• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تر ۱۷ میلیونو ډېرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د معلوماتو او احصایې اداره وايي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې ۱۷.۴ میلیونه کسانو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې تر ۱۷ میلیونو ډېرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې: «د احصایې او معلوماتو اداره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیل څخه تر اوسه توانېدلې ده چې ۱۷.۴ میلیونه هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشي».

همدارنګه نوموړي ویلي، چې یادې ادارې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د ۱.۵ میلیونه نارینه‌وو او ۴۹۸زره ښځو په ګډون څه ۲ میلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړې دي.

د طالبانو د معلوماتو او احصايي ادارې همدارنګه زیاته کړې ده، چې په تېر کال کې یې پر څه باندې ۱۰۳ زره بهر مېشتو افغانانو ته په غېر حضوري ډول کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.

د یادولو وړ ده، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د ۱۳۹۷کال د غویي په میاشت کې له ډېرو جنجالونو وروسته پیل شو او د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی کس و چې د پېژندپاڼې دغه سند یې ترلاسه کړ.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې دوام؛ یوازې له یوه ښاره نږدې ۶ زره افغانان اېستل شوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۰

له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو له خرابېدو او پر یو بل له بریدونو وروسته، په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند تریخ شوی او هره شېبه د نیول کېدو له وېرې سره مخ دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، په تېر یوه کال کې یوازې له راولپنډۍ څخه نږدې ۶ زره افغان کډوال په زوره اېستل شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستنې بهیر وروسته له هغې زور واخیست، چې پاکستان پر افغانستان هوايي برید وکړ او بیا د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوه. سره له دې چې د نړۍوالو قوانینو له‌مخې، د دوو هېوادونو تر منځ په شخړه کې باید کډوال مصون وي، خو پاکستان د نړۍوالو دغو اصولو ته په نه‌پام د افغان کډوالو یو مخیزې اېستنې ته مخه کړه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په تېر کال کې یوازې په راولپېنډۍ ښار کې شاوخوا ۵ زره او ۷۰۰ افغانان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي نیول شوي او په زوره اېستل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د راپور له‌مخې، دمګړی هم د دغه ښار د کډوالو په اړوندو مرکزونو کې د ۳۱ ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۸ افغانان د اېستنې لپاره ساتل کېږي، خو د سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې نیول کېدونکي افغانان د کډوالو د ساتنې د مرکزونو پر ځای په زندانونو کې اچول کېږي.

دغه نیول شوي افغانان بې‌ویزې او بې‌اسناده دي او د دوی په وینا، پاکستان له نږدې ۸ میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزې د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.

له دې سربېره د پاکستان په ډېریو ښارونو او په ځانګړې توګه په راولپېنډۍ او کوټه کې د افغانانو اړوند هټۍ او کاروبارونه بند کړای شوي دي.

په دغه هېواد کې مېشت افغانان په وار وار د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې غواړي په قانوني توګه دغه هېواد کې شپې او ورځې تېرې، نو باید د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، خو د پاکستان حکومت لا تر اوسه دغې غوښتنې ته هېڅ پام نه‌دی کړی.

له دې سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې له اختر وروسته د افغانانو د نیولو بهیر ګړندی شوی او په رسمي توګه امنیتي ادارو ته ویل شوي، چې په شخصي جامو کې د افغانانو د نیونې بهیر ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.

طالبان وايي په هلمند کې یې نږدې ۶ ټُنه قاچاقي توکي نیولي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۵۹۷۰ کیلو ګرامه درمل او غېر خوراکي توکي ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اوونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د وري۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي موادو کې انساني او حیواني درمل، ټوکر، خولۍ، تمباکو او رنګ شامل دي او د لښکرګاه له بولان، د بهرامچې ولسوالۍ له رباط رېګ، د ګرمسېر ولسوالۍ له رېګ سیمو او همداراز د ډیورند کرښې په صفري ټکو کې ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «یاد توکي پرته له محصول او له لازم کیفیتي معیارونو څخه په قاچاقي ډول هېواد ته واردېدل، چې د ګرځنده ټیمونو له لوري یې مخه ونیول شوه».

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو یو شمېر کسان له موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېدل.

له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند کې لسګونه ټُنه قاچاقي مواد ترلاسه او سوځول شوي دي.

د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور د نږدې ۵۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل. د دغه وزارت په وینا، یاد تفاهم‌لیکونه د فابریکو جوړولو، صادراتو او وارداتو په برخو کې لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالدین عزیزي او د ازبکستان د نمنګان والي شوکت عبدالرازقوف په شتون کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو او "تواصل" کنفرانس ترسره شو.

طالبانو ویلي، چې د دغه کنفرانس پر مهال د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور د ۵۱۴،۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو تفاهم‌لیکونو کې په افغانستان کې د چرګانو د غوښې تولیدي فابریکې جوړول او د هګیو ورکوونکو چرګانو روزنه شامل دي. همدارنګه په صادراتو کې وچې مېوې، سبزیجات او غېر الکولي مشروبات او په وارداتو کې تېل، قیر، غوړي، مس او خوراکي توکي شامل دي. پر دې سربېره، د سمنټو، سکرو او اسفالټ صادرات او واردات او د لوبیا، مۍ او ورزشي خدمتونو په برخو کې سوداګري هم د دغو تړونونو برخه ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د پانګونې لپاره د غوره فرصتونو برابرولو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان په سوداګرۍ، پانګونه او اقتصادي اړیکو کې د باور وړ ملګری دی.

