• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد حنیف اتمر: نړۍ دې د پاکستان بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه چوپتیا ماته کړي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، محمد حنیف اتمر، وایي چې نړیواله ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان باید د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې په اړه خپله چوپتیا ماته کړي. هغه له طالبانو غوښتنه کړې، چې لویه جرګه دې راوغواړي ترڅو داخلي اختلافات حل شي.

اتمر نن د جمعې په ورځ د وري پر ۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ کال په مارچ پر ۱۶مه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز باندې د پاکستان هوایي برید د «غیرقانوني برید» او «ممکنه جنګي جرم» په توګه بیان کړ، او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې د پلټنې او حساب ورکول ترسره کړي.

محمد حنیف اتمر د پوښتنې په ډول لیکلي:« د هغو خلکو په وړاندې د بریدونو لپاره کوم توجیه کیدی شي چې د ټي ټي پيد جوړولو یا ملاتړ مسؤلیت نه لري؟ ایا د هغو خلکو په نښه کولو کې کوم جرئت یا عزت شته چې د هوایی دفاع هیڅ وسیله نه لري؟.»

اتمر ویلي، چې داسې ښکاري چې دا عملیات د نړیوال بشري قانون او د اسلام د اساسي اصولو په ښکاره سرغړونه کې ترسره کیږي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو چارواکي او د افغانستان پراخ سیاسي مخالفین باید په بیړني ډول د ګډ ملي اقدام په اړه فکر وکړي، په شمول د بیړنۍ لویې جرګې د رابللو ترڅو داخلي اختلافات حل شي، ملي پخلاینې ته وده ورکړل شي، او د هیواد او خلکو د ساتنې لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید «غیرقانوني او ښايي جنګي جرم» وي.

دغه بنسټ د دې پېښې د بېړنۍ، بې‌طرفه څېړنې او د پاکستاني چارواکو د حساب‌ورکونې غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان جنګي الوتکو د کب په۲۵مه شپه په کابل او ننګرهار کې لږ تر لږه ۹هدفونه په نښه کړي دي. په دغو بریدونو کې د کابل ختیځ کې د «امید» په نوم دروږدو کسانو د درملنې مرکز هم په نښه شوی، چې سلګونه ناروغان پکې تر درملنې لاندې وو.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۳کسان وژل شوي او له ۲۵۰ډېر ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي ناروغان بلل شوي دي خو طالبانو شاوخوا تر ۴۰۰ پورې د کسانو د وژل کېدو پخلی کړی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د ستنولو مخه ونیوله

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د جبري ستنولو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې تر بل حکم پورې دې یاد کسان له هېواده نه باسي.

محکمې د دغو کډوالو له لوري د ثبت شوې عریضې په اړه د تېرې اورېدنې لیکلی حکم صادر کړی، چې له مخې یې د سرحدي او کډوالو چارو وزارت څخه د ۱۴ ورځو په موده کې د وضاحت غوښتنه شوې ده.

د محکمې په حکم کې ویل شوي چې د فدرالي پلټنو ادارې خپل ځواب وړاندې کړی، خو د دولت استازي د کډوالو چارو وزارت له لوري د ځواب لپاره د اضافي وخت غوښتنه کړې وه. محکمې د راتلونکې اورېدنې پورې د ځواب د وړاندې کولو مهلت ورکړی دی.

د عریضه کوونکو د وکیل کاشف جان په وینا، دغه کسان افغان وګړي دي چې دا مهال په خراسان کمپ کې مېشت دي. نوموړي ویلي چې یادو کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د کډوالو د ملاتړ له نړیوالې ادارې سره اړیکه نیولې او غوښتنې یې لا هم تر ارزونې لاندې دي.

وکیل له محکمې غوښتي چې تر هغه وخته پورې چې وروستۍ پرېکړه نه وي شوې، دغه کډوال دې له هېواده ونه ایستل شي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د بلوچستان اعلی وزیر: افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر، میر سرفراز بګټي، په برشور ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وويل، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر د سرفراز بګټي، نن جمعه د وري پر ۷مه غونډې ته د وینا په مهال وويل:«چې مونږ له افغان کډوالو سره د خپلې خولې مړۍ ور نیمه کړه او دوي مو وساتل خو د افسوس خبره دا ده چې زمونږ د ښو کړنو بدل او پایله هم هغسې نه ده بلکې له افسوس نه ډکه ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پاکستاني چارواکي نیوکه کوي، چې د طالبانو راتګ وروسته په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دی او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي خو د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې تل د طالبانو له لوري رد شوي دي.

تېره اوونۍ د اقتصاد او سولې انسټیټیوت د نړیوال تروریزم شاخص په اړه په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو هیوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. د راپور له مخې، پاکستان تیر کال تر ټولو ډیر د ترهګریز بریدونو شاهد و.

