رویټرز: په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

رویټرز خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د حماس تر کنټرول لاندې د پولیسو پر دوو پوستو د اسراییل په هوایي بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د حماس تر کنټرول لاندې د پولیسو پر دوو پوستو د اسراییل په هوایي بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
روغتیايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اسراییلي الوتکو د غزې تړانګې په سوېل کې د خان یونس په سیمه کې د پولیسو پر دوو پوستو برید کړی، چې له امله یې درې پولیس او د یوې نجلۍ په ګډون درې ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
اسراییل تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا، روغتیايي چارواکو ویلي چې له حماس سره تر اوربند وروسته د نوامبر میاشتې راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې تر ۶۸۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د لبنان په سوېل کې د اسراییل په تازه هوايي برید کې درې تنه لبناني خبریالان شوي دي. د اسراییل پوځ برید منلی او وايي، چې د دوی هدف یو خبریال و.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لبنان په سوېل کې د خبریالانو یو لېږدونکی موټر د اسراییل د جنګي الوتکو لهخوا په نشه شو. په برید کې د المنار شبکې مشهور خبریال علي شعیب او د المیادین شبکې خبریاله فاطمه فتوني له خپل ورور انځور اخیستونکي محمد فتوني سره وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید یې قصدي و او هدف یې د علي شعیب په نوم خبریال و. په خبرپاڼه کې راغلي، چې علي شعیب د حزبالله د استخباراتي ډلې غړی و.
پر همدغه مهال د لبنان ولسمشر جزف عون په یوه پیغام کې ویلي، چې یاد خبریالان ملکیان وو او د خبریالانو وژل د ټولو نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی.
پر همدغه مهال د بېپولې خبریالانو سازمان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تایید کړې، چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په سیمه کې د خبریالانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې اسراییل تر دې وړاندې هم په لبنان، غزه او ایران کې په ورته بریدونو کې خبریالا په نښه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي د سیمې د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د پاکستان پلازمینې اسلاماباد ته ورسېد.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار په رسمي بلنه اسلاماباد ته سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه سفر پرمهال نوموړی د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې، ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.
دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربهتوب په اسلاماباد کې ترسره شي.
دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته دغه هېواد د هرمز تنګی تړلی دی او په ګاونډیو هېوادونو باندې توغندیز بریدونه کوي، چې له امله یې د سیمې ثبات اغېزمن شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، روسیې تېره شپه پر اوډیسا ښار پراخ بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او تر لسو ډېر ټپیان دي. نوموړي ویلي، د ملکيانو پر وړاندې دغه ډول کړنه «ترهګرۍ» ته ورته ده.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، روسیې پر اوډیسا ښار له ۶۰ ډېرې بېپیلوټه الوتکې کارولې چې پهکې کومه پوځي موخه نه؛ بلکې ملکي وګړي په نښه شوي. د نوموړي په وینا؛ په دغه بریدونو کې زېږنتون، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز ځایونه، بندر او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنې شوې دي.
زېلېنسکي زیاته کړې، چې د دغه بریدونو له امله یو کس وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون تر لسو ډېر کسان ټپیان شوي دي. هغه د وژل شوي کس له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، ورته بریدونه د پولتاوا او دنیپرو په سیمو کې هم شوي دي. زېلېنسکي ټینګار کړی:« دغه ډول بریدونه ښيي، چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نهلري».
د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند لهخوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو. سهیل اپریدي ویلي، دغه کمپاین به وروسته د پاکستان نورو برخو ته هم وغځول شي.
نوموړي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمنه بشرا بيبي په ناقانونه توګه زنداني دي او له یو کال راهیسې د هغوی د قضیو اورېدنه نه کېږي.
ښاغلي اپریدي وويل، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین ته ۱۷۲ د نوم لیکنې مرکزونه ځانګړي شوي دي. هغه زیاته کړه، د ګوند مشران به لوړه کوي چې له غورځنګ نه به نه په شا کېږي او په خپل دریځ به درېږي او خپل مشر عمران خان ته به وفادار پاتې کېږي.
ښاغلي اپریدي وويل، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنهکړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.
سهيل اپریدی وایي، قانون د سولهییز احتجاج حق ورکوي؛ نو د عمران خان د خلاصون لپاره به ټولې هڅې د قانون په چوکاټ کې او په سولهییزه توګه وي. تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي و، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.
د ایران او د امریکا تر منځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې، پاکستان هم د دې کړکېچ د مهارولو لپاره د خپلو ډیپلوماټیکو هڅو یادونه کوي. په همدې لړ کې پاکستانۍ رسنۍ وایي، ښايي د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران ډېر ژر اسلاماباد ته سفر وکړي.
پاکستانۍ رسنیو د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکلي، دا سفرونه به د سیمې په کچه د ایران او امریکا تر منځ د روان وضعیت په اړه د سلا مشورو په چوکاټ کې ترسره شي او اسلاماباد هڅه کوي، چې د ترینګلتیاوو په کمولو کې فعاله ونډه واخلي.
په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې په لومړي سر کې پلان دا وو چې دغه غونډه په ترکیې کې ترسره شي، خو له دې امله چې پاکستانی چارواکي اړ وو په خپل هېواد کې پاتې شي، پرېکړه وشوه چې دا لیدنه په پاکستان کې ترسره شي. هغه زیاته کړه، چې دا غونډه به ښايي د همدې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې جوړه شي.
فیدان همدارنګه ټینګار کړی، که امریکا وکولای شي له ایران سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي یا کومې هوکړې ته ورسېږي، نو باید پر اسراییل د خپل اغېز کارولو ته هم چمتو وي.
له بلې خوا، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې له ایران سره لیدنه به همدا اوونۍ ترسره شي او تمه ده، چې تهران به د وړاندې شوي پنځلس مادهییز وړاندیز په اړه خپل ځواب وړاندې کړي.