• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هوسۍ اندړ: افغان نجونې یوازې د تعلیم د حق غوښتنه لري او دا حق باید ترې وانه‌خیستل شي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د جرمني د فرانکفورټ د ایالتي پارلمان غړې هوسۍ ظریف اندړ وايي، له څه باندې ۱۶۰۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د تعلیم دروازې بندې دي. دا وايي، افغان نجونې یوازې د تعلیم د حق غوښتنه لري او په وینا یې دغه حق باید ترې وانه‌خیستل شي.

د جرمني د فرانکفورټ ښاروالۍ شورا غړې هوسۍ ظریف اندړ د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د تعلیم دروازو تړل یوازې د نجونو ستونزه نه‌، بلکې دا د ټولنې د راتلونکې ستونزه ده.

هغې زیاته کړې: «موږ په ټولنه کې تر هر څه زیات تعلیم ته اړتیا لرو. تعلیم هغه رڼا ده چې ناپوهي له‌منځه وړي او یو ملت د پرمختګ پر لور بیایي».

هغه وايي، ښځه د ټولنې نیمه برخه جوړوي او د پوښتنې په توګه مطرح کوي، که نیمه ټولنه له زده‌کړو بې برخې شي، نو څنګه کولای شو د بشپړې ودې او پرمختګ تمه ولرو؟

هوسۍ ظریف اندړ وايي: «که یوه ښځه تعلیم وکړي، یوازې یو فرد نه بلکې ټوله کورنۍ او ورسره ټوله ټولنه تعلیم مومي. تعلیم یافته مور کولای شي یو پوه نسل وروزي، یو بیدار فکر رامنځته کړي او یو قوي ملت جوړ کړي».

هوسۍ اندړ زیاتوي، نن ورځ، افغان نجونې یوازې د خپل حق غوښتنه کوي «د تعلیم حق» او په وینا یې«دا حق باید ترې وانخیستل شي».

د یادونې وړ ده، چې پرون (پنجشنبه د وري ۶مه) په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې لا هم بې‌برخلیکه دي. یونېسف ویلي، که همدا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به له زده‌کړو د پاتې نجونو زده‌کوونکو شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: په افغانستان کې مو د اهدافو لاسته راوړلو لپاره عملیات پای ته نه‌دي رسېدلي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له جیونیوز ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د عملیاتو د پای لپاره کوم ځانګړی وخت نه‌‌دی ټاکل شوی او دا عملیات به روان وي. هغه زیاته کړې، چې د ډېرو پایلو لاسته راوړلو لپاره باید دا عملیات په بشپړه توګه ترسره شي.

نوموړی وايي: «زما په فکر موږ خپل فشار وارد کړی دی، دا چې اوږد مهال کې به څه کېږي له هغې نه یم خبر، خو موږ چې د کومې موخې لپاره بریدونه پیل کړي لا نه‌دي پوره شوي». د هغه په خبره، د نړۍ پام اوس مهال منځني ختیځ او ایران کې روانې جګړې ته دی.

د طالبانو او اسلام‌اباد تر منځ د کشالې د حل لپاره د سیمې هېوادونو د هڅو په تړاو خواجه اصف وویل، چې قطر او ترکیې په ډیپلوماټیکه کچه د دغو مسایلو د حل لپاره هڅې کړي او په باور یې، ښايي چین هم د دغو مسایلو په حل کې مهم رول ولوبوي.

د پاکستان د دفاع وزیر په خبره، چین په افغانستان کې خپلې پانګونې لري او اوس مهال یې هلته ډېر فعالیتونه روان دي.

د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې سخت کړکېچ روان دی، چې دواړو لورو په ډیورند کرښه کې پر یو بل بریدونه هم کړي دي. پاکستان پر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د جېټ الوتکو بمبارۍ هم کړي او طالبان بیا ادعا لري، چې د ډرون الوتکو په وسیله یې د غچ اخیستنې په موخه په راولپندۍ او اسلام‌اباد کې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

له دې سره هم مهاله د بشري حقونو بنسټونو نیوکه کړې، چې په دغو نښتو کې اکثریت قربانیان ملکي افغانان دي او تر اوسه پورې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین د دواړو لورو تر منځ د مسایلو د حل لپاره هڅې کړې، خو کومه پایله یې لا نه‌ده ورکړې.

