په بلوچستان کې د سختو ورښتونو او تندر پرېوتو له امله څلور کسه مړه شوي دي

په بلوچستان کې د سختو ورښتونو او تندر پرېوتو له امله د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي. د بلوچستان د ناورينونو مدیریت ادارې ويلي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د دغه ایالت په ۲۷ ولسوالیو کې سخت ورښتونه دوام لري چې له امله یې دغه والسوالۍ سختې اغېزمنې شوې دي.
د یادې ادارې په وینا؛ دغه ورښتونو تر ډېره د بلوچستان په شمالي سیمو کې خټین کورونه او سړکونه اغېزمن کړي دي.
