• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان سوداګرو یو پلاوی د سوداګریزو فرصتونو د تشخیص لپاره ازبکستان ته ځي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د نمنګان د والي په مشرۍ پلاوي ترمنځ په ناسته کې هوکړه شوې، چې د افغانستان د خصوصي سکتور د استازو یو پلاوی به د سوداګریزو فرصتونو د تشخیص لپاره ازبکستان ته لاړ شي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د وري پر۹مه وویل، چې د ازبکستان د نمګان ولایت والي د دغه ولایت د عمومي معلوماتو او موجوده تولیدي او صنعتي ظرفیتونو او د ولایت د سوداګرو په اړه خبرې وکړې.

د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې په افغانستان کې د درملو د صادراتو او تولید، د چرګانو د فارمونو د ظرفیت او په دې برخه کې د همکارۍ او ګډ کار، د ګرانبیو او نیمه ګرانبیو ډبرو په سکتور کې د ګډې پانګونې او له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د دې ډبرو د صادارتو په اړه خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې دغه راز د کرنیزو تجهیزاتو او ماشینونو په اړه د بحثونو خبر هم ورکړل شوی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي یو ځل بیا له ازبکستان سره د ګډې همکارۍ او د دواړو هیوادونو د محصولاتو او تولیداتو د بازار موندنې لپاره د طالبانو د ادارې د چمتووالي اعلان کړی او د سړو خونو، کرنیزو او طبي محصولاتو فابریکو د جوړولو په برخو کې یې د پانګونې فرصتونو باندې ټینګار کړی دی.

د طالبانو او ازبکستان ترمنځ په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د وارداتو په برخه کې اړیکې غوړېدلې دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي د دې ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې په مختلفو سکتورونو کې د افغان خصوصي سکتور د غړو یو پلاوی به د سوداګرۍ فرصتونو د پیژندلو لپاره ازبکستان ته لاړ شي.

د ازبکستاني پلاوي په اړه ویل شوي، چې بلخ ته به هم سفر وکړي او هلته به د طالبانو له ځینو چارواکو سره وګوري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، د غره ښوېېدنې او د نېزونو راوتلو له امله د هېواد په ۱۳ولایتونو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

یوسف حماد پر ایکس په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دغو پېښو کې ۲۶تنه نور ټپیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۱۰نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.

حماد ویلي چې د دې ترڅنګ ۸۰ کیلو متره سړکونه او ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د هغه په وینا، دا ویجاړۍ په لغمان، پروان، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې شوې دي.

بل خوا دغه طالب چارواکي ویلي چې د زیانمنو سیمو د ارزونې او له خلکو سره د مرستو لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو او د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي د همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې ملا عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام له مشر جان ایلیف او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د «ډبلیو ایف پي» مشر ویلي چې هڅه کوي د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي، څو خلک ترې اغېزناکه ګټه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې، ملا منصور په دې لیدنه کې وویل چې په تېر کال کې د دواړو لوریو په همغږۍ ګڼې پروژې پلي شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې وزارت یې تل له نړیوالو بنسټونو سره همکار دی او په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته د لا زیاتو خدماتو اړتیا شته.

هغه ویلي چې باید پروژې په معیاري ډول پلې شي او محرومو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي.

طالبانو د نجونو ښوونځیو د ملاتړ له امله دوه نیول شوي ټولنیز فعالان خوشې کړل

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱

طالبانو نن د یکشنبې ورځ په سهار په هرات کې دوه ټولنیز فعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري خوشې کړل. دا دوه کسان یوه ورځ مخکې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو د ملاتړ له امله نیول شوي ول. د طالبانو استخباراتو د شنبې په سهار قدوس خطیبي او فیاض غوري ونیول.

قدوس خطیبي چې په هرات کې د پوهنتون استاد او ټولنیز فعال دی، د جمعې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

فیاض غوري هم یوه ورځ مخکې پر خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل: "د یوې داسې ورځې په هیله چې د دې خاورې نجونو ته به د پوهې دروازې پرانیستل شي."

طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځيو دروازې له پنځو کلونو راهیسې تړلېي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلونو کې پنځه نور کسان د نجونو د زده کړې په برخه کې د کار او فعالیت له امله نیولي وو او څو اونۍ یې بندیان کړي وو.

طالبان وايي په خوست کې یې یوه ډله نیولې چې په نظامي یونیفورم کې یې غلاوې کولې

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په خوست کې یې هغه څلور تنه وسله وال غله نیولي چې په نظامي یونیفورم کې د خلکو کورونو ته ورتلل او غلاوې یې ترې کولې. نیول شویو کسانو په خوست کې له یوه کور څخه سره‌زر، دوه میله وسله او یو اندازه پیسې غلا کړې وې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او همداراز په پېښه کې د نورو ښکېلو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې ښکاري په فاریاب کې یوه ډله د طالبانو په نظامي یونیفورم کې د سرو زرو له زرګرۍ نه غلا کوي.

د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې هغه مهمې لارې او نښلوونکي سړکونه چې په لنډمهالي ډول تړل شوي وو؛ د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ډلې سیمو ته رسېدلې او د لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې یې پیل کړې دي، چې تر دې دمه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستي دي.

خو د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره او د بادغیس–فاریاب عمومي لاره لاهم د سېلابونو له امله تړلې پاتې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادو لارو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مساپر چې د چهارکنت پر لاره بند پاتې وو؛ د عملیاتي ډلو له‌خوا ژغورل شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، تر هغې چې د هوا وضعیت عادي شوی نه‌وي؛ پر سېلابي لارو له سفر کولو ډډه وکړي.