• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: پر اوډیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول «ترهګري» ده

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، روسیې تېره شپه پر اوډیسا ښار پراخ بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او تر لسو ډېر ټپیان دي. نوموړي ویلي، د ملکيانو پر وړاندې دغه ډول کړنه «ترهګرۍ» ته ورته ده.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، روسیې پر اوډیسا ښار له ۶۰ ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې کارولې چې په‌کې کومه پوځي موخه نه‌؛ بلکې ملکي وګړي په نښه شوي. د نوموړي په وینا؛ په دغه بریدونو کې زېږنتون، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز ځایونه، بندر او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنې شوې دي.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې د دغه بریدونو له امله یو کس وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون تر لسو ډېر کسان ټپیان شوي دي. هغه د وژل شوي کس له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، ورته بریدونه د پولتاوا او دنیپرو په سیمو کې هم شوي دي. زېلېنسکي ټینګار کړی:« دغه ډول بریدونه ښيي، چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نه‌لري».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۶ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له‌خوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو. سهیل اپریدي ویلي، دغه کمپاین به وروسته د پاکستان نورو برخو ته هم وغځول شي.

نوموړي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمنه بشرا بي‌بي په ناقانونه توګه زنداني دي او له یو کال راهیسې د هغوی د قضیو اورېدنه نه کېږي.
ښاغلي اپریدي وويل، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین ته ۱۷۲ د نوم لیکنې مرکزونه ځانګړي شوي دي. هغه زیاته کړه، د ګوند مشران به لوړه کوي چې له غورځنګ نه به نه په شا کېږي او په خپل دریځ به درېږي او خپل مشر عمران خان ته به وفادار پاتې کېږي.

ښاغلي اپریدي وويل، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.

سهيل اپریدی وایي، قانون د سوله‌ییز احتجاج حق ورکوي؛ نو د عمران خان د خلاصون لپاره به ټولې هڅې د قانون په چوکاټ کې او په سوله‌ییزه توګه وي. تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي و، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.

د ایران او امریکا کشاله؛ ښايي د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته لاړ شي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د ایران او د امریکا تر منځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې، پاکستان هم د دې کړکېچ د مهارولو لپاره د خپلو ډیپلوماټیکو هڅو یادونه کوي. په همدې لړ کې پاکستانۍ رسنۍ وایي، ښايي د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

پاکستانۍ رسنیو د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکلي، دا سفرونه به د سیمې په کچه د ایران او امریکا تر منځ د روان وضعیت په اړه د سلا مشورو په چوکاټ کې ترسره شي او اسلام‌اباد هڅه کوي، چې د ترینګلتیاوو په کمولو کې فعاله ونډه واخلي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې په لومړي سر کې پلان دا وو چې دغه غونډه په ترکیې کې ترسره شي، خو له دې امله چې پاکستانی چارواکي اړ وو په خپل هېواد کې پاتې شي، پرېکړه وشوه چې دا لیدنه په پاکستان کې ترسره شي. هغه زیاته کړه، چې دا غونډه به ښايي د همدې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې جوړه شي.

فیدان همدارنګه ټینګار کړی، که امریکا وکولای شي له ایران سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي یا کومې هوکړې ته ورسېږي، نو باید پر اسراییل د خپل اغېز کارولو ته هم چمتو وي.

له بلې خوا، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې له ایران سره لیدنه به همدا اوونۍ ترسره شي او تمه ده، چې تهران به د وړاندې شوي پنځلس ماده‌ییز وړاندیز په اړه خپل ځواب وړاندې کړي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار او وانګ‌يي د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې وکړې او په سیمه کې یې د امنیت او ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت له‌خوا د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په ټېلیفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي او په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د ایران او امریکا تر منځ د خبرو اترو د نوي پړاو پیلولو په اړه هم خبرې کړي او دا یې د سیمې د ثبات لپاره یو اصولي ګام بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي د ایران او امریکا تر منځ د خبرو پیلول د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او پر نړۍواله ټولنه یې غږ کړی، چې دواړه لوري د خبرو میز ته وهڅوي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر داسې مهال د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې کړي، چې له یوې خوا د پاکستان او طالبانو تر منځ پر ډیورند کرښه کړکېچ زیات شوی او له‌ بلې‌خوا د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړې سیمه له یوه نوي ګواښ سره مخ کړې ده.

