په تاشکند کې د «افغانستان تولید» په نامه څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ښار کې د «افغانستان تولید» په نامه د افغان محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، دغه نندارتون د افغان سوداګرو لپاره له لاسته راوړنو ډک و چې په ترڅ کې یې له بهرنیو سوداګرو سره ګڼ تړونونه لاسلیک شوي دي.
