په تېره یوه اونۍ کې؛ په چمن کې د افغان کډوالو ۱۲۴ هټۍ، مارکېټونه او پمپونه تړل شوي دي
په تېره یوه اونۍ کې په چمن کې د افغان کډوالو ۱۲۴ هټۍ، مارکېټونه او پمپونه تړل شوي دي. د چمن مرستیال کمېشنر عزیز الله کاکړ په خپل خپور شوي بیان کې ويلي، چې افغان کډوال دې ژر تر ژره له چمن نه ووځي؛ که نه د دوی پر ضد به د نیولو سخت عملیات پیل کړي.
د نوموړي په وینا، که افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه نهشي؛ نو دوی به په څلورلارو، هټیو او په کلیو کې ونیسي او په جبري توګه به یې خپل هېواد ته ستانه کړي. بل لور ته د چمن ځايي خلک وايي، چې د دغه والسوالۍ ځايي چارواکو د ځايي خلکو هټۍ او مارکېټونه د افغان کډوالو په نوم تړلي دي. د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان څانګې مشر او د دغه ایالت د اسمبلۍ پخواني غړي اصغر خان اڅکزي په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل:« د انصار او مهاجرو په نوم چې ریاست کوم چلند روان کړی، د غندنې وړ دی».
نوموړي زیاته کړې، چې «په دې وطن کې له هر چاسره اسناد شته او بیاهم د افغان کډوالو په نوم چې کومه بېعزتي روانه ده او اوس دا اراده يې ځايي خلکو ته هم وي؛ نو دومره دې وکړي، چې د هر هغه چا پر ضد چې ګام اخلي؛ نو هغه دې د معلوماتو پربنسټ وي».
د هغه په وینا؛ حکومت چې په چمن کې کومو کورنیو ته لاس اچولی، ډېری هغو سره د ۱۹۶۰کال د پاکستان پاسپورټونو شته او سپین ږېري يې پر هغه پاسپورټونو حج ته تللي او له زیاترو سره بیا د ۱۹۷۴کال نه وړاندې اسناد هم شته.
هغه وایي:« ریاست د ناروا چلند او پالیسیو له امله زموږ د سیمې روزګار او امن تباه کړ». اصغر خان اڅکزي د پاکستان او افغان طالبانو د روانې جګړې په اړه وويل:« د اسلام او جهاد په نامه د څلوېښتو کلونو یارانه اوس دې حال ته راورسېده، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه ګڼل کېږي او دوی کابل او کندهار بمبار کوي، دا د پښتنو لپاره درس دی چې په کوم نوم يې ځيګر ته رانږدې کړي وو؛ اوس یې په سر، سر وولي او ښځې مو بېعزته کوي».
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پرمهال وويل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت «ناوړه چلند» د ملګري ملتونو د اصولو خلاف کړنه ده.
ښاغلي زيري زیاته کړه، په چمن او نورو سیمو کې د ځايي مشرانو او نورو ځايي خلکو مارکېټونو سره د دوی پاکستانۍ پېژندل پاڼې هم تړل شوې چې دا د روان ناروا چلند یوه بېلګه ده.
هغه وويل، چې حکومت دې د پښتنو له ځورونې او د هغو د کاروبارونو لهمنځه وړلو لاس واخلي. د هغه په وینا؛ په پاکستان کې پښتانه ۱۵۵زره کیلومتره مربع ځمکه لري او پاکستان د پښتنو په شتمنیو چلېږي او پښتانه دلته د اوسېدو او د کاروبار حق نهلري. ښاغلي زيري د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ځايي خلکو مارکېټونه او پېژندپاڼې دې ژر تر ژره خلاصې کړي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.