• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر افغانستان له بریدونو سره هم‌مهاله؛ په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰

پر افغانستان د پاکستان له بریدونو سره هم‌مهاله د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو په موخه په روانه اوونۍ کې په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي. دغه جرګه به د ښکېلو خواوو د چارواکو له ګډون پرته په پېښور کې د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) جوړه شي.

جیونیوز د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په یوه راپور کې ویلي، په دغه جرګه کې به یو شمېر سیاستوال، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي او رسنۍ ګډون ولري.

د خیبرپښتونخوا پخوانی اعلی وزیر ارباب شهزاد خان وايي، دغې جرګې ته هغه سیاستوال چې پخوا یې هم د طالبانو او پاکستان د سولې لپاره هڅې کړي، هم بلل شوي دي.

خو هغه په دې تړاو وضاحت ورنه‌کړ چې دغه بلل شوي سیاستوال څوک دي، خو څرګنده کړې یې ده، چې دغه جرګه به پر متقابل درناوي، اعتماد جوړوې او د تل پاتې سولې لپاره پر خبرو متمرکز وي او د جرګې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره او طالبانو او د پاکستان حکومت ته به وسپارل شي.

د دغې جرګې له جوړېدو موخه په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات لپاره د ګډ مسیر او همداراز د خبرو دودېدل په ګوته شوي دي.

د خیبرپښتونخوا پخواني اعلی وزیر په اوسني وخت کې د دغه ډول جرګې جوړېدل یوه «بېړنۍ اړتیا» بللې ده.

له دې سربېره په کوټه کې هم د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو د راکمولو لپاره ورته غونډې لپاره تیاری نیول کېږي، خو د جوړېدو د نېټې په تړاو یې لا تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

ویل کېږي، په دې جرګو کې به د پاکستان او طالبانو له مشرانو وغوښتل شي چې په بېړه اوربند وکړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

دغه هڅې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ شخړه له څو میاشتو راهیسې روانه ده او په دې وروستیو ورځو کې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه زیات کړي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې ټي‌ټي‌پي ته یې پناه ورکړې، خو طالبانو په وار وار دغه تور رد کړی او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ مساله یاده کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د سیمې د وضعیت په تړاو ناسته؛ د مصر د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي د سیمې د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه سفر پرمهال نوموړی د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې، ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته دغه هېواد د هرمز تنګی تړلی دی او په ګاونډیو هېوادونو باندې توغندیز بریدونه کوي، چې له امله یې د سیمې ثبات اغېزمن شوی دی.

کریم خُرم: طالبان دې د فایق ملاتړ وکړي څو د پاکستان تېریو په تړاو نړۍواله دعوا پر مخ یوسي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم وايي، افغانستان او د افغان ملت حیثیت او ګټې د افرادو تر ګټو مهمې دي او له طالبانو یې وغوښتل، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ له سرپرست څخه ملاتړ وکړي، څو د پاکستان د تېریو په تړاو نړۍواله دعوا پر مخ یوسي.

کریم خُرم د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، پاکستان همدا څو ورځې مخکې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز په برید سره لږ تر لږه ۴۰۰ بستري بې‌ګناه کسان ووژل، د افغانستان حاکمیت یې نقض کړ او پر افغان خاوره یې تېری وکړ.

د خُرم په باور، افغانستان د نورو اقداماتو ترڅنگ باید په نړۍوالو اړوندو بنسټونو او د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې د خپل حق د اعادې لپاره دعوا اقامه کړي.

کریم خُرم زیاتوي: «ملګري ملتونه د افغانستان فعلي حکومت په رسمیت نه‌پیژني، خو د افغانستان دولت په رسمیت پېژني، زما په نظر خارجه وزارت دې په ملګرو ملتونو کې د برحاله نماینده ملاتړ وکړي او د ده په واسطه دې دا دعوا په بین المللي سطحه پرمخ بوځي».

نوموړي همداراز څرګنده کړې: «[طالبان] دې دا اعلان کړي چې نوموړی [نصیر احمد فایق] په دې برخه کې د افغانستان د دولت، حکومت او ملت استازیتوب کوي».

هغه همداراز وړاندیز کړی، چې طالبان دې له دې سربېره په کور دننه او بهر کې له حقوقپوهانو مرسته وغواړي، څو د وطن او ملت د حق پوښتنه شوې وي.

طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د خپلې ډلې استازی نه‌ګڼي او څو ځلي یې په قطر کې د خپلې ډلې سفیر سهیل شاهین یادې څوکۍ ته نوماند او وړاندیز کړ، خو د ملګرو ملتونو له لوري ونه‌منل شو.

نصیر احمد فایق له نږدې پنځو کلونو راهیسې د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نورو اړوندو غونډو کې ګډون او وینا کوي، خو د ۱۴۰۳ کال له غويي میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د غړیتوب فیس د نه‌ورکړې له امله یې د رایې ورکړې حق ځنډول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو هر غړی هېواد هر کال باید د غړیتوب فیس چې شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالره کېږي یاد سازمان ته ورکړي او که دوه پرله‌پسې کاله دغه فیس ورنه‌کړي د رایې ورکړې حق یې ځنډول کېږي.

