• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په اوو ولایتونو کې یوشمېر هټۍ او مارکېټونه تړلي دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) خبر ورکړی، چې د دغه وزارت محتسبانو په پنجشېر، کاپیسا، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب او کابل ولایتونو کې یوشمېر هټۍ او مارکېټونه د څارنې پرمهال تړلي دي.

د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی محتسبانو د یادې څارنې پرمهال «له اسلامي قوانینو د سرغړونې» له امله ګڼې هټۍ او سوداګریز مارکېټونه تړلي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هټیو او سوداګریزو مارکېټونو څښتنان د طالبانو قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر دې وړاندې هم د لوړو بیو له امله ګڼې هټۍ تړلې وې. د ډیورنډ کرښې د لارو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې وار له مخه لوړې شوې وې؛ خو پر ایران د امریکا او اسراییل له برید وروسته دغه بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

اوس نیوکې کېږي، چې طالبان د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د بیو په کنټرول کې پاتې راغلي او لویو سوداګرو احتکار ته مخه کړې ده.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱
په هرات کې افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه
100%

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران د وروستیو جګړو له امله زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ راټولې او د ایران کونسلګرۍ ته وسپارلې. دغه اقدام د انساني همدردۍ او له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي‌زاده وایي، دغه مرسته د ایران په وروستیو جګړو کې د زیانمنو کسانو د ملاتړ، انساني خواخوږۍ او د ګاونډیتوب حق ادا کولو لپاره شوې ده.

نوموړي د مرستو د سپارلو پرمهال ویلي: «نن موږ ۱۵ مېلیونه افغانۍ په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته د ایران د خلکو لپاره ورکړې. دغه مرستې به دوام ولري او هڅه کوو، چې د هرات او افغانستان مرستې له ایران سره دایمي شي».

په هرات کې د ایران کونسل علي رضا مرحمتي هم د دغه مرستو هرکلی کړی. افغان سوداګر وایي، دغه مرستې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یووالي او متقابل ملاتړ نښه ده. دغه سوداګرو ټینګار کړی، چې په سختو حالاتو کې باید د سیمې خلک یو د بل تر څنګ ودرېږي.

د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱
د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ
100%

د روسیې د پارلمان یوه غړي میخاییل ماتویف د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت کړی او دا یې «لویه تېروتنه» بللې. هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

میخاییل ماتویف چې د روسیې د دوما د سیمه‌ییز سیاست کمېټې مرستیال دی، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «له افغانستان نه د کارګرو جذب یوه لویه تېروتنه ده». هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال «له کوچنیوالي څخه د وسلو کارولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نه‌لري».

نوموړي همداراز ویلي، چې افغان کډوال په اروپایي هېوادونو کې د جرمونو له مخې «مخکښ» دي او د هېواد دننه د تېرو څو کلونو پېښې هم د جګړې لامل شوې دي. دغه روسي چارواکی ټینګار کوي، چې هېواد ته د افغان کارګرو داخلېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې مسکو د کارګرو ځواک د کمښت جبران لپاره له طالبانو سره د افغان کارګرو د جذب پر موضوع خبرې کوي.

د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۰
د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي
100%

د افغانستان د تېر نظام د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزاد اریوبي د پاکستان له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا کې د افغان خاورې د لاندې کولو په غبرګون ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي.

شهزاد اریوبي د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې پاکستان د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې څو کیلومتره خاوره لاندې کړې ویلي: «نړۍوال سرحدونه، په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښه، د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده».

هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې باید د ټکنالوژۍ په کارولو سره دا سرحدونه هر وخت تر څارنې لاندې وي. که هر ګاونډی هېواد د تېري یا غیرقانوني اقدام هڅه وکړي، حتی که په سیمه کې فزیکي حضور نه‌وي، د ټکنالوژۍ په مرسته یې تشخیص او مخنیوی کېدلای شي».

د اریوبي په وینا، د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د معلوماتو د مدیریت سیستم AIMS سازمان له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې، د هیواد اړوند معلوماتو او نقشو په ډیجیټل کولو کار وکړ او د دې پروګرام په مرسته د افغانستان ټول رسمي سرحدونه، ډیورند کرښه او ان د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو حدود هم د جغرافیايي معلوماتو د سیستم GIS ټېکنالوژۍ په کارولو، په ډیجیټل بڼه ثبت شول.

هغه زیاتوي، دا ټول سیستم او معلومات د افغان جیوډیسي او کارتوګرافي ادارې سره موجود وو او دغو معلوماتو له Google Earth او نورو ډیجیټل نقشو او کوردیناتونو سره همغږې او د عیارېدو وړتیا درلوده.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر: طالبان د نورستان د تړلو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰
د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر: طالبان د نورستان د تړلو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري
100%

د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر محمد اعظم نورستاني وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې تړلې دي او طالبان د یادو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري.

محمداعظم نورستاني د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د تګ‌راتګ لارې تړلې دي او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت ترڅنګ له روغتیايي خدماتو څخه هم بې‌برخي دي.

نوموړی وايي، چې طالبان اوس یادو ولسوالیو ته د هوا له لارې خوراکي توکي او درمل لېږدوي، خو یادې مرستې ډېر کم شمېر کسانو ته رسېږي.

نورستاني ویلي، چې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي، څو د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کړي.

نوموړي د انځورونو او بېلابېلو سرچینو په حواله ویلي، چې پاکستان په نورستان کې یوه «ستراتیژیکه نقطه» نیولې او غواړي د خوست او نورستان له لارې په افغانستان کې جګړه اوږده کړي.

پر همدغه مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نورستان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست خالد حنفي سره لیدلي او د خپلو ستونزو د سملاسي حل په ځانګړې توګه د لارو د لارو پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم طالبان په نورستان ولایت کې د لارو د بندېدو لامل د واورې اورښت بولي، خو تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په نورستان کې دغه لارې د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله تړل شوې دي.

سبا یو شمېر افغانان د پاکستان پر ضد په لندن کې لاریون کوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰
سبا یو شمېر افغانان د پاکستان پر ضد په لندن کې لاریون کوي
100%

سبا یکشنبه (د وري ۹مه) یو شمېر افغانان په لندن کې پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون کوي. دغه لاریون به د برېتانیا د پارلمان مخې ته له غرمې وروسته ۱ بجه پیل او تر ۴ بجو به دوام وکړي.

د دغه لاریون سمبالوونکو ویلي، په دې لاریون کې به پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو لپاره د عدالت او همداراز د روانو بریدونو د درېدو غوښتنه وکړي.

د دغه لاریون یوه سمبالوونکې وايي: «که نړۍ دغه ۵ کاله زموږ د نجونو پر ښوونځیو خاموشي اختیار کړې ده، نو اوس باید زموږ د عام قتل پر وړاندې خاموشي اختیار نه‌کړي».

هغه وايي، نړۍ باید پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان خپل بریدونه ودروي.

د یادونې وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او پاکستان په دې لړ کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې او دغه بمبارۍ همداراز دوام لري.