• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په دایکنډي کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله یو ماشوم مړ او ۲۵ کورونه ویجاړ شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱

په دایکنډي کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست وایي، په دغه ولایت کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ریاست په وینا؛ په دایکنډي کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله یو ماشوم مړ او ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغه ریاست له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه زیانونه د دایکنډي مرکز ترڅنګ په ګیتي، خدیر، اشترلي او شهرستان ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د یاد ریاست د لومړنیو شمېرو له مخې؛ په یادو سیمو کې شاوخوا ۲۵ کورونه بشپړ یا برسېرن ویجاړ شوي، نږدې ۵۷ جریبه کرنیزه ځمکه، شاوخوا ۸۰ کیلومتره سړکونه زیانمن شوي او ۷۸۸ ونې له‌منځه تللې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ولایت کې یو پنځه کلن ماشوم د یوه کور د چت پرېوتو له امله مړ شوی دی. په سرپل کې هم د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي، چې د وروستیو سېلابونو له امله په دغه ولایت کې یو ماشوم مړ شوی دی.
بل لور ته په فاریاب کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ګرزیوان، فردوس او بلچراغ ولسوالیو لارې د سېلابونو له امله تړل شوې دي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په خوست کې یې یوه ډله نیولې چې په نظامي یونیفورم کې یې غلاوې کولې

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
طالبان وايي په خوست کې یې یوه ډله نیولې چې په نظامي یونیفورم کې یې غلاوې کولې
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په خوست کې یې هغه څلور تنه وسله وال غله نیولي چې په نظامي یونیفورم کې د خلکو کورونو ته ورتلل او غلاوې یې ترې کولې. نیول شویو کسانو په خوست کې له یوه کور څخه سره‌زر، دوه میله وسله او یو اندازه پیسې غلا کړې وې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او همداراز په پېښه کې د نورو ښکېلو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې ښکاري په فاریاب کې یوه ډله د طالبانو په نظامي یونیفورم کې د سرو زرو له زرګرۍ نه غلا کوي.

د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱
د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې هغه مهمې لارې او نښلوونکي سړکونه چې په لنډمهالي ډول تړل شوي وو؛ د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ډلې سیمو ته رسېدلې او د لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې یې پیل کړې دي، چې تر دې دمه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستي دي.

خو د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره او د بادغیس–فاریاب عمومي لاره لاهم د سېلابونو له امله تړلې پاتې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادو لارو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مساپر چې د چهارکنت پر لاره بند پاتې وو؛ د عملیاتي ډلو له‌خوا ژغورل شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، تر هغې چې د هوا وضعیت عادي شوی نه‌وي؛ پر سېلابي لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱
په هرات کې افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه
100%

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران د وروستیو جګړو له امله زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ راټولې او د ایران کونسلګرۍ ته وسپارلې. دغه اقدام د انساني همدردۍ او له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي‌زاده وایي، دغه مرسته د ایران په وروستیو جګړو کې د زیانمنو کسانو د ملاتړ، انساني خواخوږۍ او د ګاونډیتوب حق ادا کولو لپاره شوې ده.

نوموړي د مرستو د سپارلو پرمهال ویلي: «نن موږ ۱۵ مېلیونه افغانۍ په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته د ایران د خلکو لپاره ورکړې. دغه مرستې به دوام ولري او هڅه کوو، چې د هرات او افغانستان مرستې له ایران سره دایمي شي».

په هرات کې د ایران کونسل علي رضا مرحمتي هم د دغه مرستو هرکلی کړی. افغان سوداګر وایي، دغه مرستې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یووالي او متقابل ملاتړ نښه ده. دغه سوداګرو ټینګار کړی، چې په سختو حالاتو کې باید د سیمې خلک یو د بل تر څنګ ودرېږي.

د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱
د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ
100%

د روسیې د پارلمان یوه غړي میخاییل ماتویف د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت کړی او دا یې «لویه تېروتنه» بللې. هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

میخاییل ماتویف چې د روسیې د دوما د سیمه‌ییز سیاست کمېټې مرستیال دی، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «له افغانستان نه د کارګرو جذب یوه لویه تېروتنه ده». هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال «له کوچنیوالي څخه د وسلو کارولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نه‌لري».

نوموړي همداراز ویلي، چې افغان کډوال په اروپایي هېوادونو کې د جرمونو له مخې «مخکښ» دي او د هېواد دننه د تېرو څو کلونو پېښې هم د جګړې لامل شوې دي. دغه روسي چارواکی ټینګار کوي، چې هېواد ته د افغان کارګرو داخلېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې مسکو د کارګرو ځواک د کمښت جبران لپاره له طالبانو سره د افغان کارګرو د جذب پر موضوع خبرې کوي.

د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۰
د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي
100%

د افغانستان د تېر نظام د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزاد اریوبي د پاکستان له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا کې د افغان خاورې د لاندې کولو په غبرګون ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي.

شهزاد اریوبي د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې پاکستان د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې څو کیلومتره خاوره لاندې کړې ویلي: «نړۍوال سرحدونه، په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښه، د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده».

هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې باید د ټکنالوژۍ په کارولو سره دا سرحدونه هر وخت تر څارنې لاندې وي. که هر ګاونډی هېواد د تېري یا غیرقانوني اقدام هڅه وکړي، حتی که په سیمه کې فزیکي حضور نه‌وي، د ټکنالوژۍ په مرسته یې تشخیص او مخنیوی کېدلای شي».

د اریوبي په وینا، د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د معلوماتو د مدیریت سیستم AIMS سازمان له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې، د هیواد اړوند معلوماتو او نقشو په ډیجیټل کولو کار وکړ او د دې پروګرام په مرسته د افغانستان ټول رسمي سرحدونه، ډیورند کرښه او ان د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو حدود هم د جغرافیايي معلوماتو د سیستم GIS ټېکنالوژۍ په کارولو، په ډیجیټل بڼه ثبت شول.

هغه زیاتوي، دا ټول سیستم او معلومات د افغان جیوډیسي او کارتوګرافي ادارې سره موجود وو او دغو معلوماتو له Google Earth او نورو ډیجیټل نقشو او کوردیناتونو سره همغږې او د عیارېدو وړتیا درلوده.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.