پخوا به دا پیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکولې او افغان پلاوي به د ملګرو ملتونو حساب ته استولې او طالبانو هم په وار وار ویلي، که په ملګرو ملتونو کې یې استازی ومنل شي، حاضر دي د دغه سازمان د غړیتوب فیس تادیه کړي.

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېسیون مشر د پخوانیو افغان سرتېرو د ملاتړ غوښتنه کړې

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېسیون مشر، تان دیهسي، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د پخوانیو سرتېرو ملاتړ وکړي.

هغه دا څرګندونې په لندن کې «د باور او همغږۍ پر لور» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې وکړې، چې د مارچ په ۲۴او ۲۵نېټو ترسره شوه او پکې د طالبانو مخالفو څېرو ګډون کړی و.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د«مېرمنې د افغانستان لپاره» بنست له لوري تنظیم شوې وه، چې موخه یې د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د افغانستان د بحران د حل لپاره د ګډ چوکاټ رامنځته کول و.

د غونډې په وروستۍ ورځ، چې د بریتانیا په پارلمان کې ترسره شوه، ۱۵وکیلانو، د مهمو کمېسیونونو د مشرانو په ګډون، د افغانستان پر وضعیت بحث وکړ.

طارق احمد چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر و، د افغان ښځو پر ملاتړ او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.

همدارنګه د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د ټولو ګوندونو د پارلماني ډلې مشرې، وېنډي چمبرلېن، د همغږۍ او دوامداره هڅو پر اهمیت خبرې وکړې.

په غونډه کې د بریتانیا د نړیوالې پراختیا کمېسیون مشرې، سارا چمپیون، د افغانستان د ښځو د رول پر اهمیت، په ځانګړي ډول په سیاسي بهیرونو او د سولې په بیا رغونه کې، خبرې اترې وکړې.

امیر خان متقي د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د طالبانو او پاکستان پر شخړو غږېدلی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د وري ۸مه، ویلي چې امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي. د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، دا خبرې اترې له پاکستان سره د طالبانو د روانو شخړو په اړه متمرکزې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس خواله رسنۍ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو، د متحده عربي اماراتو سره د طالبانو د اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې متقي د یو امریکایي بندي د خوشې کولو په برخه کې د متحده عربي اماراتو د منځګړي رول ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې نورې ستونزې به د دوه اړخیزو اړیکو له لارې حل شي.

هغه دا هم وویل، چې طالبان غواړي له پاکستان سره اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او هیڅ لوري ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

د هغه په ​​وینا، په دې برخه کې «جدي ګامونه» اخیستل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د پاکستان پر وړاندې د ډلې پوځي اقدامات «دفاعي» دي او که اسلام اباد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو له ځواب سره به مخ شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د عبدالله بن زاید ال نهیان له قوله هم ویل شوي، چې متحده عربي امارات د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی د دواړو خواوو لپاره ګټور نه ګڼي او غواړي چې د خبرو اترو له لارې اختلافات حل کړي.
د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې په اړه هم خبرې وکړې.

د اماراتو چارواکي وویل، چې د هغه هیواد به په ایران کې د افغان کډوالو امنیت او ساتنې ته پاملرنه وکړي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې متحده عربي اماراتو د طالبانو او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د "مثبت رول" لوبولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

ازبکستان: قوش تېپه کانال له لارې د ډیرو اوبو کارونه د ازبکستان پر کرنه منفي اغېز لرلی شي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۰ GMT+۰

د ازبکستان د اوبو وزیر، شوکت حامرایف، ویلي چې که افغانستان د قوش‌ تېپې کانال له لارې د سیندونو اوبه زیاتې وکاروي، دا کار د دې هېواد پر کرنې منفي اغېزې لرلی شي.

ښاغلي حامرایف د «کنز یوز» رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د اوبو د کارونې حق په رسمیت پېژني، خو د اوبو د استفادې کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحث اصلي موضوع ده.

هغه زیاته کړه، که افغانستان شاوخوا دوه میلیارد متر مکعب اوبه وکاروي، پر ازبکستان به جدي اغېزه ونلري، خو که دا اندازهتر څلورو میلیاردو متر مکعبو زیات شي، د کرنې په برخه کې ګواښونه رامنځته کېدای شي.

یاد ازبک وزیر همدارنګه وویل چې د قوش‌ تېپه کانال پروژه، چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۲۸کال بشپړه شي، اوس مهال ودرول شوې ده. د هغه په وینا، د دې پروژې یوه لویه ستونزه د پمپونو د فعالیت لپاره د برېښنا کمښت دی.

په دې خبرو کې د مرکزي اسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ د ښه والي یادونه هم شوې او ویل شوي چې د سیمې هېوادونه په وروستیو کلونو کې د اوبو د منابعو مدیریت کې همغږي ډېره کړې ده.

قوش‌ تېپې کانال د افغانستان د شمال یوه مهمه اوبه لېږدونکې پروژه ګڼل کېږي چې موخه یې د کرنیزو ځمکو پراختیا ده، خو همزمان یې په ګاونډیو هېوادونو کې اندېښنې راپارولې دي.

طالبانو واک ته د بیا رسېدو وروسته د دې کانال د جوړولو هڅې زیاتې کړې دي. په ۱۴۰۲کال کې طالبانو وویل چې د کانال لومړۍ برخه پرانیستل شوې، او د امو سیند اوبه به د هېواد د شمال درې ولایتونو کرنیزې ځمکې اوبه‌مني.