په لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس نور ټپیان دي

په لغمان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن شنبه د دغه ولایت د مرکز مهترلام په "چهاردهي" سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه نور ټپیان شوي دي.