د ازبکستان د نمنګان والي شوکت عبدالرازقوف د سوداګریزو ناستو او تواصل کنفرانس د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د معنوي اړیکو د ټینګښت وسیله بللې ده او وايي، چې د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې سوله او ثبات په ازبکستان کې سوله او ثبات ګڼي.

رحمت‌الله نبیل: هېڅ پوهه ښځه نه‌غواړي چې افغان ښځې په تیارو کې وساتل شي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۴۲ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت‌الله نبیل د افغان ښځو د حقونو د اعادې لپاره د ښځو له روانو مبارزو د ملاتړ تر څنګ ویلي: «زه له تاسو سره درېدلی یم، نه د تاسو پر ځای او نه هم د تاسو پر وړاندې». هغه په ډاګه کړې، هېڅ پوهه ښځه نه‌غواړي افغان ښځې په تیارو کې وساتل شي.

رحمت‌الله نبیل د شنبې په ماخوستن د (د وري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا یو روښانه حقیقت دی، چې هېڅ پوهه ښځه نه‌غواړي او نه‌شي کولی دا ومني چې د افغانستان نجونې په تیارو کې وساتل شي، له ښوونځي او کار څخه محرومې شي، غږونه یې چوپ شي او راتلونکې یې د طالب په نوم د یوې منحجرې او شاته تلونکې ډلې له لوري مصادره شي».

نبیل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د اعادې لپاره په بهر کې د مېشتو ښځو هر ډول مبارزه د درناوي وړ بللې او په باور یې په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې ښځې له لومړنیو انساني حقونو هم محرومې دي، په بهر کې د افغان ښځو مبارزه هغوی هیله‌مندې کوي.

د تېر جمهوري نظام دغه چارواکي همداراز څرګنده کړې، چې په دې مبارزه کې نارینه‌وو یا له مسوولیت څخه اوږه خالي کړې او یا یې هم ترې خپله سیاسي ګټه اخیستې ده.

نوموړي بیا د دغې مبارزې په درشل کې په بهر کې د ښځو تر منځ پر اختلافونو له نیوکو سربېره ویلي: «د ورورۍ د وړاندیز په توګه وایم، اختلاف ولرئ، خو په خپل منځ کې درناوی وساتئ. نقد وکړئ، خو یو بل مه تخریبوئ. متفاوت واوسئ، خو متفرق کېږئ مه».

د هغه په باور، په بهر کې د مېشتو افغان ښځو انسجام یوازې یو اخلاقي غوراوی نه‌دی، بلکې یوه انساني او سیاسي اړتیا ده او په وینا یې: «د تاسو پیوستون کولی شي په داخل کې هیلې ژوندۍ وساتي او د هغو نارینه‌وو لپاره الهام بښوونکې وي چې لا تر اوسه هم په تردید او سکوت کې پاتې دي».

رحمت‌الله نبیل په بهر کې د افغان ښځو د حقونو فعالینو ته په خطاب کې ویلي: «دغه مبارزه د تاسو له پیوستون پرته کومې پایلې ته نه‌رسېږي او پیوستون هم له متقابل درناوي پرته نه رامنځته کېږي».

پر افغانستان له بریدونو سره هم‌مهاله؛ په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰

پر افغانستان د پاکستان له بریدونو سره هم‌مهاله د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو په موخه په روانه اوونۍ کې په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي. دغه جرګه به د ښکېلو خواوو د چارواکو له ګډون پرته په پېښور کې د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) جوړه شي.

جیونیوز د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په یوه راپور کې ویلي، په دغه جرګه کې به یو شمېر سیاستوال، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي او رسنۍ ګډون ولري.

د خیبرپښتونخوا پخوانی اعلی وزیر ارباب شهزاد خان وايي، دغې جرګې ته هغه سیاستوال چې پخوا یې هم د طالبانو او پاکستان د سولې لپاره هڅې کړي، هم بلل شوي دي.

خو هغه په دې تړاو وضاحت ورنه‌کړ چې دغه بلل شوي سیاستوال څوک دي، خو څرګنده کړې یې ده، چې دغه جرګه به پر متقابل درناوي، اعتماد جوړوې او د تل پاتې سولې لپاره پر خبرو متمرکز وي او د جرګې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره او طالبانو او د پاکستان حکومت ته به وسپارل شي.

د دغې جرګې له جوړېدو موخه په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات لپاره د ګډ مسیر او همداراز د خبرو دودېدل په ګوته شوي دي.

د خیبرپښتونخوا پخواني اعلی وزیر په اوسني وخت کې د دغه ډول جرګې جوړېدل یوه «بېړنۍ اړتیا» بللې ده.

له دې سربېره په کوټه کې هم د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو د راکمولو لپاره ورته غونډې لپاره تیاری نیول کېږي، خو د جوړېدو د نېټې په تړاو یې لا تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

ویل کېږي، په دې جرګو کې به د پاکستان او طالبانو له مشرانو وغوښتل شي چې په بېړه اوربند وکړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

دغه هڅې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ شخړه له څو میاشتو راهیسې روانه ده او په دې وروستیو ورځو کې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه زیات کړي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې ټي‌ټي‌پي ته یې پناه ورکړې، خو طالبانو په وار وار دغه تور رد کړی او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ مساله یاده کړې ده.