یاد سازمان وايي چې د ترهګرو ډلو په فعالیت کې د پام وړ زیاتوالی په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته راستنېدو پایله ده.

راپور وايي، چې د داعش ډله په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ترهګریزه ډله پاتې ده، که څه هم د دوی د فعالیت ساحه له ۲۲ څخه ۱۵ هیوادونو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین، تحریک طالبان پاکستان او الشباب ډلې د تر ټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په توګه بلل شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا: په ایران کې له ۴ میلیونو ډېر افغانان له سخت بشري ناورین سره مخ دي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا وایي، اوس مهال د ایران د جګړې له امله د څلورو میلیونو څخه ډېر افغانان د تر ټولو زیانمنو خلکو په ډله کې شمېرل کېږي. دغه شورا زیاتوي، چې ډېری افغانان د خوندي ځای موندلو توان نه لري او یا ورته اجازه نه ورکول کېږي چې د جګړې او ناامنو سیمو ووځي.

یادې شورا د جمعې په ورځ، د وري ۷مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل یوازینی عاید له لاسه ورکړی، ځکه چې غیر رسمي کارونه نشته او اقتصادي فعالیتونه کمزوري شوي دي. راپورونه ښيي چې ګڼ افغانان په هغو ښارونو کې مېشت دي چې د بریدونو، سیاسي بې‌ثباتۍ او امنیتي ګواښونو له امله ډېر زیانمن دي.

دغه شورا زیاتوي چې ډېری افغانان د خوندي ځای موندلو توان نه لري او یا ورته اجازه نه ورکول کېږي چې د جګړې او ناامنۍ له سیمو ووځي. د جګړې له پیلېدو وروسته تر اوسه له ۳۵ زرو ډېر افغانان اړ شوي چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شي، خو تر اوسه هم له یو میلیونه ډېر افغانان د شړلو له ګواښ سره مخ دي، هغه هېواد ته چې د هغوی د منلو وړتیا نلري.

د شورا چارواکو خبرداری ورکړی چې د سیمې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د دوی په وینا:

«هره اونۍ په دې جګړه میلیاردونه ډالر لګېږي، خو زموږ د ژوند ژغورنې مرستې له سخت مالي کمښت سره مخ دي. نړیوال تمویل باید زیات شي، څو د خلکو لوږه، بې‌کوري او نور کړاوونه کم شي.»

دغه شورا وايي که جګړه دوام وکړي نو په سیمه کې به پراخ انساني ناورین رامنځته شي او احتمال شته چې میلیونه خلک د پولو د اوښتو هڅه وکړي، چې دا به د سیمې پر لا زیانمن حالت دروند فشار واچوي.

اداره زیاتوي چې ټولو اړخونو ته پکار ده نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي، ملکي وګړي او ملکي بنسټونه خوندي وساتي او د شخړې د حل لپاره سیاسي لار غوره کړي.

د شورا په خبره، په ایران کې د یو میاشتني پرله‌پسې بمبار وروسته، ملکي خلک له سختو روحي او فزیکي زیانونو سره مخ دي. میلیونه کسان د خوندي ځای په لټه کې تښتېدلي او نور په وېره کې پاتې دي ځکه هېڅ ځای خوندي نه ښکاري. د شورا د معلوماتو له مخې، د امریکا، اسراییل او ایران د بریدونو له امله په سیمه کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې تر نیمایي زیات یې په ایران کې دي.

د جګړې له امله په ګڼو ښارونو کې کورونه، روغتونونه او ښوونځي زیانمن شوي دي. د ایران په ګڼو سیمو کې خلک د کړکیو د شیشو د ماتېدو د مخنیوي لپاره خپلې کړکۍ ټېپوي، ځکه د همدې ټوټو له امله ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي. همدارنګه، د انټرنېټ پرچاوې او د بانکي خدمتونو ګډوډۍ د خلکو ورځنی ژوند لا ستونزمن کړی دی.

دغه شورا وايي چې د دوی کارکوونکي په ډېر سختو شرایطو کې د جګړې له امله اغېزمنو کورنیو سره د مرستې هڅې کوي او په داسې حال کې کار ته ادامه ورکوي چې د چاودنو غږونه هره شپه اوري او خپل ژوند ته اندېښمن وي.

په ایران کې د جګړې، اقتصادي ستونزو او پرله‌پسې بریدونو له امله د بشري ناورین کچه ورځ تر بلې لوړېږي. د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان دننه بې‌ځایه شوي. دغه شورا زیاتوي چې له ۴،۴ میلیونو څخه ډېر افغانان په ایران کې ژوند کوي چې ۱،۴ میلیونه یې بې اسناده دي او ۷۸ سلنه یې په ښارونو کې مېشت دي. د جګړې د زیاتېدو له امله یوازې د فبرورۍ له ۲۸مې تر د مارچ ۲۱مې پورې ۳۵ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، خو لا هم میلیونونه کسان د بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخ دي.

