• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یونان ساحلي پولیس: ۲۲ پناه‌غوښتونکي له ۶ ورځو سرګردانۍ وروسته مړه شوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د یونان ساحلي پولیس وایي، چې ۲۲ پناه‌غوښتونکي په سمندر کې د خپلې کښتۍ دننه له شپږو ورځو لوږې او تندې وروسته مړه شوي دي. اروپايي سرحدي ځواکونه او ساحلي پولیس وتوانېدل، چې له دغې ربړي کښتۍ څخه یوازې ۲۶ نور پناه‌غوښتونکي وژغوري.

د اروپا د سرحدي ادارې (فرنټکس) په اعلامیه کې راغلي: «په ربړي کښتۍ کې سپرو مساپرو خپل مسیر له لاسه ورکړی و او شپږ ورځې پرته له اوبو او خوړو په سمندر کې سرګردانه وو».
ژغورل شویو پناه‌غوښتونکو چارواکو ته ویلي، چې د کښتۍ ۲۲ تنه سپرلۍ مړه شوي او مړي یې د یوه قاچاقبر په امر سمندر ته غورځول شوي دي. تر اوسه د قرباني شویو پناه‌غوښتونکو هویت نه دی مشخص شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې یونان له پخوا راهیسې له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه اروپا ته د پناه‌غوښتونکو د ننوتلو یوه له اصلي لارو څخه ده. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې دا هېواد د اروپا د کډوالۍ کړکېچ په لومړۍ کرښه کې و او نږدې یو میلیون کسان چې ډېری یې له ترکیې څخه خوځېدلي وو، د دې هېواد ټاپوګانو ته ورسېدل.
له دې سره، لا هم ډېری پناه‌غوښتونکي هڅه کوي چې د مدیترانې سمندر له لارې په کښتیو کې تېر شي، چې په ځینو مواردو کې دا چاره د مرګونو پېښو لامل کېږي. له هغه وخت راهیسې، یونان د پناه‌غوښتونکو پر وړاندې سختې پالیسۍ غوره کړې دي او د اغزنو تارونو او سمندري ګزمو په جوړولو سره یې خپل سرحدي کنټرول پیاوړی کړی دی.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل په هوايي برید کې درې لبناني خبریالان وژل شوي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰
د اسراییل په هوايي برید کې درې لبناني خبریالان وژل شوي دي
100%

د لبنان په سوېل کې د اسراییل په تازه هوايي برید کې درې تنه لبناني خبریالان شوي دي. د اسراییل پوځ برید منلی او وايي، چې د دوی هدف یو خبریال و.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لبنان په سوېل کې د خبریالانو یو لېږدونکی موټر د اسراییل د جنګي الوتکو له‌خوا په نشه شو. په برید کې د المنار شبکې مشهور خبریال علي شعیب او د المیادین شبکې خبریاله فاطمه فتوني له خپل ورور انځور اخیستونکي محمد فتوني سره وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید یې قصدي و او هدف یې د علي شعیب په نوم خبریال و. په خبرپاڼه کې راغلي، چې علي شعیب د حزب‌الله د استخباراتي ډلې غړی و.

پر همدغه مهال د لبنان ولسمشر جزف عون په یوه پیغام کې ویلي، چې یاد خبریالان ملکیان وو او د خبریالانو وژل د ټولو نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی.

پر همدغه مهال د بې‌پولې خبریالانو سازمان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تایید کړې، چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په سیمه کې د خبریالانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې اسراییل تر دې وړاندې هم په لبنان، غزه او ایران کې په ورته بریدونو کې خبریالا په نښه کړي دي.

د سیمې د وضعیت په تړاو ناسته؛ د مصر د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰
د سیمې د وضعیت په تړاو ناسته؛ د مصر د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي د سیمې د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه سفر پرمهال نوموړی د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې، ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته دغه هېواد د هرمز تنګی تړلی دی او په ګاونډیو هېوادونو باندې توغندیز بریدونه کوي، چې له امله یې د سیمې ثبات اغېزمن شوی دی.