د امریکایي ډالرو پر بانک نوټونو د ډونالډ ټرمپ لاسلیک چاپ کېږي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۰

د امریکا خزانې وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک به د لومړي ځل لپاره د امریکا پر کاغذي بانکنوټونو درج شي؛ دا اقدام د یوه برحاله ولسمشر په دوره کې یو بې‌ساری بدلون بلل شوی دی.

د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پرېکړه د امریکا د خپلواکۍ د دوه سوه او پنځوسمې کلیزې د نمانځنې لپاره شوې ده. د پلان له‌مخې، نوي بانکنوټونه چې د ټرمپ لاسلیک به پرې وي، په روان کال کې به بازارونو ته راووځي، خو د پلي کېدو د وخت او څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه‌دي وړاندې شوي.

د خزانې وزیر سکاټ بېسنت په دې اړه ویلي: «تر دې اغېزناکه لاره نه‌شته چې د خپل هېواد تاریخي لاسته راوړنې او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې د هغه د نوم په ثبتولو سره د ډالرو پر بانک نوټونو ونمانځو».

د رسمي معلوماتو له‌مخې، د ټرمپ لاسلیک به د خزانې وزیر له لاسلیک سره یو ځای پر بانکنوټونو چاپ شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې به د امریکا پر بانک نوټونو یوازې د خزانې وزارت د چارواکو لاسلیکونه چاپ کېدل.

دا پرېکړه په داسې وخت کې اعلان شوې، چې تر دې مخکې د امریکا د خپلواکۍ د دوه سوه او پنځوسمې کلیزې د نمانځنې لپاره د ټرمپ له انځور سره د ۲۴کریټه سرو زرو د یادګاري سکې وروستۍ طرحه هم تایید شوې وه. همدارنګه، د هغه د انځور لرونکي یو ډالري سکې د جوړولو وړاندیزونه هم مطرح شوي دي.

له هغه راهیسې چې ډونالډ ټرمپ خپله دویمه ولسمشریزه دوره پیل کړې، هڅه کوي چې خپل نوم او انځور له بېلابېلو بنسټونو او ادارو سره وتړي؛ له هغې ډلې د کینیډي د نندارې هنرونو د مرکز نوم «ټرمپ-کینیډي» ته اړول او په تېر ډسمبر کې د امریکا د سولې انسټېټیوټ پر ودانۍ د هغه هم ورزیات شو.

د ډيپلوماټ مجله: افغانستان د سیمې لپاره «پل» نه بلکې یوه جلا شوې «جزیره» ده

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰

د ډيپلوماټ مجلې د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ په اړه ویلي، چې طالبان دوه انتخابه لري، یا به له پاکستان سره د ټي‌ټي‌پي پر سر د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې تاوتریخوالی راکموي او یا به پر یوه داسې ملت واکمي کوي، چې له قحطۍ او لوږې سره لاس او ګران وي.

یادې مجلې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان دمګړۍ له فزیکي او اقتصادي پلوه د دوو ناارامه جبهو تر منځ ایسار دی، چې له یوه لوري له پاکستان سره په جګړه کې بند پاتې دی او له بل لوري پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله یې اقتصاد زیانمن شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په لویدیځ کې د ایران، اسراییل او امریکا سختې جګړې د دغه هېواد اصلي بدیله سوداګریزه لاره د جګړې پر یوې خطرناکه سیمې بدله کړې ده.

د افغانستان په څېر په وچه کې ایسار هېواد چې خپلې صنعتي او خوراکي اړتیاوې نه‌شي پوره کولای، ثبات یې د خپلو ګاونډیانو له حالت سره نېغ په نېغه اړیکه لري او اوس په کابل کې طالب مشران له یوه تریخ حقیقت سره مخ دي.

د ډیپلوماټ مجلې ویلي، هغه نظام چې د جګړې په ډګر کې جوړ شوی، ښايي د بازارونو د بشپړ بندښت پر وړاندې بقا ونه‌شي کړای.

په راپور کې راغلي، چې د اسلام‌اباد او کابل تر منځ د اړیکو خرابوالی له ډیپلوماټیکو ناندریو ډېر وړاندې تللی او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې پاکستان له ډیورند کرښې ها غاړه د «غضب للحق» په نوم د رسمي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د اسلام‌اباد او کابل تر منځ د جګړې لامل ټي‌ټي‌پي وسله‌واله ډله ده، چې اسلام‌اباد اعا کوي، چې یاده ډله د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو طالبان دغه ادعاوې ردوي.