ملګري ملتونه: په تېرو دریو میاشتو کې ۱۶۰ زره کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۰

ملګري ملتونه وایي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه له پاکستان څخه تر ۱۶۰زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دې بهیر پر بشري مرستو د فشار کچه لوړه کړې ده.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې پرانیستل ښايي د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر نور هم چټک کړي. اټکل کېږي چې شاوخوا ۱.۹۲میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي او د لا ډېرو د ستنېدو احتمال شته.

مرستندویو بنسټونو ویلي چې دا بهیر په داسې حال کې روان دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې هم زیاتې شوې دي. دا نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو پیل شوې، د خلکو د بې‌ځایه کېدو، د ملکي تلفاتو او د مهمو زیربناوو د زیان سبب شوې دي. یونیسف دا وضعیت «بحراني او چټک بدلېدونکی» بللی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د فبرورۍ له وروستیو تر د مارچ تر نیمایي پورې لږ تر لږه ۲۸۹ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان دي، چې له دې ډلې ۷۶تنه وژل شوي دي. ښځې او ماشومان د قربانیانو له نیمایي زیات جوړوي.

همداراز، شاوخوا ۱۱۵زره کسان د تاوتریخوالي له امله تازه بې‌ځایه شوي، که څه هم د دې شمېر د تایید بهیر لا روان دی خو ډېری دا بې‌ځایه شوي کسان په سختو شرایطو کې ژوند کوي او روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او سرپناه ته محدود لاسرسی لري.

د یاد سازمان په وینا، دا وضعیت د افغانستان موجود بشري بحران نور هم ژور کړی دی. په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۲۱.۹میلیونه کسان، چې له دې ډلې ۱۱.۶میلیونه ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

نښتو همداراز کورونو، روغتیايي مرکزونو او بنسټیزو زیربناوو ته زیان اړولی او په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې د اساسي خدمتونو وړاندې کول یې ټکني کړي دي. په وروستیو اوونیو کې لسګونه د تغذیې مرکزونه تړل شوي او د ناامنۍ له امله سلګونه درسي ټولګي او لنډمهالي ښوونیز مرکزونه هم بند شوي دي.

پاکستاني رسنۍ: تورخم دروازه د یوه پاکستاني سرتېري له ټپي کېدو وروسته بېرته وتړل شوه

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړې، چې د دغه هېواد د یوه سرحدي ساتونکي له ټپي کېدو وروسته، د تورخم دروازه یو ځل بیا د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ تړل شوې ده. پاکستان د پنجشنبې په ورځ، نږدې له یوې میاشتې ځنډ وروسته، د ډیورنډ پر کرښه دا دروازه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرانیستې وه.

پاکستاني «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ماښام د افغانستان له خاورې د برید په ترڅ کې د یوه امنیتي چارواکي له ټپي کېدو وروسته، د جمعې په ورځ د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو بهیر ودرول شو.

د د ډیورنډ په کرښه د تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرانیستل شوې وه.

په تورخم کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د اول‌خان پوستې ته نږدې د سرحدي ځواکونو د یوه غړي له ټپي کېدو وروسته، ټول سرحدي ځواکونه بشپړ چمتووالي ته داخل شوي دي. دغه پېښه د پنجشنبې په شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

په تورخم کې پاکستاني سرچینو ویلي چې، سره له دې چې د ملي ثبت احوال ادارې، فدرالي تحقیقاتي ادارې، ملي لوژستیک شرکت، پولیسو او نورو دولتي بنسټونو کارکوونکي حاضر وو، هغوی ته امر وشو چې د افغانانو د ثبت او ایستلو بهیر سمدستي ودروي. د دغو سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۲۰ بې‌اسناده افغانان ثبت او بیا د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل شول.

په تورخم کې د پاکستان امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سرحدي امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د کډوالو د ایستلو بهیر درول شوی او سرحدي ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي. هغوی زیاته کړه چې د «افغان لوري د تهاجمي چلند» له امله دا بهیر دا مهال دوام نه شي کولی.

په وروستیو میاشتو کې، له طالبانو سره د اړیکو د خرابېدو په ترڅ کې، پاکستان میلیونونه افغان کډوال ایستلي دي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په بې‌ساري ډول ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان د وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې پاکستان د افغانستان د بې‌ثباته کولو لپاره پلانونه لري.

بلخوا، د اختر په ورځو کې لنډمهاله اوربند پای ته رسېدلی او پاکستاني چارواکو د «غضب الحق» عملیاتو د بیا پیل ټینګار کړی دی.