې هېواد د بریانسک ښار له زندان څخه اووه تنه افغان زندانیان له ازادېدو وروسته افغانستان ولېږدول شول. دغه ازاد شوي ۷ تنه افغان وګړي د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله زنداني شوي و.

په روسیه کې د طالبانو سفارت نن د جمعې په ورځ د وري پر۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې ازاد شوي کسانو د اړینو حقوقي او اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته نن افغانستان ته واستول شول.

د طالبانو سفارت ژمنه کړې ده، چې دوی تل هڅه کوي څو په خپله کاري حوزه کې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د توقیف شویو کسانو، ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی د خلاصون او بېرته ستنېدو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې وساتي.

د طالبانو د بیاځلی واک ته رسېدو سره یو ځل بیا په هېواد کې اقتصاي ستونزې او بې کاري اوج ته رسېدلې ده نو زیاتره ځوانان د روسیې له لارې څخه کوي خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ورسوي.

د بشري حقونو سازمان په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید د پلټنو غوښتنه کړې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د بشري حقونو لپاره د سویلي اسیا سازمان په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان له خوا په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز برید، د نه منلو وړ بللی او په دې اړه یې د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان ویلي، نړیوال بشري قوانین په واضح ډول ملکي تاسیسات خوندي بولي او د پاکستاني پوځ له لوري پر ملکي روغتون برید “ناقانونه او د نه منلو وړ” بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې شاوخوا ۴۱۱ ملکیان وژل شوي او له ۲۶۵ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان له طالب چارواکو او نور دولتونو غوښتي چې باید د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي، قربانیانو ته بیړنۍ مرسته برابر کړي، او د دې ډول مرګونو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره عملي او واضح ګامونه پورته کړي.

سازمان په پای کې څرګندوي چې د ملکي وګړو ساتنه د نړیوال قانون یو بنسټیز اصل دی او ټول اړخونه د دې درناوي ته مکلف دي.

طالبان وايي د خوست د دوه ولسوالیو ځینو اوسېدونکو د پاکستان پرضد لاریون کړی دی

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د خوست والي دفتر وايي، چې د خوست ولایت د علیشېرو-ترېزيو او ځاځي میدان ولسوالیو سلګونو اوسېدونکو د لاریون پر مهال د پاکستاني پوځ پر وړاندې د ولسي پاڅون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی.

د طالبانو د خوست والي ویاند په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د پاڅون ګډونوالو ددې ډلې او د خپلو سیمو د ساتنې او د هر ډول احتمالي ګواښونو پر وړاندې د درېدو ژمنتیا څرګنده کړه.

هغه انځورونو چې طالبانو خپاره کړي پکې یو ډله خلک ښکاري، چې د لاریون پرمهال یو ډزې وسلې له ځوانانو سره لېږدوي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، اعلان کړی چې اسلام‌اباد د لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د «غضب للحق» په نوم عملیات بېرته پیل کړي دي.

اندرابي په خپلو خبرو کې ویلي چې دا عملیات «هدفمند» دي او د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند پای ته رسېدلی دی. د هغه په وینا، پاکستان دا عملیات د فبرورۍ په ۲۶مه (۷کب) پیل کړي وو.

پاکستان ادعا کوي، چې دا پوځي اقدامات یې د هغو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي چې د دې هېواد پر وړاندې کېږي، او همدارنګه یې د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ په تور د افغانستان له خاورې د «پارونکو اقداماتو» یادونه کړې ده.

د راپور له مخې، طالبانو او پاکستان له څو اوونیو نښتو وروسته د سعودي عربستان، ترکیه او قطر په منځګړیتوب لنډمهاله اوربند ته رسېدلي وو، خو طالبانو د اختر په ورځو کې پاکستان د اوربند په ماتولو تورن کړ.

محمد حنیف اتمر: نړۍ دې د پاکستان بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه چوپتیا ماته کړي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، محمد حنیف اتمر، وایي چې نړیواله ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان باید د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې په اړه خپله چوپتیا ماته کړي. هغه له طالبانو غوښتنه کړې، چې لویه جرګه دې راوغواړي ترڅو داخلي اختلافات حل شي.

اتمر نن د جمعې په ورځ د وري پر ۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ کال په مارچ پر ۱۶مه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز باندې د پاکستان هوایي برید د «غیرقانوني برید» او «ممکنه جنګي جرم» په توګه بیان کړ، او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې د پلټنې او حساب ورکول ترسره کړي.

محمد حنیف اتمر د پوښتنې په ډول لیکلي:« د هغو خلکو په وړاندې د بریدونو لپاره کوم توجیه کیدی شي چې د ټي ټي پيد جوړولو یا ملاتړ مسؤلیت نه لري؟ ایا د هغو خلکو په نښه کولو کې کوم جرئت یا عزت شته چې د هوایی دفاع هیڅ وسیله نه لري؟.»

اتمر ویلي، چې داسې ښکاري چې دا عملیات د نړیوال بشري قانون او د اسلام د اساسي اصولو په ښکاره سرغړونه کې ترسره کیږي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو چارواکي او د افغانستان پراخ سیاسي مخالفین باید په بیړني ډول د ګډ ملي اقدام په اړه فکر وکړي، په شمول د بیړنۍ لویې جرګې د رابللو ترڅو داخلي اختلافات حل شي، ملي پخلاینې ته وده ورکړل شي، او د هیواد او خلکو د ساتنې لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید «غیرقانوني او ښايي جنګي جرم» وي.

دغه بنسټ د دې پېښې د بېړنۍ، بې‌طرفه څېړنې او د پاکستاني چارواکو د حساب‌ورکونې غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان جنګي الوتکو د کب په۲۵مه شپه په کابل او ننګرهار کې لږ تر لږه ۹هدفونه په نښه کړي دي. په دغو بریدونو کې د کابل ختیځ کې د «امید» په نوم دروږدو کسانو د درملنې مرکز هم په نښه شوی، چې سلګونه ناروغان پکې تر درملنې لاندې وو.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۳کسان وژل شوي او له ۲۵۰ډېر ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي ناروغان بلل شوي دي خو طالبانو شاوخوا تر ۴۰۰ پورې د کسانو د وژل کېدو پخلی کړی و.

د پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د ستنولو مخه ونیوله

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د جبري ستنولو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې تر بل حکم پورې دې یاد کسان له هېواده نه باسي.

محکمې د دغو کډوالو له لوري د ثبت شوې عریضې په اړه د تېرې اورېدنې لیکلی حکم صادر کړی، چې له مخې یې د سرحدي او کډوالو چارو وزارت څخه د ۱۴ ورځو په موده کې د وضاحت غوښتنه شوې ده.

د محکمې په حکم کې ویل شوي چې د فدرالي پلټنو ادارې خپل ځواب وړاندې کړی، خو د دولت استازي د کډوالو چارو وزارت له لوري د ځواب لپاره د اضافي وخت غوښتنه کړې وه. محکمې د راتلونکې اورېدنې پورې د ځواب د وړاندې کولو مهلت ورکړی دی.

د عریضه کوونکو د وکیل کاشف جان په وینا، دغه کسان افغان وګړي دي چې دا مهال په خراسان کمپ کې مېشت دي. نوموړي ویلي چې یادو کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د کډوالو د ملاتړ له نړیوالې ادارې سره اړیکه نیولې او غوښتنې یې لا هم تر ارزونې لاندې دي.

وکیل له محکمې غوښتي چې تر هغه وخته پورې چې وروستۍ پرېکړه نه وي شوې، دغه کډوال دې له هېواده ونه ایستل شي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.