طالبان: د پاکستان د بریدونو له امله تر ۲۱زره ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په ډیورنډ کرښه پر پرتو سیمو د پاکستان د بریدونو له امله ۲۱زره او ۴۷۹ کورنۍ بېځایه شوې دي. د هغه په وینا؛ له دې ډلې یې تر ۸زره ډېرو کورنیو سره د ۱۰۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او نغدي مرستې کړې دي.
