
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې سبا یکشنبه د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سخت باران او تېزو بادونو احتمال شته.
د دغه ادارې د وړاندوینې له مخې، سبا (یکشنبه، د وري۹مه) به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، فاریاب، دایکندي، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردک، بامیان، سرپل، کندز، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونه د باران شاهدان وي.
د هوا پوهنې ادارې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ میلیمتره اټکل کړې ده.
دغه ادارې همداراز ویلي چې په لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د ۵۰ تر ۹۰کیلومتره په ساعت چټکۍ سره د زورورو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.
د یادې ادارې په وینا، د هېواد په لوړو سیمو کې د واورې د ورېدو امکان هم موجود دی.

د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د بادغیس ولایت په قادس او دره بوم ولسوالیو کې د سیلابونو له امله څلور کسان وژل شوي او درې ټپیان شوي. د طالبانو د بادغیس د امنیتي قوماندانۍ ویاند وویل چې د قربانیانو له ډلې څخه درې یې د خپلو توکو د راټولولو پرمهال د سیلابونو له امله مړه شوي.
د طالبانو د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي وویل، چې د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم خلکو ته مرګ ژوبله او د مالي زیانونه اوښتي دي، خو دقیق معلومات شتون نلري.
هغه پر فیسبوک پاڼه کې د بادغیس اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ، چې د اوبو لارو او سیندونو څخه لرې پاتې شي.
د افغانستان انټرنیشنل لخوا ترلاسه شوي انځورونه په هرات او غور کې هم پراخه سیلابونه ښیې.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ۲۴ساعتونو په ترڅ کې سیلابونو پنځه کسان مړه کړي، شپږ نور یې ټپیان کړي او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
د دې ادارې د ویاند محمد یوسف حماد په وینا، سیلابونه په پروان، پکتیا، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې راوتلي دي.
حماد په یوه ویډیویي پیغام کې زیاته کړې چې په دې پېښو کې ۱۶کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۸۷نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي. همدارنګه درې کورنۍ بېځایه شوې او په ټولیز ډول ۱۸۰کورنۍ د دې سیلابونو له امله اغېزمنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې یوازې په هلمند ولایت کې د سختو بارانونو له امله درې کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د اوبو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي او ګڼې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد مزل وکړي یا له ناپاکو سرچینو استفاده وکړي. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، دغه وضعیت د خلکو پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات جدي اغېز کړی دی.
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د اوبو کمښت د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت، د نفوس د چټک زیاتوالي او د ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو له امله لاپسې ډېر شوی دی.
ډېری کورنۍ اړې دي، چې یا له ناپاکه اوبو استفاده وکړي او یا د اوبو د موندلو لپاره اوږد مزل وکړي چې تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. په ښارونو لکه کابل، مزارشریف او کندهار کې هم ورته ستونزې شته، چې خلک ورځ تر بلې شخصي څاګانو او د اوبو ټانکرونو ته اړ کېږي.
په کندهار کې د یوې سیمې مشر فضل الرحمان وايي: «اوبه زموږ د ټولنې تر ټولو ستره ستونزه ده. ما خپله ۸۶ متره ژوره څاه وکېندله؛ خو کافي اوبه پهکې ونه موندل شوې. ډېری کورنۍ د دې وس نهلري، چې خپله څاه وکېندي».
هغه زیاتوي: «ماشومان اړ دي، چې خپلې زدهکړې پرېږدي او د اوبو راوړلو لپاره اوږد مزل وکړي. سهار ځي او مازیګر راګرځي؛ خو یوازې څو لوښي اوبه راوړي، چې د کور اړتیاوې نه پوره کوي».
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، د اوبو کمښت د کرنې سکتور هم اغېزمن کړی چې له امله یې د خوړو تولید کم شوی او د خوارځواکۍ او ناروغیو ګواښ زیات شوی دی. په همدې حال کې دغه ادارې په ۲۰۲۵کال کې په کندهار او هرات کې د اوبو رسولو د ښهوالي لپاره پروژې پیل کړې دي.
په کندهار کې د اوبو د شبکې پراختیا او د لمریزې برېښنا پرمټ د پمپونو فعالولو پروژه شاوخوا ۱۰۶زره کسانو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابروي. د دغه ادارې یو انجنیر احمد نوري وايي: «د دغه پروژې موخه دا ده، چې هغو زیانمنو ټولنو ته پاکې او دوامداره د اوبو سرچینې برابرې شي چې تر دې مخکې یې ورته لاسرسی نهلاره».
په هرات کې هم د اوبو د پمپونو د نوي کولو له لارې تر ۴۰۰زرو زیاتو اوسېدونکو ته د اوبو رسونه ښه شوې ده. د هرات یو اوسېدونکی محمد محمدي وايي: «دلته اوبه کمې دي او د څاګانو اوبه تروې دي. موږ اړ یو، چې د څښاک اوبو لپاره اوږد مزل وکړو».
راپور ټینګار کوي، چې یوازې بشري مرستې د دغه ناورین د حل لپاره بسنه نهکوي؛ بلکې د اوبو د زېربناوو پراختیا، اغېزمن مدیریت او د سرچینو ساتنه د دوامداره حل لپاره اړین دي. د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې د سره صلیب د پروګرامونو له لارې تر ۹۰۰زره ډېرو کسانو ته د اوبو لاسرسی ښه شوی، خو لاهم مېلیونونه افغانان د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوواله ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲،۱ میلیون کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
نوموړي د شنبې په ورځ، د وري په لومړۍ نېټه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په دغو کسانو کې ماشومان او مېندې هم شاملې دي، چې اوس کولی شي د خپلو کورنیو ښه پالنه وکړي.
اویوواله ټینګار کړی چې یونیسف به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې لا ډېر خلک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
یونیسف مخکې هم ویلي وو چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه یوازې د ماشومانو روغتیا ښه کوي، بلکې په ښوونځیو کې د هغوی حضور زیاتوي او د زدهکړو شرایط هم ورسره ښه کېږي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو ورښتونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کېږي. چې د دغو ناڅاپي ورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود - مرغاب، هلمند، شمال، کابل او پنج امو) حوزو او اړوند سیمو کې شوی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت نن شنبه، د کب پر ۲۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اېکس کې لیکلی، د ۱۴۰۴لمریز روان کال د کب له ۲۴نېټې څخه تر ۲۶نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې برخو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی.
په اعلامیه کې راغلي، چې چې د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هرات، غور، بادغیس، فراه، فاریاب، کندهار، زابل، ارزگان، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنگان، پنجشیر، پروان، کابل، لوگر، میدان وردک، غزنی، پکتیا، پکتیکا، ننگرهار، کنر، نورستان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان) سیندونو په مسیر او د ذکر شوو سیمو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.
دوی له هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي غوښتي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.