• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیراحمد اندېشه: د طالبانو حکومت د «پرځېدو» په حال کې دی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۰۰ GMT+۰

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وایي، په نړۍوالو او سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو کړیو کې اوس دا منل شوې چې د طالبانو حکومت د کورني، سیمه‌ییز او نړۍوال ملاتړ له پای ته رسېدو وروسته د «پرځېدو» په حال کې دی.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه اونۍ د وضعیت مهمه پایله دا ده چې په اړونده ډېپلوماټیکو او سیاسي کړیو کې دا منل شوې چې د طالبانو حکومت د «پرځېدو» په حال کې دی. هغه ویلي، طالبانو د کورني، سیمه‌ییز او نړۍوال ملاتړ ټول امکانات له لاسه ورکړي دي.

هغه ټینګار کړی، چې د ناڅاپي او بې‌نظمیو رامنځته کېدونکي سقوط مخنیوي لپاره باید پر یو لړ تګلارو غور وشي. د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نږدې پنځه کاله کېږي، چې د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

که څه هم په ډېرو هېوادونو کې د طالبانو استازي په محدود شکل د شارزدافیر په کچه استول شوي؛ خو د ملګرو ملتونو غړي ډېری هېوادونه یې د مشروع حکومت په توګه نه‌مني.

د نړۍوالو اړیکو دغه بی‌باوره وضعیت د افغانستان لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې؛ ځکه چې له بهرنیو مرستو پرته اقتصادي وضعیت خورا کړکېچن شوی او ګڼ بنسټیز خدمتونه اغېزمن شوي دي.

همدارنګه د ښځو پر حقونو محدودیتونه، د ټولنیزو او بشري حقونو سرغړونې او د طالبانو سخت‌دریځه پالیسیو له امله نړۍوالې نیوکې زیاتې شوې دي، چې د دغه حکومت د مشروعیت د نه‌منلو لاملونه ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

شاه محمود میاخېل: د افغانستان فضا د نورو په لاس کې ده طالبان حقایق نه‌شي پټولی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان له‌خوا د افغانستان په خاوره کې دننه څو کیلو متره وړاندې د اغزن تار لګولو راپورونو ته په غبرګون ویلي، چې طالبان حقایق نه‌شي پټولی.

شاه محمود میاخېل له هغو راپورونو وروسته چې ګواکې پاکستان په پکتیکا ولایت کې په افغان خاوره کې دننه څو کیلو متره وړاندې اغزن تار لګولی دی، پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «دا معلومات په جبر، کوف او چوف نه‌شي بندېدلی، ځکه نن سبا د افغانستان هوا او فضا د نورو په کنټرول کې ده».

نوموړي ویلي، چې له خلکو څخه د معلوماتو پټول او د ولسواک نظام جوړېدو لپاره د زمینې نه برابرول ښايي دوه لاملونه ولري؛ یا وېره او بې‌کفایتي ده او یا طالبان د پاکستان د اهدافو د عملي کولو لپاره د «سکې» بل مخ دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د ورکړل شویو راپورونو له‌مخې، پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه په پکتیکا ولایت کې څو کیلو متره وړاندې اغزن تار لګولی دی، خو د طالبانو د دفاع وزارت یادې ادعاوې رد کړي دي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار او وانګ‌يي د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې وکړې او په سیمه کې یې د امنیت او ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت له‌خوا د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په ټېلیفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي او په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د ایران او امریکا تر منځ د خبرو اترو د نوي پړاو پیلولو په اړه هم خبرې کړي او دا یې د سیمې د ثبات لپاره یو اصولي ګام بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي د ایران او امریکا تر منځ د خبرو پیلول د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او پر نړۍواله ټولنه یې غږ کړی، چې دواړه لوري د خبرو میز ته وهڅوي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر داسې مهال د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې کړي، چې له یوې خوا د پاکستان او طالبانو تر منځ پر ډیورند کرښه کړکېچ زیات شوی او له‌ بلې‌خوا د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړې سیمه له یوه نوي ګواښ سره مخ کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبان باید د یرغمل نیونې سیاست پای ته ورسوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له‌خوا د ډینس‌کوېل ازادېدل مثبت ګام بللی، خو ویلي یې دي، چې طالبان باید د یرغمل نیونې سیاست پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې فارسي ژبې ویاندې الیزابت استیکني د طالبانو له بند څخه د امریکايي وګړي ډینس‌کوېل ازادېدل مثبت ګام بللی او ویلي یې دي، چې نور کار هم باید ترسره شي.

نوموړې ویلي: «موږ لا هم د محمود شاه حبیبي، پاول اوربي او نورو امریکایانو د سمدستي راستنېدل غواړو چې په ناعادلانه ډول بندیان دي».

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان باید د یرغمل نیولو ډيپلوماسي ودروي.

استیکني ویلي، چې ډینس‌کوېل له څه باندې یوه کال بند وروسته کورته رسېدلی او د ډینس‌کوېل په ازادولو کې د متحده عربي امارات او د بندي امریکایانو د ازادولو په برخه کې د قطر د ملاتړ ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، طالبانو د خپل مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینس‌کوېل د وري په څلورمه خوشې کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور د لیک له ور رسېدو وروسته شوې، خو د محمود شاه حبیبي په ګډون درې نور امریکایان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

نصیر احمد فایق: د افغانستان د خاورې لاندې کول ښکاره تېری او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

فایق د پاکستان له‌خوا د افغان خاورې لاندې کولو راپور ته په غبرګون ویلي: «که دا راپور تایید شي، د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې نیول یو ښکاره تېری دی او د نړیوالو قوانینو له‌مخې ناقانونه او د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ د «وري ۷مه» پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، که د پاکستان له لوري د افغان خاورې د لاندې کولو راپورونه تایید شي، دا عمل به د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض وي.

نوموړي ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد د خاورې د اشغال لپاره هېڅ پلمه د توجیه وړ نه‌ده.

فایق زیاته کړې: «پاکستان چې له لسیزو راهیسې یې له طالبانو ملاتړ کړی، هغوی یې تمویل او پناه یې ورکړې ده، اوس نه‌شي کولی د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د افغانستان ملکي وګړي بمبار کړي او د هغوی خاوره ونیسي».

نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت د معاملې وړ نه‌دی.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې ده، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

د کونړ پر اسعد‌اباد توغندیز بریدونه؛ یو شمېر کلي د احتمالي مرګ ژوبلې له امله خالي شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د کونړ مرکز اسعد‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستان له نن غرمې تر ماښامه د دغه ښار پر یو شمېر کلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، د دغو بریدونو له وېرې د دم کلي تر څنګ د کړه مار سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

یو شمېر هغو کورنیو چې د دغو بریدونو له کبله یې خپل کورونه پرېښي وايي، چې د جمعې ورځې د غرمې په دوو بجو پاکستاني عسکرو څو توغندي پر اسعداباد ښار وتوغول او بیا یې له ماښام وروسته پر ډېرو نورو سیمو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړ.

تر اوسه په دغو بریدونو کې د ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی او ځايي طالبانو لا تر اوسه پورې هم په دې تړاو لا څه نه‌دي ویلي.