• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشي د هسپانوي لوبغاړي په وړاندې ماتې وخوړه

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

افغان ورزشکار عبدالکریم بدخشي د هسپانیا فابیان سېنټس په وړاندې ماتې وخوړه او د اتلولۍ کمربند ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ. دغه لوبه بېګاه شپه (د وري ۸مه) د هسپانیا په بادالونا کې د WOW FC سازمان د سیالیو د ۲۸م پړاو د یوې برخې په توګه ترسره شوه.

بدخشي د خپل هسپانوي سیال له‌خوا په درېیم پړاو کې د «سبمېشن» تخنیک له لارې ماتې وخوړه. دغه لوبه د یاد سازمان د اتلولۍ کمربند ګټلو لپاره ترسره شوه. فابیان سېنټس وتوانېده، چې خپل د اتلولۍ کمربند وساتي.
۲۵ کلن افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي په خپله ۱۴مه مسلکي لوبه کې څلورمه ماتې وخوړه. بل لوري ته ۳۱کلن سېنټس هم په خپله ۱۴مه مسلکي لوبه کې خپله ۱۱مه بریا ثبت کړه.

دغه لوبه د بادالونا ارینا المپیک لوبغالي کې ترسره شوه.

100%
100%

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

د اتلولۍ کمربند لپاره سیالي؛ عبدالکریم بدخشي نن د فابیان سېنټس پر وړاندې لوبه کوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۰

ټاکل شوې، چې د افغانستان د ترکیبي رزمي لوبو لوبغاړی عبدالکریم بدخشي د یوې مهمې لوبې لپاره د هسپانیا د فابیان سېنټس سره د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه نن شپه (د وري ۸مه) د هسپانیا په بادالونا کې د WOW FC سازمان د سیالیو د ۲۸م پړاو د یوې برخې په توګه ترسره شي.

۲۵کلن افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي تر اوسه پورې ۱۳ مسلکي لوبې کړې، چې له دې ډلې ۱۰ بریاوې او ۳ ماتې لري. بل لوري ته ۳۱کلن فابیان سېنټس هم د دغه وزن په کټګورۍ کې په ۱۳ لوبو کې ۱۰ بریاوې او ۳ ماتې لري.

دغه لوبه به د اصلي سیالۍ په توګه ترسره شي او ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې د دواړه لوبغاړي د اتلولۍ کمربند لپاره سره مخ کېږي. اوس‌مهال دغه لقب د فابیان سېنټس په لاس کې دی او بدخشي هڅه کوي، چې دغه اتلولي خپله کړي.

دغه لوبه د هسپانیا د بادالونا ښار د بادالونا ارینا المپیک په لوبغالي کې ترسره کېږي.

100%

د فوټبال ځوانه لوبډله؛ افغانستان د میانمار پر وړاندې ماتې وخوړه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ اسیا جام د غوراوي سیالیو درېیم پړاو ته د لار موندنې په یوې لوبه کې یو ځل بیا لکه د لومړۍ لوبې په شان، د ۲–۱ په پایلې سره د میانمار پر وړاندې ماتې وخوړه. دا لوبه د افغانستان په کوربتوب په میانمار کې ترسره شوه.

د لوبغاړو د کمښت له امله، افغان لوبډله له بدلې او ځوان ترکیب سره ډګر ته راووته. د افغانستان لوبډله چې په لومړۍ لوبه کې هم په همدې پایله ماته شوې وه، له دې ماتې سره لا هم د دوو امتیازونو په درلودلو سره په ګروپ کې پاتې ده.

افغانستان لوبه د کیوان متقیان، محبوب حنفي، احمد شکیب مهري، نوید محبوبي، علي باسط نظري، سمیر سمندري، مصور احدي، مازیار کوهیار، علي‌رضا پناهي، امید موسوي او امید پوپلزي (لوبډلمشر) په ترکیب سره پیل کړه.

په دې سیالۍ کې، افغانستان له څو نویو لوبغاړو سره میدان ته کوز شو، چې د لومړي ځل لپاره یې د ملي لوبډلې د ټیم یونیفورم واغوست. د لوبډلې په ترکیب کې بدلونونه او د ملي لوبډلې د ځینو اغېزناکو لوبغاړو نشتوالی (ځکه چې ځینو لوبغاړو لوبډله تحریم کړې وه)، د دې ټیم پر وضعیت څرګند اغېز درلود.

افغانستان لوبه په ښه ډول پیل کړه او په ۱۰مه دقیقه کې د امید پوپلزي له لوري ګول ووهل شو؛ خو میانمار په ۴۵مې دقیقې کې د تان پاینګ په ګول سره لوبه مساوي کړه. وروسته، په ۷۳مه دقیقه کې کیاو زین هم د میانمار لپاره دویم ګول وواهه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

له دې پایلې سره، میانمار ۹ امتیازونه ترلاسه کړل او د جدول په دویم ځای کې پاتې شو؛ ځکه سوریه په پرله‌پسې ډول د پنځو بریاوو او ۱۵ امتیازونو په ترلاسه کولو سره، له دې ډلې څخه وروستي پړاو ته خپل تګ یقیني کړی دی.

