• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیر خان متقي د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د طالبانو او پاکستان پر شخړو غږېدلی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د وري ۸مه، ویلي چې امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي. د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، دا خبرې اترې له پاکستان سره د طالبانو د روانو شخړو په اړه متمرکزې وې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس خواله رسنۍ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو، د متحده عربي اماراتو سره د طالبانو د اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې متقي د یو امریکایي بندي د خوشې کولو په برخه کې د متحده عربي اماراتو د منځګړي رول ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې نورې ستونزې به د دوه اړخیزو اړیکو له لارې حل شي.

هغه دا هم وویل، چې طالبان غواړي له پاکستان سره اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او هیڅ لوري ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

د هغه په ​​وینا، په دې برخه کې «جدي ګامونه» اخیستل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د پاکستان پر وړاندې د ډلې پوځي اقدامات «دفاعي» دي او که اسلام اباد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو له ځواب سره به مخ شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د عبدالله بن زاید ال نهیان له قوله هم ویل شوي، چې متحده عربي امارات د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی د دواړو خواوو لپاره ګټور نه ګڼي او غواړي چې د خبرو اترو له لارې اختلافات حل کړي.
د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې په اړه هم خبرې وکړې.

د اماراتو چارواکي وویل، چې د هغه هیواد به په ایران کې د افغان کډوالو امنیت او ساتنې ته پاملرنه وکړي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې متحده عربي اماراتو د طالبانو او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د "مثبت رول" لوبولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د تورخم د تړل کېدو له امله ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په خیبر او لنډي کوتل کې بند پاتې دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۰
•
جواد شينواری

ځینو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تورخم د تړل کېدو له امله په خیبر او لنډي کوتل کې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ د تېرو څلورو اونیو راهیسې بند پاتې دي. دوی نیوکه کوي، چې له ماشومانو او میرمنو سره د شنه اسمان لاندې پرته د کومې سرپنا شپې او ورځې تېروي.

یو افغان کډوال وویل:«زموږ مالي امکانات ختم شوي او اوس اړ یو چې له هوټلونو او هټیو څخه په پور خوراکي توکي او نور ضروري شیان واخلو، پر سړک ژوند کول نه یوازې ستونزمن دي بلکې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هم ګواښ دی.»

همداراز په جمرود کې یوې افغانې مېرمنې افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د روان کړکېچ له امله د پاکستان امنیتي ځواګونو ناسم چلند له امله یې ژوند ډېر سخت شوی او د ژوند څلوېښت کاله یې په پاکستان کې تېر کړي.

د افغان کډوالو نیوکې دا دی، چې لاره تړل شوې خو بیا هم پاکستان په زوره خلک له خپلو کورونو وباسي.

100%

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون،(جمعه، د وري ۷مه) ویلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا تورخم د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتاړه.

د هغه په وینا، د دې لارې په تړل کېدو سره سلګونه کورنۍ چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې وې، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته بند پاتې شوې دي.

پاکستان د وري پر۶مه له شاوخوا یوې میاشتې وروسته تورخم د کډوالو د بېرته ستنېدو پر مخ بېرته پرانیستی و، خو بیا یې وتاړه.

شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د نښتو له امله تړل شوې دي. په دې موده کې تورخم او سپین بولدک یوازې د پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستي وو، خو له تېرو نږدې څلورو اوونیو راهیسې تورخم د دې بهیر پر مخ هم تړل شوی و.

شاه محمود میاخېل: د افغانستان فضا د نورو په لاس کې ده طالبان حقایق نه‌شي پټولی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان له‌خوا د افغانستان په خاوره کې دننه څو کیلو متره وړاندې د اغزن تار لګولو راپورونو ته په غبرګون ویلي، چې طالبان حقایق نه‌شي پټولی.

شاه محمود میاخېل له هغو راپورونو وروسته چې ګواکې پاکستان په پکتیکا ولایت کې په افغان خاوره کې دننه څو کیلو متره وړاندې اغزن تار لګولی دی، پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «دا معلومات په جبر، کوف او چوف نه‌شي بندېدلی، ځکه نن سبا د افغانستان هوا او فضا د نورو په کنټرول کې ده».

نوموړي ویلي، چې له خلکو څخه د معلوماتو پټول او د ولسواک نظام جوړېدو لپاره د زمینې نه برابرول ښايي دوه لاملونه ولري؛ یا وېره او بې‌کفایتي ده او یا طالبان د پاکستان د اهدافو د عملي کولو لپاره د «سکې» بل مخ دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د ورکړل شویو راپورونو له‌مخې، پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه په پکتیکا ولایت کې څو کیلو متره وړاندې اغزن تار لګولی دی، خو د طالبانو د دفاع وزارت یادې ادعاوې رد کړي دي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار او وانګ‌يي د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې وکړې او په سیمه کې یې د امنیت او ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت له‌خوا د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په ټېلیفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي او په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د ایران او امریکا تر منځ د خبرو اترو د نوي پړاو پیلولو په اړه هم خبرې کړي او دا یې د سیمې د ثبات لپاره یو اصولي ګام بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي د ایران او امریکا تر منځ د خبرو پیلول د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او پر نړۍواله ټولنه یې غږ کړی، چې دواړه لوري د خبرو میز ته وهڅوي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر داسې مهال د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې کړي، چې له یوې خوا د پاکستان او طالبانو تر منځ پر ډیورند کرښه کړکېچ زیات شوی او له‌ بلې‌خوا د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړې سیمه له یوه نوي ګواښ سره مخ کړې ده.

نصیر احمد فایق: د افغانستان د خاورې لاندې کول ښکاره تېری او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

فایق د پاکستان له‌خوا د افغان خاورې لاندې کولو راپور ته په غبرګون ویلي: «که دا راپور تایید شي، د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې نیول یو ښکاره تېری دی او د نړیوالو قوانینو له‌مخې ناقانونه او د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ د «وري ۷مه» پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، که د پاکستان له لوري د افغان خاورې د لاندې کولو راپورونه تایید شي، دا عمل به د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض وي.

نوموړي ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد د خاورې د اشغال لپاره هېڅ پلمه د توجیه وړ نه‌ده.

فایق زیاته کړې: «پاکستان چې له لسیزو راهیسې یې له طالبانو ملاتړ کړی، هغوی یې تمویل او پناه یې ورکړې ده، اوس نه‌شي کولی د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د افغانستان ملکي وګړي بمبار کړي او د هغوی خاوره ونیسي».

نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت د معاملې وړ نه‌دی.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې ده، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

د کونړ پر اسعد‌اباد توغندیز بریدونه؛ یو شمېر کلي د احتمالي مرګ ژوبلې له امله خالي شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د کونړ مرکز اسعد‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستان له نن غرمې تر ماښامه د دغه ښار پر یو شمېر کلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، د دغو بریدونو له وېرې د دم کلي تر څنګ د کړه مار سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

یو شمېر هغو کورنیو چې د دغو بریدونو له کبله یې خپل کورونه پرېښي وايي، چې د جمعې ورځې د غرمې په دوو بجو پاکستاني عسکرو څو توغندي پر اسعداباد ښار وتوغول او بیا یې له ماښام وروسته پر ډېرو نورو سیمو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړ.

تر اوسه په دغو بریدونو کې د ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی او ځايي طالبانو لا تر اوسه پورې هم په دې تړاو لا څه نه‌دي ویلي.