د بلوچستان په لسو ولسوالیو کې د وسلو پر ګرځولو بندیز ولګېده

د بلوچستان د پولیسو لهخوا په خپور شوي مکتوب کې راغلي، چې هیڅوک نهشي کولی د دغه ایالت د مرکز کویټې ښار په ګډون په ژوب، سیفالله کلا، عبدالله کلا، شېراني، پښین، چمن، لورلايي، دکۍ، موسی خېل او بارکهان کې د ۱۴۴ مادې تر سیورې لاندې له ځان سره وسله وګرځوي.
د بلوچستان پولیس وايي، چې ياده پرېکړه يې په بېلابېلو ولسوالیو کې وروستیو شخړو او پېښو ته په پام کړې چې له امله يې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي. پولیسو اړونده ادارو ته لارښوونه کړې، چې په دغه ولسوالیو کې دې د وسلو ګرځولو په اړه د ۱۴۴ مادې امر په بشپړه توګه پلي کړي.
ويل کېږي، چې دغه ګام د امنیت د خوندیتوب او د تاوتریخوالو له پېښو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تر کوچني اختر وروسته په کوېټې، پښین او نورو سیمو کې د قبایلي، شخصي او کورنیو شخړو له امله د ښځو په ګډون تر لسو ډېر کسان وژل شوي دي.
وړمه ورځ هم د بلوچستان ايالت د پښین والسوالۍ په یارو سیمه کې په یوه کور کې د وسلهوالو کسانو لهخوا ډزې شوې وې، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي وو. پولیسو ویلي و، دغه پېښه د نجلۍ د نه ورکړې له کبله رامنځته شوې او د هلک د کورنۍ لهخوا د نجلۍ پر کورنۍ ډزې شوې.
