په سمنګان کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی

په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برغزک کوهبست سیمه کې یو ۴۵کلن شپون د خپلو څارویو د څرولو پرمهال د تندر پرېوتو له امله مړ شوی دی.

په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په برغزک کوهبست سیمه کې یو ۴۵کلن شپون د خپلو څارویو د څرولو پرمهال د تندر پرېوتو له امله مړ شوی دی.
تېره ورځ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي وو.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې هغه مهمې لارې او نښلوونکي سړکونه چې په لنډمهالي ډول تړل شوي وو؛ د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ډلې سیمو ته رسېدلې او د لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې یې پیل کړې دي، چې تر دې دمه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د تګراتګ لپاره پرانیستي دي.
خو د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره او د بادغیس–فاریاب عمومي لاره لاهم د سېلابونو له امله تړلې پاتې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادو لارو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مساپر چې د چهارکنت پر لاره بند پاتې وو؛ د عملیاتي ډلو لهخوا ژغورل شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، تر هغې چې د هوا وضعیت عادي شوی نهوي؛ پر سېلابي لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
په هرات کې افغان سوداګرو د ایران د وروستیو جګړو له امله زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ راټولې او د ایران کونسلګرۍ ته وسپارلې. دغه اقدام د انساني همدردۍ او له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوی دی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضيزاده وایي، دغه مرسته د ایران په وروستیو جګړو کې د زیانمنو کسانو د ملاتړ، انساني خواخوږۍ او د ګاونډیتوب حق ادا کولو لپاره شوې ده.
نوموړي د مرستو د سپارلو پرمهال ویلي: «نن موږ ۱۵ مېلیونه افغانۍ په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته د ایران د خلکو لپاره ورکړې. دغه مرستې به دوام ولري او هڅه کوو، چې د هرات او افغانستان مرستې له ایران سره دایمي شي».
په هرات کې د ایران کونسل علي رضا مرحمتي هم د دغه مرستو هرکلی کړی. افغان سوداګر وایي، دغه مرستې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یووالي او متقابل ملاتړ نښه ده. دغه سوداګرو ټینګار کړی، چې په سختو حالاتو کې باید د سیمې خلک یو د بل تر څنګ ودرېږي.
د روسیې د پارلمان یوه غړي میخاییل ماتویف د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت کړی او دا یې «لویه تېروتنه» بللې. هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښولای شي.
میخاییل ماتویف چې د روسیې د دوما د سیمهییز سیاست کمېټې مرستیال دی، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «له افغانستان نه د کارګرو جذب یوه لویه تېروتنه ده». هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال «له کوچنیوالي څخه د وسلو کارولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نهلري».
نوموړي همداراز ویلي، چې افغان کډوال په اروپایي هېوادونو کې د جرمونو له مخې «مخکښ» دي او د هېواد دننه د تېرو څو کلونو پېښې هم د جګړې لامل شوې دي. دغه روسي چارواکی ټینګار کوي، چې هېواد ته د افغان کارګرو داخلېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې مسکو د کارګرو ځواک د کمښت جبران لپاره له طالبانو سره د افغان کارګرو د جذب پر موضوع خبرې کوي.
د افغانستان د تېر نظام د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزاد اریوبي د پاکستان له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا کې د افغان خاورې د لاندې کولو په غبرګون ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي.
شهزاد اریوبي د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکسپاڼه د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې پاکستان د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې څو کیلومتره خاوره لاندې کړې ویلي: «نړۍوال سرحدونه، په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښه، د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده».
هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې باید د ټکنالوژۍ په کارولو سره دا سرحدونه هر وخت تر څارنې لاندې وي. که هر ګاونډی هېواد د تېري یا غیرقانوني اقدام هڅه وکړي، حتی که په سیمه کې فزیکي حضور نهوي، د ټکنالوژۍ په مرسته یې تشخیص او مخنیوی کېدلای شي».
د اریوبي په وینا، د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د معلوماتو د مدیریت سیستم AIMS سازمان له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې، د هیواد اړوند معلوماتو او نقشو په ډیجیټل کولو کار وکړ او د دې پروګرام په مرسته د افغانستان ټول رسمي سرحدونه، ډیورند کرښه او ان د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو حدود هم د جغرافیايي معلوماتو د سیستم GIS ټېکنالوژۍ په کارولو، په ډیجیټل بڼه ثبت شول.
هغه زیاتوي، دا ټول سیستم او معلومات د افغان جیوډیسي او کارتوګرافي ادارې سره موجود وو او دغو معلوماتو له Google Earth او نورو ډیجیټل نقشو او کوردیناتونو سره همغږې او د عیارېدو وړتیا درلوده.
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.
د نورستان د نخبهګانو بنسټ مشر محمد اعظم نورستاني وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې تړلې دي او طالبان د یادو لارو د پرانیستلو وړتیا نهلري.
محمداعظم نورستاني د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د تګراتګ لارې تړلې دي او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت ترڅنګ له روغتیايي خدماتو څخه هم بېبرخي دي.
نوموړی وايي، چې طالبان اوس یادو ولسوالیو ته د هوا له لارې خوراکي توکي او درمل لېږدوي، خو یادې مرستې ډېر کم شمېر کسانو ته رسېږي.
نورستاني ویلي، چې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي، څو د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کړي.
نوموړي د انځورونو او بېلابېلو سرچینو په حواله ویلي، چې پاکستان په نورستان کې یوه «ستراتیژیکه نقطه» نیولې او غواړي د خوست او نورستان له لارې په افغانستان کې جګړه اوږده کړي.
پر همدغه مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نورستان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست خالد حنفي سره لیدلي او د خپلو ستونزو د سملاسي حل په ځانګړې توګه د لارو د لارو پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.
که څه هم طالبان په نورستان ولایت کې د لارو د بندېدو لامل د واورې اورښت بولي، خو تر دې وړاندې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په نورستان کې دغه لارې د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله تړل شوې دي.