د جګړې له امله؛ په ایران کې مېشت افغانان بېړنۍ ستنېدنې ته اړ شوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او یوشمېر نورو نړۍوالو بشري بنسټونو د راپورونو له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسراییل وروستي هوایي بریدونو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او اېستلو بېسارې څپې رامنځته کړې، چې ورسره د لسګونه زره افغانانو ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ شوی.
