• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لارو تړل پاتې کېدو له امله؛ په چمن کې سوداګرو او ځایي خلکو نن یو وار بیا پرلت پیل کړ

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۰

د بلوچستان ایالت په چمن ولسوالۍ کې ځایي سوداګرو او خلکو نن یو وار بیا د چمن-سپین بولدک لارو تړل پاتې کېدو او د سوداګرۍ بندېدو پرضد پرلت پیل کړ. د پرلت وياند صادق خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغه پرلت د روژې میاشتې له امله ځنډول شوی و؛ خو نن یو ځل بیا پیل شو.

په چمن کې یاد پرلت له تېرو دوه نيمو کلونو راهیسې دوام لري. صادق خان اڅکزي په خپلو خبرو کې وويل، چې د دوی غوښتنې د پاکستان پر قوانینو ولاړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لارو تړل پاتې کېدو له کبله د چمن شاوخوا ۱۰۰زره کورنۍ بې‌روزګاره شوې؛ ځکه پر یادې لارې د ورځې له ۲۰زرو نیولې بیا تر ۳۰زرو پورې ځايي خلکو په شناختي کارټونو او تذکرو تګ‌راتګ کاوه؛ خو اوس په پاسپورټ او ویزو هم د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

د هغه په وینا؛ د دوی اساسي غوښته دا ده، چې پر دغه لارې دې تګ‌راتګ د پخوا په څېر پر شناختي کارټونو او تذکرو وشي. هغه د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت تګلارې ته په نیوکې سره ویلي:« دلته یوازې پښتنو ته مهاجر ویل کېږي له ایران، کشمېر او هندوستان نه راغلي خلک مهاجر نه ګڼل کېږي».
هغه وایي، د چمن، عبدالله کلا او سپین بولدک دواړو خواوو ته دوه وروڼه استوګن دي او دوی اسناد هم لري. نوموړي زیاته کړه، چې یو وخت دلته د چمن مرستیال کمېشنر سپین بولدک ته په شناختي کارټ تګ‌راتګ کاوه.

تېره ورځ هم د پرلت په تړاو د پرلت په ځای کې یوه پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې په هغې غونډې کې ځینو پښتنو سیاست‌والو، ځایي سوداګرو او خلکو ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف وایي د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې یې پر بې‌ځایه شویو خلکو بېړنۍ مرستې وېشلې دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي، چې تېره اونۍ یې پر ډیورنډ کرښه د شخړو له امله د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې پر بې‌ځایه شویو کورنیو بېړنۍ مرستې او روغتیايي کڅوړې وېشلې دي.

هغه وایي، یونېسف په پام کې لري چې په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د ۵زره او ۵۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي. هغه ټینګار کړی، چې ماشومان باید تل خوندي وساتل شي.

دغه مرستې د هغو کورنیو لپاره دي، چې د ډيورنډ په کرښه د شخړو او ناامنیو له امله بې‌ځایه شوي او اړ دي چې په بېړنۍ توګه خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه خوراکي توکي، پاکې اوبه او د حفظ الصحې اړوند وسایل ترلاسه کړي.

د یونېسف استازی ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه او بشري ادارې باید د بې‌ځایه شویو ماشومانو او کورنیو ملاتړ ته لا زیاته پاملرنه وکړي؛ څو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د بشري کړکېچ د چټکتیا مخنیوی وشي.

طالبان وایي په کابل او نیمروز کې یې نشه‌یي توکي کشف او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې په کابل کې ۳زره او ۵۰۰ نشه‌یي ټابلیټونه او په نیمروز کې ۳۵ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي او د دواړو پېښو په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند یې په یو لړ عملیاتو کې د ۳زره او ۵۰۰ نشه‌یي ګولیو د قاچاق مخه نیولې او په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د یاد وزارت په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې راغلي، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اړوند ۳۵ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ترلاسه کړي او په دې تړاو یې هم دوه تنه نیولي دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه په دوامداره توګه روانه ده او د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړي عملیات دوام لري.

د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره؛ د ننګرهار په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۰

د ننګرهار ولایت په سړو سیمو کې نوی ښوونیزکال داسې مهال پیل شو، چې طالبانو د څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي. په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو لېسه کې د ښوونځي زنګ کړنګېدو سره نوی ښوونیز کال پیل شو.

خو دغه ښوونیز بهیر داسې مهال پیلېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لاهم دوام لري. په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې د نجونو او مېرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې وتړلې.

د زده‌کړو فعالان او د بشري حقونو بنسټونه وایي، د نجونو پر زده‌کړو دوامداره بندیز نه یوازې د مېلیونونه نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی؛ بلکې د هېواد د ښوونیز نظام پر پرمختګ یې هم منفي اغېز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځي زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.

