• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: روسیې پر اوکراین د ۳زره ډرونونو او بېلابېلو توغندیو پراخ بریدونه کړي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې روسي ځواکونو یوازې روانه اونۍ پر اوکراین څه باندې ۳زره بې‌پیلوټه الوتکې په ځانګړي ډول «شاهد» ډرونونه او تر ۱۴۵۰ پورې هدایت شوي هوایي بمونه او ۴۰ بېلابېل توغندي کارولي دي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «روسیه نه یوازې دا چې زموږ پر هېواد او خلکو خپله جګړه نه کموي؛ بلکې په ښکاره ډول هڅه کوي بلې اوږدې جګړې ته لاره هواره کړي، چې د نړۍوالې بې‌ثباتۍ لامل کېږي».
زېلېنسکي ټینګار کړی:« دغه ډول بریدونه ښيي، چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نه‌لري».

هغه زیاته کړې: «پر اوکراین هماغسې ډرونونه کارول کېږي لکه څنګه چې په منځني ختیځ او خلیج کې پر نورو هېوادونو په بریدونو کې کارول شوي». هغه ویلي، چې «نړۍ باید وخت او فرصتونه له لاسه ورنه‌کړي. روښانه، پرېکنده او همغږې هڅې د جګړې د درولو لپاره ضروري دي».

زېلېنسکي غوښتنه کړې، چې باید ګډ او عصري دفاعي سیسټمونه رامنځته شي او د وړتیاوو یووالی د دې لامل شي چې خلک په اروپا، منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې په سوله‌ییزه توګه ژوند وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د کړکېچ دوام؛ د ترکیې، عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته رسېدلي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په سیمه کې د روان کړکېچ د کمښت په موخه د خبرو لپاره د ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران یوځای اسلام‌اباد ته رسېدلي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد سفر پرمهال به د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان د دوه اړخیزو خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې پر روان وضعیت خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال شوی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پای ته رسولو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب هڅې له څو ورځو راهیسې روانې دي او د دې لپاره د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره دوه ځلې د ټیلیفون په کرښه خبرې هم کړې وې.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې؛ ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

رویټرز: په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د حماس تر کنټرول لاندې د پولیسو پر دوو پوستو د اسراییل په هوایي بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

روغتیايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اسراییلي الوتکو د غزې تړانګې په سوېل کې د خان یونس په سیمه کې د پولیسو پر دوو پوستو برید کړی، چې له امله یې درې پولیس او د یوې نجلۍ په ګډون درې ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

اسراییل تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

بل‌خوا، روغتیايي چارواکو ویلي چې له حماس سره تر اوربند وروسته د نوامبر میاشتې راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې تر ۶۸۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل په هوايي برید کې درې لبناني خبریالان وژل شوي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د لبنان په سوېل کې د اسراییل په تازه هوايي برید کې درې تنه لبناني خبریالان شوي دي. د اسراییل پوځ برید منلی او وايي، چې د دوی هدف یو خبریال و.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لبنان په سوېل کې د خبریالانو یو لېږدونکی موټر د اسراییل د جنګي الوتکو له‌خوا په نشه شو. په برید کې د المنار شبکې مشهور خبریال علي شعیب او د المیادین شبکې خبریاله فاطمه فتوني له خپل ورور انځور اخیستونکي محمد فتوني سره وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید یې قصدي و او هدف یې د علي شعیب په نوم خبریال و. په خبرپاڼه کې راغلي، چې علي شعیب د حزب‌الله د استخباراتي ډلې غړی و.

پر همدغه مهال د لبنان ولسمشر جزف عون په یوه پیغام کې ویلي، چې یاد خبریالان ملکیان وو او د خبریالانو وژل د ټولو نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی.

پر همدغه مهال د بې‌پولې خبریالانو سازمان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تایید کړې، چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په سیمه کې د خبریالانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې اسراییل تر دې وړاندې هم په لبنان، غزه او ایران کې په ورته بریدونو کې خبریالا په نښه کړي دي.

د سیمې د وضعیت په تړاو ناسته؛ د مصر د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي د سیمې د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه سفر پرمهال نوموړی د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې، ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته دغه هېواد د هرمز تنګی تړلی دی او په ګاونډیو هېوادونو باندې توغندیز بریدونه کوي، چې له امله یې د سیمې ثبات اغېزمن شوی دی.

زېلېنسکي: پر اوډیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول «ترهګري» ده

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، روسیې تېره شپه پر اوډیسا ښار پراخ بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او تر لسو ډېر ټپیان دي. نوموړي ویلي، د ملکيانو پر وړاندې دغه ډول کړنه «ترهګرۍ» ته ورته ده.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، روسیې پر اوډیسا ښار له ۶۰ ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې کارولې چې په‌کې کومه پوځي موخه نه‌؛ بلکې ملکي وګړي په نښه شوي. د نوموړي په وینا؛ په دغه بریدونو کې زېږنتون، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز ځایونه، بندر او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنې شوې دي.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې د دغه بریدونو له امله یو کس وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون تر لسو ډېر کسان ټپیان شوي دي. هغه د وژل شوي کس له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، ورته بریدونه د پولتاوا او دنیپرو په سیمو کې هم شوي دي. زېلېنسکي ټینګار کړی:« دغه ډول بریدونه ښيي، چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نه‌لري».