د اسراییل پوځ: په تېره یوه میاشت کې د حزبالله له ۸۰۰ څخه زیات وسلهوال وژل شوي

د اسراییل پوځ وایي، چې له ایران سره د جګړې په پایله کې د نښتو له شدت راهیسې په تېره یوه میاشت کې یې په لبنان کې د حزبالله لږترلږه ۸۰۰ غړي وژلي دي.

د اسراییل پوځ وایي، چې له ایران سره د جګړې په پایله کې د نښتو له شدت راهیسې په تېره یوه میاشت کې یې په لبنان کې د حزبالله لږترلږه ۸۰۰ غړي وژلي دي.
د اسراییل د پوځ په وینا، په وژل شویو کې د یادې ډلې د «رضوان» په نوم د ځانګړې قطعې سلګونه غړي هم شامل دي.
بلخوا، د لبنان د روغتیا وزارت تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې په دغو نښتو کې لږترلږه ۱،۱۸۹ کسان وژل شوي، خو په دې شمېرو کې د ملکي وګړو او وسلهوالو ترمنځ توپیر نه دی شوی.
د اسراییل پوځ ویلي، چې په وروستیو ورځو کې یې د حزبالله شاوخوا ۱۷۰ مرکزونه په نښه کړي او ځمکني ځواکونه یې لا هم د لبنان په سوېل کې پر عملیاتو بوخت دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د هغه لیدنه چې تر دې وړاندې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو له امله ځنډېدلې وه، اوس د غوايي میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټو په بېجینګ کې ترسره کېږي.
ټرمپ زياته کړه، چې دی او مېرمن يې ملانيا ټرمپ به د روان کال په کومه بله نېټه کې بیا د شي جينپينګ او د هغه د مېرمنې مادام پينګ کوربهتوب په واشنګټن ډيسي کې وکړي. د امريکا ولسمشر وويل، چې د دواړو هېوادونو استازي دا مهال د دغو ليدنو د چمتووالي وروستۍ چارې بشپړوي.
ټرمپ دا ناسته «ډېره مهمه او برخليک ټاکونکې» وبلله او ويې ويل، چې له خپل چينايي سيال سره د ليدنې لپاره لېواله دی.
د قطر د ګرځندوی ادارې د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نړۍ د مشهورې سندرغاړې شکیرا کنسرټ چې ټاکل شوې وه د اپرېل په لومړۍ نېټه په دوحه کې ترسره شي، د «سیمې د اوسني حالت» له امله وځنډول شو.
همدارنګه په ابوظبي کې د موسیقۍ یو بل فیستیوال چې ټاکل شوې وه د شکیرا او د موسیقۍ د یوې ډلې په ګډون ترسره شي، هم بل وخت ته وځنډول شو. هغو کسانو ته چې مخکې یې ټکټونه اخیستي وو خبر ورکړل شوی، چې د دوی ټکټونه به په روان کال کې د نوي ټاکل شوي کنسرټ پر مهال هم اعتبار ولري.
شکیرا یوه مشهوره کولمبیايۍ سندرغاړې، سندرې لیکونکې او نڅاګره ده.
د راپورونو لهمخې، نور کنسرټونه لکه د اپرېل په ۱۰مه د هانس زیمر او د اپرېل په ۱۷مه د جان لېجنډ کنسرټونه به په قطر کې پر خپل وخت ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران له اسراییل او امریکا سره د روانې جګړې په ترڅ کې د سیمې پر ځینو هېوادونو بېپیلوټه الوتکې او توغندي ویشتلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې ایران د هرموز تنګي په تړاو تېره ورځ یو حیرانوونکی اقدام ترسره کړی دی او دوی یوه ډالۍ هم ترلاسه کړې ده. هغه زیاته کړه: «دا یوه ډېره ستره ډالۍ ده، چې ډېر لوړ ارزښت لري. نه غواړم ووایم چې څه شی و، خو دا یو ډېر مهم امتیاز و».
ټرمپ وویل، چې دا ډالۍ «د هرمز تنګي پورې تړاو لري».
د نوموړي په خبره: «تاسو پوهېږئ، زما نه خوښېږي چې دا خبره وکړم، خو موږ دا جګړه ګټلې ده. موږ رښتیا هم خپلې الوتکې د تهران او د هغوی د هېواد د نورو سیمو پر فضا ور خوشې کړې دي او هغوی هېڅ هم نهشي کولای».
د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل، چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر د ایران اسلامي جمهوریت پورې اړوندو موضوعاتو کې «ډېر ښه» عمل کړی دی.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.
محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.
هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»
د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د زدهکوونکو د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لوږه د ماشومانو پر مخ د زدهکړو لارې تړي او د ټولنې پر راتلونکي منفي اغېز کوي.
ګوترېش، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب۲۱مه، په ایکس کې لیکلي «کله چې لوږه د ماشومانو د زدهکړو مخه نیسي، نو ټوله ټولنه یې زیان ویني.»
هغه ټینګار کړی چې په ښوونځیو کې د مغذي خوړو برابرول د ماشومانو د زدهکړې، ودې او پرمختګ لپاره اغېزناکه لاره ده.
ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او د هېواد شاوخوا نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.