په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۶ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له‌خوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو. سهیل اپریدي ویلي، دغه کمپاین به وروسته د پاکستان نورو برخو ته هم وغځول شي.

نوموړي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمنه بشرا بي‌بي په ناقانونه توګه زنداني دي او له یو کال راهیسې د هغوی د قضیو اورېدنه نه کېږي.
ښاغلي اپریدي وويل، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین ته ۱۷۲ د نوم لیکنې مرکزونه ځانګړي شوي دي. هغه زیاته کړه، د ګوند مشران به لوړه کوي چې له غورځنګ نه به نه په شا کېږي او په خپل دریځ به درېږي او خپل مشر عمران خان ته به وفادار پاتې کېږي.

ښاغلي اپریدي وويل، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.

سهيل اپریدی وایي، قانون د سوله‌ییز احتجاج حق ورکوي؛ نو د عمران خان د خلاصون لپاره به ټولې هڅې د قانون په چوکاټ کې او په سوله‌ییزه توګه وي. تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي و، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.

په تېره یوه اونۍ کې؛ په چمن کې د افغان کډوالو ۱۲۴ هټۍ، مارکېټونه او پمپونه تړل شوي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۰

په تېره یوه اونۍ کې په چمن کې د افغان کډوالو ۱۲۴ هټۍ، مارکېټونه او پمپونه تړل شوي دي. د چمن مرستیال کمېشنر عزیز الله کاکړ په خپل خپور شوي بیان کې ويلي، چې افغان کډوال دې ژر تر ژره له چمن نه ووځي؛ که نه د دوی پر ضد به د نیولو سخت عملیات پیل کړي.

د نوموړي په وینا، که افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه نه‌شي؛ نو دوی به په څلورلارو، هټیو او په کلیو کې ونیسي او په جبري توګه به یې خپل هېواد ته ستانه کړي.
بل لور ته د چمن ځايي خلک وايي، چې د دغه والسوالۍ ځايي چارواکو د ځايي خلکو هټۍ او مارکېټونه د افغان کډوالو په نوم تړلي دي. د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان څانګې مشر او د دغه ایالت د اسمبلۍ پخواني غړي اصغر خان اڅکزي په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل:« د انصار او مهاجرو په نوم چې ریاست کوم چلند روان کړی، د غندنې وړ دی».

نوموړي زیاته کړې، چې «په دې وطن کې له هر چاسره اسناد شته او بیاهم د افغان کډوالو په نوم چې کومه بې‌عزتي روانه ده او اوس دا اراده يې ځايي خلکو ته هم وي؛ نو دومره دې وکړي، چې د هر هغه چا پر ضد چې ګام اخلي؛ نو هغه دې د معلوماتو پربنسټ وي».

د هغه په وینا؛ حکومت چې په چمن کې کومو کورنیو ته لاس اچولی، ډېری هغو سره د ۱۹۶۰کال د پاکستان پاسپورټونو شته او سپین ږېري يې پر هغه پاسپورټونو حج ته تللي او له زیاترو سره بیا د ۱۹۷۴کال نه وړاندې اسناد هم شته.

هغه وایي:« ریاست د ناروا چلند او پالیسیو له امله زموږ د سیمې روزګار او امن تباه کړ». اصغر خان اڅکزي د پاکستان او افغان طالبانو د روانې جګړې په اړه وويل:« د اسلام او جهاد په نامه د څلوېښتو کلونو یارانه اوس دې حال ته راورسېده، چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه ګڼل کېږي او دوی کابل او کندهار بمبار کوي، دا د پښتنو لپاره درس دی چې په کوم نوم يې ځيګر ته رانږدې کړي وو؛ اوس یې په سر، سر وولي او ښځې مو بې‌عزته کوي».

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پرمهال وويل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت «ناوړه چلند» د ملګري ملتونو د اصولو خلاف کړنه ده.

ښاغلي زيري زیاته کړه، په چمن او نورو سیمو کې د ځايي مشرانو او نورو ځايي خلکو مارکېټونو سره د دوی پاکستانۍ پېژندل پاڼې هم تړل شوې چې دا د روان ناروا چلند یوه بېلګه ده.

هغه وويل، چې حکومت دې د پښتنو له ځورونې او د هغو د کاروبارونو له‌منځه وړلو لاس واخلي. د هغه په وینا؛ په پاکستان کې پښتانه ۱۵۵زره کیلومتره مربع ځمکه لري او پاکستان د پښتنو په شتمنیو چلېږي او پښتانه دلته د اوسېدو او د کاروبار حق نه‌لري.
ښاغلي زيري د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ځايي خلکو مارکېټونه او پېژندپاڼې دې ژر تر ژره خلاصې کړي.