همدا راز د پاکستان او افغانستان دیني عالمانو هم په یوې ګډې اعلامیې کې له کابل او اسلام‌اباده غوښتي، چې اوربند تر لوی اختره وغځوي او خپل منځۍ مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.

ورلډ ویژن: بې‌وزلۍ افغانان اړ کړي چې خپل تولید کړي خوراکي توکي وپلوري

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د ورلډ ویژن په نوم یوه خېریه بنسټ افغانستان کې د پراخې بې‌وزلۍ او لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر افغانې کورنۍ د خپلو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ دي هغه مغذي خوراکي توکي وپلوري چې خپله یې تولیدوي.

دې بنسټ د جمعې په ورځ د وري په ۷مه، ویلي، ډېرې کورنیو د پېرلو توان له لاسه ورکړی او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، اقتصادي سقوط، اقلیمي بدلونونه او د نغدو پیسو کمښت د خلکو پر ژوند سخت اغېز کړی او د هغوی ورځنی ژوند یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

ورلډ ویژن زیاتوي چې د دغو ستونزو له امله د ماشومانو کار زیات شوی، ډېر ماشومان له زده‌کړو پاتې شوي او له لوږې سره مخ دي، چې دا وضعیت د هغوی د خوندیتوب خطرونه هم زیاتوي.

په راپور کې راغلي چې اوږدمهاله وچکالۍ، د اوبو کمښت او د چاپېریال له منځه وړل د افغانستان پر کرنه او کلیوالي اقتصاد سخت تاثیر کړی او د خوراکي توکو تولید او د خلکو عاید یې کم کړی دی.

دغه بنسټ همدارنګه وایي چې د اقلیمي بدلونونو له امله بې‌ځایه کېدل زیات شوي او سلګونه زره کسان کډوالېدو ته اړ شوي، چې دې کار د خوړو، اوبو، روغتیايي خدمتونو او خوندي چاپېریال ته لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.

ورلډ ویژن ښوونځي د پوهاوي د لوړولو لپاره مهم بللي، خو ټینګار یې کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د هغوی د پوهاوي کچه راټیټه کړې او دا کار بې‌وزلي او جنسیتي نابرابرۍ لا پسې زیاتوي.

په برېتانیا کې یو افغان پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شو

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۰

د برېتانیا د وارویک کراون محکمې یو افغان پناه غوښتونکی احمد ملاخېل پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړ. دغه ۲۳ کلن پناه غوښتونکی تېره میاشت د تښتونې، جنسي تېري او د ماشومې د ناسم انځور اخیستو په تور هم مجرم بلل شوی وو.

د برېتانیا پولیسو د جمعې په ورځ د وري په اوومه اعلان وکړ، چې محکمې پر احمد ملاخېل له قرباني سره د هر ډول تماس د مخنیوي لپاره نامحدود بندیز هم لګولی دی. نوموړی له دې سربېره د دې پېښې اړوند جرمونو له امله په ۱۲ میاشتې نور بند هم محکوم شوی دی.

کولت اوکیف چې د پلټنو مشري یې کوله وویل: «کله چې احمد ملاخېل پر یوې تنکۍ نجلۍ دا وحشتناک برید وکړ، نه یوازې یې یو ډېر دروند جرم ترسره کړ، بلکې هغه بنسټیز ارزښتونه یې هم تر پښو لاندې کړل چې زموږ ټولنه پرې ولاړه ده».

هغه د قرباني د «بې ساري زړورتیا» ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه: «د قرباني بیان موږ ته دا زمینه برابره کړه، چې لازم شواهد راټول کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې پر ملاخېل عدالت پلی کېږي».

هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ سزا نشي کولای هغه رواني زیان جبران کړي چې قرباني ته رسېدلی دی.

د محکمې د راپور له مخې، احمد ملاخېل د تېر کال د جولای په ۲۲مه، برېتانیا ته له داخلېدو یوازې څلور میاشتې وروسته، یاده نجلۍ له یوه پارکه یوې تشې کوڅې ته بیولې او هلته یې پرې «ډېر وېروونکي جنسي جرمونه» ترسره کړي دي. دا پېښه په برېتانیا کې د سختې اندېښنې لامل شوې وه.

د پولیسو د پخواني راپور له‌مخې، احمد ملاخېل د هغه بانکي کارت له لارې وپېژندل شو، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورته ورکړل شوی وو. د څار کامرو وښودله چې هغه له پېښې وروسته قرباني یوه کوچني دوکان ته بیولې وه او هلته یې د هماغه کارت په وسیله انرژي (ریډ بول) اخیستې وه.

د پولیسو په وینا، لږ وروسته له دې چې دوکان ته ننوتل، نجلۍ د تېښتې فرصت وموند او له هغه څخه پر تېښته بریالۍ شوه.

دغه پناه غوښتونکي د تښتونې تور رد کړی او ادعا یې کړې، چې دا اړیکه د نجلۍ په خوښه او د هغې په «غوښتنه» وه. هغه ویلي وو، چې فکر یې کاوه نجلۍ ۱۹ کلنه ده.

قرباني نجلۍ په خپل ثبت شوي ویډیويي بیان کې ویلي: «هغه زما کالي واېستل. هېڅ یې نه ویل، یوازې یې خندل. ما ټینګار کاوه، چې له ما لرې شه او ورته مې ویل چې زه ماشومه یم، خو هغه خپل کار ته دوام ورکاوه».

اووه افغان بندیان د روسیې د بریانسک ښار له زندان څخه بېرته هېواد ته لېږدول شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

په روسیه کې د طالبانو سفارت وایي، چې ددې هېواد د بریانسک ښار له زندان څخه اووه تنه افغان زندانیان له ازادېدو وروسته افغانستان ولېږدول شول. دغه ازاد شوي ۷ تنه افغان وګړي د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله زنداني شوي و.

په روسیه کې د طالبانو سفارت نن د جمعې په ورځ د وري پر۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې ازاد شوي کسانو د اړینو حقوقي او اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته نن افغانستان ته واستول شول.

د طالبانو سفارت ژمنه کړې ده، چې دوی تل هڅه کوي څو په خپله کاري حوزه کې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول د توقیف شویو کسانو، ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی د خلاصون او بېرته ستنېدو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې وساتي.

د طالبانو د بیاځلی واک ته رسېدو سره یو ځل بیا په هېواد کې اقتصاي ستونزې او بې کاري اوج ته رسېدلې ده نو زیاتره ځوانان د روسیې له لارې څخه کوي خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ورسوي.

د بشري حقونو سازمان په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید د پلټنو غوښتنه کړې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د بشري حقونو لپاره د سویلي اسیا سازمان په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان له خوا په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز برید، د نه منلو وړ بللی او په دې اړه یې د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان ویلي، نړیوال بشري قوانین په واضح ډول ملکي تاسیسات خوندي بولي او د پاکستاني پوځ له لوري پر ملکي روغتون برید “ناقانونه او د نه منلو وړ” بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې شاوخوا ۴۱۱ ملکیان وژل شوي او له ۲۶۵ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان له طالب چارواکو او نور دولتونو غوښتي چې باید د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي، قربانیانو ته بیړنۍ مرسته برابر کړي، او د دې ډول مرګونو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره عملي او واضح ګامونه پورته کړي.

سازمان په پای کې څرګندوي چې د ملکي وګړو ساتنه د نړیوال قانون یو بنسټیز اصل دی او ټول اړخونه د دې درناوي ته مکلف دي.