• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له زندانه تر کړاوه ډکې کدوالۍ؛ پاکستان کې افغان ښځینه فعالانې د ملاتړ غوښتنه کوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له امله پاکستان ته کډه شوې افغان ښځینه فعالانې په دغه هېواد کې د ملاتړ غوښتنه کوي. دوی وایي، چې په پاکستان کې د جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي او افغانستان ته د بېرته ستنېدو سره یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

د پري په مستعار نوم د طالبانو له زندانه یوې خوشې شوې ښځینه فعالې افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، په ډېرې سختۍ وتوانېده چې ځان پاکستان ته ورسوي؛ خو اوس دلته هم د جبري ستنولو له ګواښ سره مخ ده.
هغه وایي:« د طالبانو د زندان کړاو مې لا هېر نه و، چې اوس د کډوالۍ له سخت کړاو سره مخ یم». د هغې په وینا؛ د بېرته ستنېدو سره سم به د طالبانو له‌خوا د بیاځل نیول کېدو او د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
نوموړې د پاکستان له حکومت نه د هغه افغان فعالانو، خبریالانو او پوځیانو لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې، چې د طالبانو له‌خوا یې ژوند له ګواښ سره مخ دی. هغه وایي:« هر هغه پناه غوښتونکی چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وي، خپل هېواد ته یې بېرته ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې چاره ده او باید نړۍواله ټولنه د دغې لړۍ د درولو لپاره لاس په کار شي».
د ثریا په نوم یوه بله فعاله وایي، په ډېرې سختۍ یې ځان ته یو کلنه ویزه اخیستې او له ویزې او قانوني اسنادو سره، سره د پاکستان پولیسو وړمه ورځ نیولې وه او یوه شپه یې په زندان کې ساتلې وه.
هغه وایي:« موږ نه پوهېږو، چې نور څه ډول قانوني اسناد چمتو کړو؛ ځکه اوس دوی ویزه هم نه مني. د ویزې له مخې خو موږ په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره قانوني حق لرو؛ خو بیا هم نیول کېږو، ځورول کېږو او رټل کېږو».
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ګڼ افغان فعالان، خبریالان او پوځیان چې د یادې ډلې له‌خوا له ګواښ سره مخ وو؛ پاکستان ته کډه شول خو د ویزو د تمدید لړۍ درېدو سره دوی له پراخو ننګونو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې؛ ګڼ دغه فعالان، خبریالان او پوځیان د جبري اېستلو وروسته په افغانستان کې لادرکه شوي دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴کال کې ۳ مېلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې نه په جبري توګه او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د کړکېچ دوام؛ د ترکیې، عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته رسېدلي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۱
په ایران کې د کړکېچ دوام؛ د ترکیې، عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته رسېدلي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په سیمه کې د روان کړکېچ د کمښت په موخه د خبرو لپاره د ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران یوځای اسلام‌اباد ته رسېدلي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد سفر پرمهال به د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان د دوه اړخیزو خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې پر روان وضعیت خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال شوی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پای ته رسولو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب هڅې له څو ورځو راهیسې روانې دي او د دې لپاره د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره دوه ځلې د ټیلیفون په کرښه خبرې هم کړې وې.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې؛ ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱
په هرات کې افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه
100%

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران د وروستیو جګړو له امله زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ راټولې او د ایران کونسلګرۍ ته وسپارلې. دغه اقدام د انساني همدردۍ او له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي‌زاده وایي، دغه مرسته د ایران په وروستیو جګړو کې د زیانمنو کسانو د ملاتړ، انساني خواخوږۍ او د ګاونډیتوب حق ادا کولو لپاره شوې ده.

نوموړي د مرستو د سپارلو پرمهال ویلي: «نن موږ ۱۵ مېلیونه افغانۍ په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته د ایران د خلکو لپاره ورکړې. دغه مرستې به دوام ولري او هڅه کوو، چې د هرات او افغانستان مرستې له ایران سره دایمي شي».

