• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېسیون مشر د پخوانیو افغان سرتېرو د ملاتړ غوښتنه کړې

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېسیون مشر، تان دیهسي، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د پخوانیو سرتېرو ملاتړ وکړي.

هغه دا څرګندونې په لندن کې «د باور او همغږۍ پر لور» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې وکړې، چې د مارچ په ۲۴او ۲۵نېټو ترسره شوه او پکې د طالبانو مخالفو څېرو ګډون کړی و.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د«مېرمنې د افغانستان لپاره» بنست له لوري تنظیم شوې وه، چې موخه یې د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د افغانستان د بحران د حل لپاره د ګډ چوکاټ رامنځته کول و.

د غونډې په وروستۍ ورځ، چې د بریتانیا په پارلمان کې ترسره شوه، ۱۵وکیلانو، د مهمو کمېسیونونو د مشرانو په ګډون، د افغانستان پر وضعیت بحث وکړ.

طارق احمد چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر و، د افغان ښځو پر ملاتړ او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.

همدارنګه د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د ټولو ګوندونو د پارلماني ډلې مشرې، وېنډي چمبرلېن، د همغږۍ او دوامداره هڅو پر اهمیت خبرې وکړې.

په غونډه کې د بریتانیا د نړیوالې پراختیا کمېسیون مشرې، سارا چمپیون، د افغانستان د ښځو د رول پر اهمیت، په ځانګړي ډول په سیاسي بهیرونو او د سولې په بیا رغونه کې، خبرې اترې وکړې.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان: قوش تېپه کانال له لارې د ډیرو اوبو کارونه د ازبکستان پر کرنه منفي اغېز لرلی شي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۰ GMT+۰

د ازبکستان د اوبو وزیر، شوکت حامرایف، ویلي چې که افغانستان د قوش‌ تېپې کانال له لارې د سیندونو اوبه زیاتې وکاروي، دا کار د دې هېواد پر کرنې منفي اغېزې لرلی شي.

ښاغلي حامرایف د «کنز یوز» رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د اوبو د کارونې حق په رسمیت پېژني، خو د اوبو د استفادې کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحث اصلي موضوع ده.

هغه زیاته کړه، که افغانستان شاوخوا دوه میلیارد متر مکعب اوبه وکاروي، پر ازبکستان به جدي اغېزه ونلري، خو که دا اندازهتر څلورو میلیاردو متر مکعبو زیات شي، د کرنې په برخه کې ګواښونه رامنځته کېدای شي.

یاد ازبک وزیر همدارنګه وویل چې د قوش‌ تېپه کانال پروژه، چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۲۸کال بشپړه شي، اوس مهال ودرول شوې ده. د هغه په وینا، د دې پروژې یوه لویه ستونزه د پمپونو د فعالیت لپاره د برېښنا کمښت دی.

په دې خبرو کې د مرکزي اسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ د ښه والي یادونه هم شوې او ویل شوي چې د سیمې هېوادونه په وروستیو کلونو کې د اوبو د منابعو مدیریت کې همغږي ډېره کړې ده.

قوش‌ تېپې کانال د افغانستان د شمال یوه مهمه اوبه لېږدونکې پروژه ګڼل کېږي چې موخه یې د کرنیزو ځمکو پراختیا ده، خو همزمان یې په ګاونډیو هېوادونو کې اندېښنې راپارولې دي.

طالبانو واک ته د بیا رسېدو وروسته د دې کانال د جوړولو هڅې زیاتې کړې دي. په ۱۴۰۲کال کې طالبانو وویل چې د کانال لومړۍ برخه پرانیستل شوې، او د امو سیند اوبه به د هېواد د شمال درې ولایتونو کرنیزې ځمکې اوبه‌مني.

طالبانو په هرات کې دوه ټولنیز فعالان د نجونو د ښوونځیو پرانستلو د غوښتنې له امله نیولي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰

په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د شنبې په سهار په دې ولایت کې د مدني ټولنې دوه فعالان، قدوس خطیبي او فیاض غوري نیولي دي. دغه دوه فعالانو تر دې وړاندې په فېسبوک کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

د سرچینو په وینا، دا دوه فعالان لومړی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دفتر ته لېږدول شوي او بیا د استخباراتو څانګې ته سپارل شوي دي.