دا چې اسلام‌اباد او کابل له څو پړاوه مذاکراتو وروسته هم د ټي‌ټي‌پي پر سر کومې مطلوبې هوکړې ته نه‌دي رسېدلي، نو پاکستان د کابل او کندهار په ګډون د افغانستان پر ځینو نورو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان حکومت وايي، چې یاد بریدونه یې د ټي‌ټي‌پي پر مرکزونو کړي دي، خو طالبان وايي، پاکستان په یادو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

طالبانو د دغو بریدنو د غچ اخېستو په موخه ډیورند کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او د ګڼو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا یې وکړه، چې ورسره سم، پاکستان پر افغانستان خپل هوايي بریدونه نور هم پراخ کړل.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له پیل سره سم د دواړو لوریو تر منځ د تورخم او سپین بولدک په ګډون اته مهمې سوداګریزې لارې تړل شوي او لا هم همداسې پاتې دي.

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته طالبانو لویدیځو ګاونډیو ته مخه کړه او خپله سوداګري یې د ایران او مرکزي اسیا له لارې تنظیم کړه.

خو د ایران د جګړې پیل دا ملاتړی پلان له منځه یوړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د چابهار بندر له لارې سوداګري او ټرانزیټ د سختو جګړو له امله اغېزمنه شوې ده.

په ایران کې د جګړې دوام یوازې ایران نه منزوي کوي، بلکې پر افغانستان هم کړۍ تنګوي؛ هغه هېواد چې لا دمخه له پاکستان سره پر جګړه بوخت دی.

د ډیپلوماټ مجلې په راپور کې راغلي، چې افغانستان یوازې په ډیپلوماټیک ډول نه‌دی منزوي، بلکې په فزیکي توګه د خپلو ګاونډیو د جګړو له امله یې له نړۍ سره اړیکه پرې شوې ده.

په دغه راپور کې له ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې نږدې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د ایران جګړې له ډاره خپل هېواد ته ستنېږي او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله د افغانستان پر اوږو یو بل بار هم اضافه کېږي.

په راپور کې راغلي:«له ایران او پاکستان څخه د اکمالاتي ځنځیرونو ګډوډ وضعیت ښايي بحران په قحطۍ بدل کړي».
طالبانو چې خپل حکومت یې تر ډېره پر ګمرکي عوایدو تکیه کړی، خو له ایران او پاکستان سره یې د لویو سوداګریزو لارو په فلج کېدو سره مرکزي خزانه له مالي زیان سره مخ شوې ده.

ډیپلوماټ مجلې له پاکستان سره د کړکېچ په اوږدېدو سره د کابل او کندهار د طالبانو تر منځ د مخالفتونو یادونه هم کړې او وايي، د کابل چارواکي له پاکستان سره د سوداګرۍ د پرانېستلو لپاره د خبرو اترو د پیل غوښتونکي دي، خو د کندهار طالبان اسلام‌اباد ته هر ډول امتیاز ورکول له حاکمیت سره خیانت بولي.

ډیپلوماټ مجلې د شنونکو له قوله لیکلي: «که طالبان د پاکستان فشار ته تسلیم او د ټي‌ټي‌پي له ملګرتیا لاس پر سر شي، نو ښايي ډېری دغه جنګیالي داعش خراسان ډلې ته مخه کړي، او یو جدي داخلي بغاوت به رامنځته کړي او که د اسلام اباد پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي، د بشپړ اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي».

په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبانو یوازې د درېیو کلونو لپاره وتوانېدل چې له خپلو ګاونډيانو استفاده وکړي او د ایران د سوداګریزو لارو پر مټ یې د پاکستان فشارونه شنډ کړي وو، خو په ایران کې جګړې د افغانستان وروستۍ سوداګریزه بدیله لاره هم وتړله او اوس چې ایران کې جګړه ده او پاکستان له افغانستان سره په جګړه کې ښکېل دی، افغانستان د سیمې لپاره «پل» نه بلکې یوه جلا شوې «جزیره» ده.

د ډیپلوماټ مجلې په راپور کې راغلي، چې طالبان د اوس لپاره دوه انتخابونه لري، یا به له پاکستان سره د ټي‌ټي‌پي پر سر د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې تاوتریخوالی راکوي او یا به پر یوه داسې ملت واکمني کوي چې له قحطۍ او لوږې سره لاس او ګریوان وي.