په بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

په بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې پسرلنۍ سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ په بغلان کې د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نیزهوهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون له لوري ترسره شوې.
یاد فدراسیون ویلي، دغه سیالۍ د «مصلحت غوندۍ» لوبغالي کې ترسره شوې چې پهکې د ډنډ غوري، دهنه غوري، مرکزي بغلان او د پلخمري ښار چاپندازانو برخه اخیستې وه.
د نوموړي په وینا؛ د دغه سیالیو په پایله کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ چاپندازانو د ښو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړ او د ډنډ غوري او دهنه غوري لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقام خپل کړ.
عزیزالله، قیوم، اسد، احمد سرپلي او سید عوض شېرپور د دغه سیالیو غوره لوبغاړي وو.