قدوس خطیبي چې په هرات کې د یوه پوهنتون استاد او ټولنیز فعال دی، د جمعې په ورځ په خپل فیسبوک پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

په ویډیو کې، هغه د تعلیمي مرکزونو نږدې پنځه کلن بند ته په اشارې سره وویل:«طالبان تل د هغو ستونزو په اړه خبرې کوي چې حل کولو ته اړتیا لري، مګر له دې ټولو وختونو وروسته، دا ستونزې حل شوې نه دي. د پوهې پرته، په هیڅ هېواد کې پرمختګ ممکن نه دی.»

ښاغلي خطیبي په ټینکار سره ویلي و، چې طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي او د نجونو د زده کړې لپاره شرایط برابر کړي.

په همدې حال کې فیاض غوري هم پرون په خپل فیسبوک پاڼه کې ولیکل:«په دې هیله چې یوه ورځ به د دې خاورې نجونو ته د پوهې دروازې پرانیستل شي.»

په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واک ته رسېدو په نږدې پنځو کلونو کې دې ډلې په مکرر ډول منتقدین نیولي او په ځینو مواردو کې یې د هېواد د وضعیت او د ډلې د پالیسیو په وړاندې د اعتراض کولو لپاره منتقدین شکنجه کړي هم دي.

طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پرمخ وتړل.

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو تن ټپي شوې

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد، وایي چې د دې ولایت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا، یو سویفټ ډوله موټر د یادې ولسوالۍ په شینواري کلا سیمه کې د چلونکي له واکه ووت اوله یوې ونې سره یې ټکر وکړ، چې له امله یې دغه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړې چې پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ځايي طالب چارواکي له موټرچلوونکو غواړي چې د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

پېښو سره د مبارزې اداره: د پاکستان د بریدونو له امله د بېځایه شویو کورنیو سروې پیلوو

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر وايي، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان پوځ د بریدونو له امله د بې ځایه شویو کورنیو د معلوماتو راټولو بهیر پیلوي. نورالدین ترابي وویل:«موږ په خپلو ګدامونو کې لازم امکانات لرو او د اړتیا په صورت کې له نورو ولایتونو څخه هم توکي لېږدوو.»

د یادې ادارې مشر، نن شنبه، د وري پر ۸مه په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې ددې ‌ډلې د ریاست‌الوزرا مقام د لارښوونې له مخې د ختیځ زون د ولایتونو د بې‌ځایه شويو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې مسوولیت دې ادارې ته او د سویلي ولایتونو مسوولیت سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوی دی.

طالبان له هغه وروسته د پاکستان د بریدونو له امله د بې ځایه شویو خلکو او کورنیو د معلوماتو د راټولو سروي او د مرستې بهیر پیلوي، چې دغه جګړو د ډیورنډ کرښې ته په نږدې پرتو ټولو ولسوالیو کې خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د پاکستان راکیټي بریدونو له امله ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي.

طالبانو د پاکستان د بریدونو له امل د بې‌ځایه شویو کورنیو د کره شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو بې‌ځایه شوې کورنۍ له طالبانو او خیره بنسټونو څخه د سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستو غوښتنه لري.

په غزني کې د یوه پخواني پاتې شوي ماین د چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو ځایي چارواکو منلې، چې ددغه ولایت د خوګیاڼي ولسوالۍ په علي خان خېلو کلي کې د یوه پخواني پاتې شوي ماین د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې دا پېښه د ماشومانو له‌خوا د چاودېدونکو توکو سره د «لاس وهنې او بې‌احتیاطۍ» له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي تلویزیون راپور ورکړی چې د قربانیانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال، طالبانو د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې په ترڅ کې په سړکونو او کرنیزو ځمکو کې ماینونه ځای پر ځای کول، چې ډېری یې تر اوسه هم پاتې دي او د ملکي وګړي ژوند ګواښي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې لږ تر لږه ۵۶۴کسان، چې ۴۳۴یې ماشومان وو، په افغانستان کې د ماینونو او د جګړې پاتې ناچاودو توکو له امله وژل شوي دي.