زېلېنسکي: پر اوډیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول «ترهګري» ده

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰
زېلېنسکي: پر اوډیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول «ترهګري» ده
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، روسیې تېره شپه پر اوډیسا ښار پراخ بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او تر لسو ډېر ټپیان دي. نوموړي ویلي، د ملکيانو پر وړاندې دغه ډول کړنه «ترهګرۍ» ته ورته ده.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، روسیې پر اوډیسا ښار له ۶۰ ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې کارولې چې په‌کې کومه پوځي موخه نه‌؛ بلکې ملکي وګړي په نښه شوي. د نوموړي په وینا؛ په دغه بریدونو کې زېږنتون، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز ځایونه، بندر او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنې شوې دي.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې د دغه بریدونو له امله یو کس وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون تر لسو ډېر کسان ټپیان شوي دي. هغه د وژل شوي کس له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، ورته بریدونه د پولتاوا او دنیپرو په سیمو کې هم شوي دي. زېلېنسکي ټینګار کړی:« دغه ډول بریدونه ښيي، چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نه‌لري».

په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۶ GMT+۰
په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو
100%

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له‌خوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو. سهیل اپریدي ویلي، دغه کمپاین به وروسته د پاکستان نورو برخو ته هم وغځول شي.

نوموړي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمنه بشرا بي‌بي په ناقانونه توګه زنداني دي او له یو کال راهیسې د هغوی د قضیو اورېدنه نه کېږي.
ښاغلي اپریدي وويل، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین ته ۱۷۲ د نوم لیکنې مرکزونه ځانګړي شوي دي. هغه زیاته کړه، د ګوند مشران به لوړه کوي چې له غورځنګ نه به نه په شا کېږي او په خپل دریځ به درېږي او خپل مشر عمران خان ته به وفادار پاتې کېږي.

ښاغلي اپریدي وويل، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.

سهيل اپریدی وایي، قانون د سوله‌ییز احتجاج حق ورکوي؛ نو د عمران خان د خلاصون لپاره به ټولې هڅې د قانون په چوکاټ کې او په سوله‌ییزه توګه وي. تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي و، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.

د ایران او امریکا کشاله؛ ښايي د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته لاړ شي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰
د ایران او امریکا کشاله؛ ښايي د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته لاړ شي
100%

د ایران او د امریکا تر منځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې، پاکستان هم د دې کړکېچ د مهارولو لپاره د خپلو ډیپلوماټیکو هڅو یادونه کوي. په همدې لړ کې پاکستانۍ رسنۍ وایي، ښايي د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

پاکستانۍ رسنیو د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکلي، دا سفرونه به د سیمې په کچه د ایران او امریکا تر منځ د روان وضعیت په اړه د سلا مشورو په چوکاټ کې ترسره شي او اسلام‌اباد هڅه کوي، چې د ترینګلتیاوو په کمولو کې فعاله ونډه واخلي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې په لومړي سر کې پلان دا وو چې دغه غونډه په ترکیې کې ترسره شي، خو له دې امله چې پاکستانی چارواکي اړ وو په خپل هېواد کې پاتې شي، پرېکړه وشوه چې دا لیدنه په پاکستان کې ترسره شي. هغه زیاته کړه، چې دا غونډه به ښايي د همدې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې جوړه شي.

فیدان همدارنګه ټینګار کړی، که امریکا وکولای شي له ایران سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي یا کومې هوکړې ته ورسېږي، نو باید پر اسراییل د خپل اغېز کارولو ته هم چمتو وي.

له بلې خوا، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې له ایران سره لیدنه به همدا اوونۍ ترسره شي او تمه ده، چې تهران به د وړاندې شوي پنځلس ماده‌ییز وړاندیز په اړه خپل ځواب وړاندې کړي.