د ازبکستان هېواد یو پلاوی د پانګونې د پراختیا لپاره کابل ته راغلی

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې د ازبکستان دولتي او خصوصي سکتور یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی دی. د پلاوي مشري د ازبکستان د نمګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف کوي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او په افغانستان کې د پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن شنبه، د وري پر ۸مه په اېکس کې لیکلي، چې د ازبکستان پلاوی چې مرستیال واليان او د دې ولایت له ۳۰ څخه ډیر لوی سوداګر او پانګوال په کې شامل دي.
ټاکل شوې ده، چې د طالبان له چارواکو سره وګوري او په یوه سوداګریز کنفرانس او سوداګریزو غونډو کې برخه واخلي.
ازبکستاني پلاوی به بلخ ولایت ته هم سفر وکړي او د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره وګوري او د خصوصي سکتور له غړو سره به سوداګریزې غونډې وکړي.
راغلی پلاوی به د مزار شریف په ښار کې د ازبک محصولاتو او تولیداتو نندارتون هم پرانیزي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف افغانستان ته سفر کړی دی.
