• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزني کې د یوه پخواني پاتې شوي ماین د چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو ځایي چارواکو منلې، چې ددغه ولایت د خوګیاڼي ولسوالۍ په علي خان خېلو کلي کې د یوه پخواني پاتې شوي ماین د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې دا پېښه د ماشومانو له‌خوا د چاودېدونکو توکو سره د «لاس وهنې او بې‌احتیاطۍ» له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي تلویزیون راپور ورکړی چې د قربانیانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال، طالبانو د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې په ترڅ کې په سړکونو او کرنیزو ځمکو کې ماینونه ځای پر ځای کول، چې ډېری یې تر اوسه هم پاتې دي او د ملکي وګړي ژوند ګواښي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې لږ تر لږه ۵۶۴کسان، چې ۴۳۴یې ماشومان وو، په افغانستان کې د ماینونو او د جګړې پاتې ناچاودو توکو له امله وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په څو ولایتونو کې مو ۱۰۶ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې یې ۱۰۶ کسان د غلا، اخلاقي فساد او نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د وري پر ۸مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۶ تنه د غلاوو، اخلاقي فساد او نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په کونړ، نیمروز، جوزجان، لغمان، بدخشان، بامیان، بلخ، کاپيسا، کندوز، هلمند، خوست، پروان، ننگرهار، فراه، سرپل، فاریاب، اروزگان، هرات او زابل ولایتونو کې نیولي دي.

دوی همدراز وايي، چې له نیول شویو کسانو څخه له ۷۷ کیلوګرامه زیات چرس، تریاک، شیشه او پوډر، څلور زره او ۸۹۰ دانې نشه يي ګولۍ او یو مقدار الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره په هېواد کې هره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه یې توکو د قاچاق او پلور په تړاو د کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکول کېږي.

طالبان ټینګار کوي چې په ټول هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کوي، خو ځیني خلک نیوکه کوي چې د طالبانو د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې اقدامات یوازې په ټیټه کچه دي او د نشه یي کوتو د لویو کاروباریانو پر وړاندې یې اقدانات نه دي ترسره کړي.

د لارو تړل پاتې کېدو له امله؛ په چمن کې سوداګرو او ځایي خلکو نن یو وار بیا پرلت پیل کړ

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۰

د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې ځایي سوداګرو او خلکو نن یو وار بیا د چمن-سپین بولدک لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګرۍ بندېدو پرضد پرلت پیل کړ. د پرلت وياند صادق خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغه پرلت د روژې میاشتې له امله ځنډول شوی و؛ خو نن یو ځل بیا پیل شو.

په چمن کې یاد پرلت له تېرو دوه نيمو کلونو راهیسې دوام لري. صادق خان اڅکزي په خپلو خبرو کې وويل، چې د دوی غوښتنې د پاکستان پر قوانینو ولاړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لارو تړل پاتې کېدو له کبله د چمن شاوخوا ۱۰۰زره کورنۍ بې‌روزګاره شوې؛ ځکه پر یادې لارې د ورځې له ۲۰زرو نیولې بیا تر ۳۰زرو پورې ځايي خلکو په شناختي کارټونو او تذکرو تګ‌راتګ کاوه؛ خو اوس په پاسپورټ او ویزو هم د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

د هغه په وینا؛ د دوی اساسي غوښته دا ده، چې پر دغه لارې دې تګ‌راتګ د پخوا په څېر پر شناختي کارټونو او تذکرو وشي. هغه د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت تګلارې ته په نیوکې سره ویلي:« دلته یوازې پښتنو ته مهاجر ویل کېږي له ایران، کشمېر او هندوستان نه راغلي خلک مهاجر نه ګڼل کېږي».
هغه وایي، د چمن، عبدالله کلا او سپین بولدک دواړو خواوو ته دوه وروڼه استوګن دي او دوی اسناد هم لري. نوموړي زیاته کړه، چې یو وخت دلته د چمن مرستیال کمېشنر سپین بولدک ته په شناختي کارټ تګ‌راتګ کاوه.

تېره ورځ هم د پرلت په تړاو د پرلت په ځای کې یوه پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې په هغې غونډې کې ځینو پښتنو سیاست‌والو، ځایي سوداګرو او خلکو ګډون کړی و.

یونېسف وایي د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې یې پر بې‌ځایه شویو خلکو بېړنۍ مرستې وېشلې دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي، چې تېره اونۍ یې پر ډیورنډ کرښه د شخړو له امله د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې پر بې‌ځایه شویو کورنیو بېړنۍ مرستې او روغتیايي کڅوړې وېشلې دي.

هغه وایي، یونېسف په پام کې لري چې په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د ۵زره او ۵۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي. هغه ټینګار کړی، چې ماشومان باید تل خوندي وساتل شي.

دغه مرستې د هغو کورنیو لپاره دي، چې د ډيورنډ په کرښه د شخړو او ناامنیو له امله بې‌ځایه شوي او اړ دي چې په بېړنۍ توګه خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه خوراکي توکي، پاکې اوبه او د حفظ الصحې اړوند وسایل ترلاسه کړي.

د یونېسف استازی ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه او بشري ادارې باید د بې‌ځایه شویو ماشومانو او کورنیو ملاتړ ته لا زیاته پاملرنه وکړي؛ څو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د بشري کړکېچ د چټکتیا مخنیوی وشي.

طالبان وایي په کابل او نیمروز کې یې نشه‌یي توکي کشف او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې په کابل کې ۳زره او ۵۰۰ نشه‌یي ټابلیټونه او په نیمروز کې ۳۵ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي او د دواړو پېښو په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند یې په یو لړ عملیاتو کې د ۳زره او ۵۰۰ نشه‌یي ګولیو د قاچاق مخه نیولې او په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د یاد وزارت په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې راغلي، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اړوند ۳۵ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ترلاسه کړي او په دې تړاو یې هم دوه تنه نیولي دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه په دوامداره توګه روانه ده او د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړي عملیات دوام لري.

د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره؛ د ننګرهار په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۰

د ننګرهار ولایت په سړو سیمو کې نوی ښوونیزکال داسې مهال پیل شو، چې طالبانو د څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي. په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو لېسه کې د ښوونځي زنګ کړنګېدو سره نوی ښوونیز کال پیل شو.

خو دغه ښوونیز بهیر داسې مهال پیلېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لاهم دوام لري. په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې د نجونو او مېرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې وتړلې.

د زده‌کړو فعالان او د بشري حقونو بنسټونه وایي، د نجونو پر زده‌کړو دوامداره بندیز نه یوازې د مېلیونونه نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی؛ بلکې د هېواد د ښوونیز نظام پر پرمختګ یې هم منفي اغېز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځي زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.