په هرات کې د ایران کونسل علي رضا مرحمتي هم د دغه مرستو هرکلی کړی. افغان سوداګر وایي، دغه مرستې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یووالي او متقابل ملاتړ نښه ده. دغه سوداګرو ټینګار کړی، چې په سختو حالاتو کې باید د سیمې خلک یو د بل تر څنګ ودرېږي.

د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱
د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ
100%

د روسیې د پارلمان یوه غړي میخاییل ماتویف د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت کړی او دا یې «لویه تېروتنه» بللې. هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

میخاییل ماتویف چې د روسیې د دوما د سیمه‌ییز سیاست کمېټې مرستیال دی، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «له افغانستان نه د کارګرو جذب یوه لویه تېروتنه ده». هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال «له کوچنیوالي څخه د وسلو کارولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نه‌لري».

نوموړي همداراز ویلي، چې افغان کډوال په اروپایي هېوادونو کې د جرمونو له مخې «مخکښ» دي او د هېواد دننه د تېرو څو کلونو پېښې هم د جګړې لامل شوې دي. دغه روسي چارواکی ټینګار کوي، چې هېواد ته د افغان کارګرو داخلېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې مسکو د کارګرو ځواک د کمښت جبران لپاره له طالبانو سره د افغان کارګرو د جذب پر موضوع خبرې کوي.

د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۰
د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي
100%

د افغانستان د تېر نظام د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزاد اریوبي د پاکستان له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا کې د افغان خاورې د لاندې کولو په غبرګون ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي.

شهزاد اریوبي د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې پاکستان د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې څو کیلومتره خاوره لاندې کړې ویلي: «نړۍوال سرحدونه، په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښه، د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده».

هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې باید د ټکنالوژۍ په کارولو سره دا سرحدونه هر وخت تر څارنې لاندې وي. که هر ګاونډی هېواد د تېري یا غیرقانوني اقدام هڅه وکړي، حتی که په سیمه کې فزیکي حضور نه‌وي، د ټکنالوژۍ په مرسته یې تشخیص او مخنیوی کېدلای شي».

د اریوبي په وینا، د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د معلوماتو د مدیریت سیستم AIMS سازمان له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې، د هیواد اړوند معلوماتو او نقشو په ډیجیټل کولو کار وکړ او د دې پروګرام په مرسته د افغانستان ټول رسمي سرحدونه، ډیورند کرښه او ان د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو حدود هم د جغرافیايي معلوماتو د سیستم GIS ټېکنالوژۍ په کارولو، په ډیجیټل بڼه ثبت شول.

هغه زیاتوي، دا ټول سیستم او معلومات د افغان جیوډیسي او کارتوګرافي ادارې سره موجود وو او دغو معلوماتو له Google Earth او نورو ډیجیټل نقشو او کوردیناتونو سره همغږې او د عیارېدو وړتیا درلوده.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر: طالبان د نورستان د تړلو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰
د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر: طالبان د نورستان د تړلو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري
100%

د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر محمد اعظم نورستاني وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې تړلې دي او طالبان د یادو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري.

محمداعظم نورستاني د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د تګ‌راتګ لارې تړلې دي او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت ترڅنګ له روغتیايي خدماتو څخه هم بې‌برخي دي.

نوموړی وايي، چې طالبان اوس یادو ولسوالیو ته د هوا له لارې خوراکي توکي او درمل لېږدوي، خو یادې مرستې ډېر کم شمېر کسانو ته رسېږي.

نورستاني ویلي، چې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي، څو د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کړي.

نوموړي د انځورونو او بېلابېلو سرچینو په حواله ویلي، چې پاکستان په نورستان کې یوه «ستراتیژیکه نقطه» نیولې او غواړي د خوست او نورستان له لارې په افغانستان کې جګړه اوږده کړي.

پر همدغه مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نورستان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست خالد حنفي سره لیدلي او د خپلو ستونزو د سملاسي حل په ځانګړې توګه د لارو د لارو پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم طالبان په نورستان ولایت کې د لارو د بندېدو لامل د واورې اورښت بولي، خو تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په نورستان کې دغه لارې د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله تړل شوې دي.