په بنو کې د یوې وسلهوالې نښتې پرمهال یو پولیس او دوه وسلهوال وژل شوي

د خېبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د شنبې په ماښام په بنو کې د پولیسو پر ګزمې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی او د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د شنبې په ماښام په بنو کې د پولیسو پر ګزمې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی او د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ د پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ په دره ادمخېل او کُرمه کې په یوه وسلهوال برید او درېیو بمي چاودونو کې د پاکستاني سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د لبنان په سوېل کې د اسراییل په تازه هوايي برید کې درې تنه لبناني خبریالان شوي دي. د اسراییل پوځ برید منلی او وايي، چې د دوی هدف یو خبریال و.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لبنان په سوېل کې د خبریالانو یو لېږدونکی موټر د اسراییل د جنګي الوتکو لهخوا په نشه شو. په برید کې د المنار شبکې مشهور خبریال علي شعیب او د المیادین شبکې خبریاله فاطمه فتوني له خپل ورور انځور اخیستونکي محمد فتوني سره وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید یې قصدي و او هدف یې د علي شعیب په نوم خبریال و. په خبرپاڼه کې راغلي، چې علي شعیب د حزبالله د استخباراتي ډلې غړی و.
پر همدغه مهال د لبنان ولسمشر جزف عون په یوه پیغام کې ویلي، چې یاد خبریالان ملکیان وو او د خبریالانو وژل د ټولو نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی.
پر همدغه مهال د بېپولې خبریالانو سازمان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تایید کړې، چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په سیمه کې د خبریالانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې اسراییل تر دې وړاندې هم په لبنان، غزه او ایران کې په ورته بریدونو کې خبریالا په نښه کړي دي.
پر افغانستان د پاکستان له بریدونو سره هممهاله د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو په موخه په روانه اوونۍ کې په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي. دغه جرګه به د ښکېلو خواوو د چارواکو له ګډون پرته په پېښور کې د سېشنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) جوړه شي.
جیونیوز د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په یوه راپور کې ویلي، په دغه جرګه کې به یو شمېر سیاستوال، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي او رسنۍ ګډون ولري.
د خیبرپښتونخوا پخوانی اعلی وزیر ارباب شهزاد خان وايي، دغې جرګې ته هغه سیاستوال چې پخوا یې هم د طالبانو او پاکستان د سولې لپاره هڅې کړي، هم بلل شوي دي.
خو هغه په دې تړاو وضاحت ورنهکړ چې دغه بلل شوي سیاستوال څوک دي، خو څرګنده کړې یې ده، چې دغه جرګه به پر متقابل درناوي، اعتماد جوړوې او د تل پاتې سولې لپاره پر خبرو متمرکز وي او د جرګې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره او طالبانو او د پاکستان حکومت ته به وسپارل شي.
د دغې جرګې له جوړېدو موخه په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات لپاره د ګډ مسیر او همداراز د خبرو دودېدل په ګوته شوي دي.
د خیبرپښتونخوا پخواني اعلی وزیر په اوسني وخت کې د دغه ډول جرګې جوړېدل یوه «بېړنۍ اړتیا» بللې ده.
له دې سربېره په کوټه کې هم د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو د راکمولو لپاره ورته غونډې لپاره تیاری نیول کېږي، خو د جوړېدو د نېټې په تړاو یې لا تر اوسه څه نهدي ویل شوي.
ویل کېږي، په دې جرګو کې به د پاکستان او طالبانو له مشرانو وغوښتل شي چې په بېړه اوربند وکړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
دغه هڅې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ شخړه له څو میاشتو راهیسې روانه ده او په دې وروستیو ورځو کې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه زیات کړي دي.
پاکستان طالبان تورنوي چې ټيټيپي ته یې پناه ورکړې، خو طالبانو په وار وار دغه تور رد کړی او ټيټيپي یې د پاکستان کورنۍ مساله یاده کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي د سیمې د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د پاکستان پلازمینې اسلاماباد ته ورسېد.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار په رسمي بلنه اسلاماباد ته سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه سفر پرمهال نوموړی د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې، ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.
دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربهتوب په اسلاماباد کې ترسره شي.
دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته دغه هېواد د هرمز تنګی تړلی دی او په ګاونډیو هېوادونو باندې توغندیز بریدونه کوي، چې له امله یې د سیمې ثبات اغېزمن شوی دی.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم وايي، افغانستان او د افغان ملت حیثیت او ګټې د افرادو تر ګټو مهمې دي او له طالبانو یې وغوښتل، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ له سرپرست څخه ملاتړ وکړي، څو د پاکستان د تېریو په تړاو نړۍواله دعوا پر مخ یوسي.
کریم خُرم د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، پاکستان همدا څو ورځې مخکې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز په برید سره لږ تر لږه ۴۰۰ بستري بېګناه کسان ووژل، د افغانستان حاکمیت یې نقض کړ او پر افغان خاوره یې تېری وکړ.
د خُرم په باور، افغانستان د نورو اقداماتو ترڅنگ باید په نړۍوالو اړوندو بنسټونو او د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې د خپل حق د اعادې لپاره دعوا اقامه کړي.
کریم خُرم زیاتوي: «ملګري ملتونه د افغانستان فعلي حکومت په رسمیت نهپیژني، خو د افغانستان دولت په رسمیت پېژني، زما په نظر خارجه وزارت دې په ملګرو ملتونو کې د برحاله نماینده ملاتړ وکړي او د ده په واسطه دې دا دعوا په بین المللي سطحه پرمخ بوځي».
نوموړي همداراز څرګنده کړې: «[طالبان] دې دا اعلان کړي چې نوموړی [نصیر احمد فایق] په دې برخه کې د افغانستان د دولت، حکومت او ملت استازیتوب کوي».
هغه همداراز وړاندیز کړی، چې طالبان دې له دې سربېره په کور دننه او بهر کې له حقوقپوهانو مرسته وغواړي، څو د وطن او ملت د حق پوښتنه شوې وي.
طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د خپلې ډلې استازی نهګڼي او څو ځلي یې په قطر کې د خپلې ډلې سفیر سهیل شاهین یادې څوکۍ ته نوماند او وړاندیز کړ، خو د ملګرو ملتونو له لوري ونهمنل شو.
نصیر احمد فایق له نږدې پنځو کلونو راهیسې د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نورو اړوندو غونډو کې ګډون او وینا کوي، خو د ۱۴۰۳ کال له غويي میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د غړیتوب فیس د نهورکړې له امله یې د رایې ورکړې حق ځنډول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو هر غړی هېواد هر کال باید د غړیتوب فیس چې شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالره کېږي یاد سازمان ته ورکړي او که دوه پرلهپسې کاله دغه فیس ورنهکړي د رایې ورکړې حق یې ځنډول کېږي.
پخوا به دا پیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکولې او افغان پلاوي به د ملګرو ملتونو حساب ته استولې او طالبانو هم په وار وار ویلي، که په ملګرو ملتونو کې یې استازی ومنل شي، حاضر دي د دغه سازمان د غړیتوب فیس تادیه کړي.
د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ مرکز، پاړهچنار اړوند د نستي کوټ په سیمه کې نن شنبه د وري په ۸مه نېټه، پرله پسې درې بمي چاودنې شوي، چې له امله یې ۲ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا، چاودنې په خامه سړکونو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له لارې ترسره شوې دي.
د پاکستاني پولیسو د چارواکو په وینا دغه چاودنې په خامه لارو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له لارې ترسره شوې دي او ښکاري چې عام وګړي په نښه شوي دي.
دوی زیاتوي چې د پېښې وروسته سملاسي ځایي خلک او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او ټپیان یې نږدې روغتون ته ولېږدول.
د ډاکټرانو په وینا د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
له چاودنو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.
تراوسه پورې کومې وسلوالې ډلې دد پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.