له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستنې بهیر وروسته له هغې زور واخیست، چې پاکستان پر افغانستان هوايي برید وکړ او بیا د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوه. سره له دې چې د نړۍوالو قوانینو لهمخې، د دوو هېوادونو تر منځ په شخړه کې باید کډوال مصون وي، خو پاکستان د نړۍوالو دغو اصولو ته په نهپام د افغان کډوالو یو مخیزې اېستنې ته مخه کړه.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په تېر کال کې یوازې په راولپېنډۍ ښار کې شاوخوا ۵ زره او ۷۰۰ افغانان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي نیول شوي او په زوره اېستل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د راپور لهمخې، دمګړی هم د دغه ښار د کډوالو په اړوندو مرکزونو کې د ۳۱ ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۸ افغانان د اېستنې لپاره ساتل کېږي، خو د سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې نیول کېدونکي افغانان د کډوالو د ساتنې د مرکزونو پر ځای په زندانونو کې اچول کېږي.
دغه نیول شوي افغانان بېویزې او بېاسناده دي او د دوی په وینا، پاکستان له نږدې ۸ میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزې د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.
له دې سربېره د پاکستان په ډېریو ښارونو او په ځانګړې توګه په راولپېنډۍ او کوټه کې د افغانانو اړوند هټۍ او کاروبارونه بند کړای شوي دي.
په دغه هېواد کې مېشت افغانان په وار وار د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې غواړي په قانوني توګه دغه هېواد کې شپې او ورځې تېرې، نو باید د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، خو د پاکستان حکومت لا تر اوسه دغې غوښتنې ته هېڅ پام نهدی کړی.
له دې سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې له اختر وروسته د افغانانو د نیولو بهیر ګړندی شوی او په رسمي توګه امنیتي ادارو ته ویل شوي، چې په شخصي جامو کې د افغانانو د نیونې بهیر ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.
د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.