• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار او وانګ‌يي د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې وکړې او په سیمه کې یې د امنیت او ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت له‌خوا د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په ټېلیفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي او په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د ایران او امریکا تر منځ د خبرو اترو د نوي پړاو پیلولو په اړه هم خبرې کړي او دا یې د سیمې د ثبات لپاره یو اصولي ګام بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي د ایران او امریکا تر منځ د خبرو پیلول د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او پر نړۍواله ټولنه یې غږ کړی، چې دواړه لوري د خبرو میز ته وهڅوي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر داسې مهال د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې کړي، چې له یوې خوا د پاکستان او طالبانو تر منځ پر ډیورند کرښه کړکېچ زیات شوی او له‌ بلې‌خوا د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړې سیمه له یوه نوي ګواښ سره مخ کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبان باید د یرغمل نیونې سیاست پای ته ورسوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له‌خوا د ډینس‌کوېل ازادېدل مثبت ګام بللی، خو ویلي یې دي، چې طالبان باید د یرغمل نیونې سیاست پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې فارسي ژبې ویاندې الیزابت استیکني د طالبانو له بند څخه د امریکايي وګړي ډینس‌کوېل ازادېدل مثبت ګام بللی او ویلي یې دي، چې نور کار هم باید ترسره شي.

نوموړې ویلي: «موږ لا هم د محمود شاه حبیبي، پاول اوربي او نورو امریکایانو د سمدستي راستنېدل غواړو چې په ناعادلانه ډول بندیان دي».

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان باید د یرغمل نیولو ډيپلوماسي ودروي.

استیکني ویلي، چې ډینس‌کوېل له څه باندې یوه کال بند وروسته کورته رسېدلی او د ډینس‌کوېل په ازادولو کې د متحده عربي امارات او د بندي امریکایانو د ازادولو په برخه کې د قطر د ملاتړ ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، طالبانو د خپل مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینس‌کوېل د وري په څلورمه خوشې کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور د لیک له ور رسېدو وروسته شوې، خو د محمود شاه حبیبي په ګډون درې نور امریکایان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

نصیر احمد فایق: د افغانستان د خاورې لاندې کول ښکاره تېری او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

فایق د پاکستان له‌خوا د افغان خاورې لاندې کولو راپور ته په غبرګون ویلي: «که دا راپور تایید شي، د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې نیول یو ښکاره تېری دی او د نړیوالو قوانینو له‌مخې ناقانونه او د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ د «وري ۷مه» پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، که د پاکستان له لوري د افغان خاورې د لاندې کولو راپورونه تایید شي، دا عمل به د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض وي.

نوموړي ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد د خاورې د اشغال لپاره هېڅ پلمه د توجیه وړ نه‌ده.

فایق زیاته کړې: «پاکستان چې له لسیزو راهیسې یې له طالبانو ملاتړ کړی، هغوی یې تمویل او پناه یې ورکړې ده، اوس نه‌شي کولی د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د افغانستان ملکي وګړي بمبار کړي او د هغوی خاوره ونیسي».

نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت د معاملې وړ نه‌دی.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې ده، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

د کونړ پر اسعد‌اباد توغندیز بریدونه؛ یو شمېر کلي د احتمالي مرګ ژوبلې له امله خالي شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د کونړ مرکز اسعد‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستان له نن غرمې تر ماښامه د دغه ښار پر یو شمېر کلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، د دغو بریدونو له وېرې د دم کلي تر څنګ د کړه مار سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

یو شمېر هغو کورنیو چې د دغو بریدونو له کبله یې خپل کورونه پرېښي وايي، چې د جمعې ورځې د غرمې په دوو بجو پاکستاني عسکرو څو توغندي پر اسعداباد ښار وتوغول او بیا یې له ماښام وروسته پر ډېرو نورو سیمو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړ.

تر اوسه په دغو بریدونو کې د ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی او ځايي طالبانو لا تر اوسه پورې هم په دې تړاو لا څه نه‌دي ویلي.

طالبان وايې تېرکال یې پر اړمنو کسانو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې یې له لسګونه زره کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي. د دوی په وینا، دغه مرستې د لسګونه موسسو او خیریه بنسټونو له‌خوا برابرې شوې وې.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په ۱۴۰۴ مالي کا‍ل کې یې پر ۱۰۰ زره اړمنو کسانو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي.

فیصل خاموش زیاته کړې: «د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې له سل زره شاوخوا مستحقو، یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د لس میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي او دا مرستې اوس هم دوام لري».

طالبانو ویلي، چې یادې مرستې د ۸۰ موسسو او خیریه بنسټونو له‌خوا برابرې شوې وې او په‌کې خوراکي توکي، وېچلرونه، موټرسایکلونه او د کورونو جوړول شامل وو.

له دې سره سم، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د ملي او نړۍوالو موسسو په همکارۍ یې په ۱۴۰۴ کال کې پر۶۰۸,۷۶۸ کورنيو خوراکي او غيرخوراکي توکي او همداراز نغدي مرستې وېشلي، چې له دې جملې څخه پر ۲۹۷۶۰۳ کورنيو خوراکي او غيرخوراکي توکي او پر ۳۱۱۱۶۵ کورنيو یې نغدي مرستې وېشلې دي.

د دغې ادارې معلوماتو له‌مخې، د وېشل شويو نغدو مرستو ټوليزه اندازه ۱ میلیارد او څه باندې ۷۱۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

په غزني کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د یاد ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په علي خان‌خېل کلي کې د یوه پخواني ماین په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د افغانستان انټرنشنل د پلټونو له‌مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له څلور زرو ډېرو کسانو ته ناچاودو توکو مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپور له‌مخې، د عمر او جنسیت پر بنسټ شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې هلکانو ته له نیمایي ډېره (۲،۳۵۱) مرګ ژوبله اوښتې ده.

نارینه ۱،۰۷۶ تنه زیانمن شوي، په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو شمېر په ټوله کې ۷۵۱ دی. دغه وضعیت د دې ښکارندوی دی چې ماشومان د څارویو ساتنې، لوبو، کرنې او د فلزي توکو یا کباړ راټولولو پر مهال له ګواښناکو سیمو سره ډېر په اړیکه کې دي.