• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایي هېوادونه: روسیه په مستقیم او څرګند ډول د ایران له نظامي بریدونو سره مرسته کوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۰

څو باوري سرچینو سي‌بي‌اېس نیوز خبري شبکې ته ویلي، د واشنګټن متحدو اروپايي هېوادونو په ښکاره او پټه امریکايي ډیپلوماټانو ته ویلي، چې روسیه په مستقیم او څرګند ډول د ایران له نظامي بریدونو سره مرسته کوي او دا مرسته تر هغه څه ډېره ده چې امریکا یې په علني ډول بیانوي.

د دغه راپور له‌مخې، اروپايي هېوادونه لا هم استدلال کوي چې د مسکو او تهران ترمنځ د همکاریو له امله د اوکراین جګړه د ایران پر ضد له جګړې سره تړل شوې ده.
یوه برېتانوي چارواکي سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، چې په وروستیو کلونو کې د روسیې او ایران ترمنځ دفاعي همکارۍ په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي او د ایران ټکنالوژیکي پرمختګونه اوس په منځني ختیځ کې په ترسره کېدونکو بریدونو کې ښکاره معلومېږي.
برېتانیا پر دې باور ده، چې ایران نه یوازې مسکو ته شاهد ډرون الوتکې ورکړې دي څو د اوکراین د جګړې په ډګر کې ترې ګټه پورته کړي، بلکې د تولید تخنیکي پوهه یې هم روسیې ته لېږدولې چې دې چارې له ایران سره مرسته کړې څو د ډرون جګړې په برخه کې خپله وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.
دغه برېتانوي چارواکي ونه‌شوای کړای چې له روسیې څخه ایران ته د تجهیزاتو وروستی لېږد تایید کړي.
د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په ګډون څو سرچینو چې مستقیم معلومات یې لرل، د ایران پر ضد د جګړې په پیل کې سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي وو، چې روسیه په منځني ختیځ کې د امریکايي سنګرونو او موقعیتونو په اړه تهران ته استخباراتي معلومات ورکوي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې د پنجشنبې په ورځ وویل، روسیه تهران ته استخباراتي ملاتړ چمتو کوي ترڅو «امریکایان ووژني».

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۰
رویټرز: په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي
100%

رویټرز خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د حماس تر کنټرول لاندې د پولیسو پر دوو پوستو د اسراییل په هوایي بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

روغتیايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اسراییلي الوتکو د غزې تړانګې په سوېل کې د خان یونس په سیمه کې د پولیسو پر دوو پوستو برید کړی، چې له امله یې درې پولیس او د یوې نجلۍ په ګډون درې ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

اسراییل تر اوسه د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

بل‌خوا، روغتیايي چارواکو ویلي چې له حماس سره تر اوربند وروسته د نوامبر میاشتې راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې تر ۶۸۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل په هوايي برید کې درې لبناني خبریالان وژل شوي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰
د اسراییل په هوايي برید کې درې لبناني خبریالان وژل شوي دي
100%

د لبنان په سوېل کې د اسراییل په تازه هوايي برید کې درې تنه لبناني خبریالان شوي دي. د اسراییل پوځ برید منلی او وايي، چې د دوی هدف یو خبریال و.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د لبنان په سوېل کې د خبریالانو یو لېږدونکی موټر د اسراییل د جنګي الوتکو له‌خوا په نشه شو. په برید کې د المنار شبکې مشهور خبریال علي شعیب او د المیادین شبکې خبریاله فاطمه فتوني له خپل ورور انځور اخیستونکي محمد فتوني سره وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې برید یې قصدي و او هدف یې د علي شعیب په نوم خبریال و. په خبرپاڼه کې راغلي، چې علي شعیب د حزب‌الله د استخباراتي ډلې غړی و.

پر همدغه مهال د لبنان ولسمشر جزف عون په یوه پیغام کې ویلي، چې یاد خبریالان ملکیان وو او د خبریالانو وژل د ټولو نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی.

پر همدغه مهال د بې‌پولې خبریالانو سازمان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تایید کړې، چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په سیمه کې د خبریالانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې اسراییل تر دې وړاندې هم په لبنان، غزه او ایران کې په ورته بریدونو کې خبریالا په نښه کړي دي.

د سیمې د وضعیت په تړاو ناسته؛ د مصر د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰
د سیمې د وضعیت په تړاو ناسته؛ د مصر د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي د سیمې د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار په رسمي بلنه اسلام‌اباد ته سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه سفر پرمهال نوموړی د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ته یې رسمي بلنه ورکړې، ترڅو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

دغه خبرې اترې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته دغه هېواد د هرمز تنګی تړلی دی او په ګاونډیو هېوادونو باندې توغندیز بریدونه کوي، چې له امله یې د سیمې ثبات اغېزمن شوی دی.

زېلېنسکي: پر اوډیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول «ترهګري» ده

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰
زېلېنسکي: پر اوډیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول «ترهګري» ده
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، روسیې تېره شپه پر اوډیسا ښار پراخ بریدونه کړي چې له امله یې یو کس وژل شوی او تر لسو ډېر ټپیان دي. نوموړي ویلي، د ملکيانو پر وړاندې دغه ډول کړنه «ترهګرۍ» ته ورته ده.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، روسیې پر اوډیسا ښار له ۶۰ ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې کارولې چې په‌کې کومه پوځي موخه نه‌؛ بلکې ملکي وګړي په نښه شوي. د نوموړي په وینا؛ په دغه بریدونو کې زېږنتون، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز ځایونه، بندر او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنې شوې دي.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې د دغه بریدونو له امله یو کس وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون تر لسو ډېر کسان ټپیان شوي دي. هغه د وژل شوي کس له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، ورته بریدونه د پولتاوا او دنیپرو په سیمو کې هم شوي دي. زېلېنسکي ټینګار کړی:« دغه ډول بریدونه ښيي، چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو نیت نه‌لري».

په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۶ GMT+۰
په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو
100%

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند له‌خوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو. سهیل اپریدي ویلي، دغه کمپاین به وروسته د پاکستان نورو برخو ته هم وغځول شي.

نوموړي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمنه بشرا بي‌بي په ناقانونه توګه زنداني دي او له یو کال راهیسې د هغوی د قضیو اورېدنه نه کېږي.
ښاغلي اپریدي وويل، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین ته ۱۷۲ د نوم لیکنې مرکزونه ځانګړي شوي دي. هغه زیاته کړه، د ګوند مشران به لوړه کوي چې له غورځنګ نه به نه په شا کېږي او په خپل دریځ به درېږي او خپل مشر عمران خان ته به وفادار پاتې کېږي.

ښاغلي اپریدي وويل، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.

سهيل اپریدی وایي، قانون د سوله‌ییز احتجاج حق ورکوي؛ نو د عمران خان د خلاصون لپاره به ټولې هڅې د قانون په چوکاټ کې او په سوله‌ییزه توګه وي. تر دې وړاندې پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي و، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.