د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي په هلمند کې یې ۱۳ کسان د «غلا» په تور نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هلمند ولایت کې یې په څو جلا عملیاتو کې ۱۳ کسان د «غلا» په تور نیولي دي. د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کسان د هلمند په مرکز او د موسیکلا، باباجي او سنګین ولسوالیو کې نیول شوي دي.