واحدالله نژند راتلونکې میاشت د ارجنټاین لوریانو استاروپولي پر وړاندې لوبه لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د «اېف‌اېن‌سي» د ازادو سیالیو سازمان اعلان کړی، چې د افغانستان د ترکیبي رزمي لوبو مشهور لوبغاړی واحدالله نژند به د ارجنټاین له لوریانو سټاروپولي سره مخ شي. دغه لوبه به د ۷۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د «اېف‌اېن‌سي» سازمان په ۳۰م پړاو سیالیو کې ترسره شي.

ټاکل شوې، چې دواړه لوبغاړي د ۱۴۰۵کال (د غویي په ۱۹مه) له یو بل سره مخامخ شي. نژند چې پخوا یې په اوکټاګون سازمان کې سیالي کړې وه، د ۱۴۰۴کال د مرغومي په وروستیو کې د «اېف‌اېن‌سي» سازمان سره یو تړون لاسلیک کړ.

هغه په خپلو ۱۲ مسلکي لوبو کې ۱۰ بریاوې او ۲ ماتې لري، په‌داسې حال کې چې د هغه سیال ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې لري. نژند په اوکټاګون سازمان کې غوره فعالیت وښود او د خپل وزن په کټګورۍ کې د کال غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه اوس په یوه نوي سازمان کې خپله لومړۍ سیالي تجربه کړې، چې څلور پرله‌پسې بریاوې لري.

100%

په کابل کې دوه سوه لوبغاړو د فوټبال مېله ونمانځله

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۰

په کابل کې د "بنسټیز فوټبال" مېله د دوه سوه تنو تنکیو لوبغاړو په ګډون ترسره شوه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې دغه جشنواره د دوی په اختصاصي لوبغالي کې د منځنۍ اسیا د فوټبال ټولنې (کافا) په تخنیکي همکارۍ جوړه شوې وه.

د فوټبال فدراسیون د راپور له‌مخې، په دغه پروګرام کې د پلازمېنې له بېلابېلو ښوونځیو او کلبونو څخه دوه سوه تنو ماشومانو او تنکیو لوبغاړو ګډون کړی و، چې په یوه منظم او روزنیز چاپېریال کې یې خپل تمرینونه او لوبې ترسره کړې.

د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د دې ډول پروګرامونو اساسي موخه د بنسټیز فوټبال وده، د نوو وړتیاوو موندنه او په هېواد کې د فوټبال لا پراختیا ده.

د دې جشنوارې په لړ کې ګډونوال په لسو لوبډلو کې تنظیم شوي وو او په بېلابېلو ډلو کې یې له یو بل سره تمرینونه او سیالۍ وکړې. همدارنګه، بېلابېل پروګرامونه لکه روزنیزې لوبې، مهارتي تمرینونه او دوستانه سیالۍ په یوه خوښ او تفریحي چاپېریال کې ترسره شول.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبغاړي په خپل شخصي لګښت د سویلي اسیا په سیالیو کې برخه اخلي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۰ GMT+۰

د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون چارواکي وايي، ټاکل شوې ده چې د یادې څانګې یوه ۲۰ کسیزه لوبډله د سویلي اسیا د بدن ښکلا په ۱۶مه سیالۍ کې په خپل شخصي لګښت ګډون وکړي. دغه سیالۍ به د ۱۴۰۵کال (د چنګاښ په ۹مه) د بوتان په پلازمېنه تیمپو ښار کې پیل شي.

د یاد فدراسیون د عمومي منشي عبدالرحمان حمید په وینا، د بدني روزنې څانګې د یوې لوبې لګښتونه پر غاړه اخیستي؛ خو په دغه ملاتړ کې د سویلي اسیا سیالۍ شاملې نه‌دي او لوبغاړي په شخصي توګه په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره د خپل سفر او ګډون لګښتونه په غاړه اخلي.

ټاکل شوې ده، چې ۱۶ لوبغاړي به له څلورو پلاويو سره په دغه سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي. په دغه سیالیو کې به د هند، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، نیپال، بوتان، مالدیف او افغانستان په ګډون د سویلي اسیا هېوادونه برخه واخلي.

څه موده وړاندې د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون د دغه سیالیو لپاره د غوره شویو لوبغاړو نوملړ اعلان کړی و.
د افغان لوبغاړو نوملړ:
۱
. ریاض الرحمان احسان – غزني ولایت
۲. میوند بابکرخېل – کندوز ولایت
۳. احمد حبیبي – بلخ ولایت
۴. بلال جلیلي – غزني ولایت
۵. فرامز اکرم‌زاده – بغلان ولایت
۶. حکمت‌الله علمي – کندهار ولایت
۷. جواد میرزايي – کابل ولایت
۸. محمدعلي حسني – غزني ولایت
۹. محمود متین – فراه ولایت
۱۰. عصمت الله عمري – کابل ولایت
۱۱. ثناالله برهاني – کابل ولایت
۱۲. احمد شجاع محمدي – جوزجان ولایت
۱۳. خواجه رفیع صدیقي – کابل ولایت
۱۴. ملا داد احمدزی – بلخ ولایت
۱۵. نصیب‌الله عظیمي – بلخ ولایت
۱۶. نایب مبارز – کابل ولایت

100%