«ایاوسي» د ۲۰۲۸کال په المپیک سیالیو کې د ګډون لپاره د پنځو افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ کوي

د المپیک نړۍوالې کمېټې غړې سمیرا اصغري په یوه پروګرام کې اعلان وکړ، چې پنځه افغان ښځینه ورزشکارانې به د «ایاوسي» په ملاتړ د ۲۰۲۸کال د لاس انجلس المپیک سیالیو کې برخه واخلي.


