• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د روسیې د پارلمان یوه غړي میخاییل ماتویف د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت کړی او دا یې «لویه تېروتنه» بللې. هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

میخاییل ماتویف چې د روسیې د دوما د سیمه‌ییز سیاست کمېټې مرستیال دی، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «له افغانستان نه د کارګرو جذب یوه لویه تېروتنه ده». هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال «له کوچنیوالي څخه د وسلو کارولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نه‌لري».

نوموړي همداراز ویلي، چې افغان کډوال په اروپایي هېوادونو کې د جرمونو له مخې «مخکښ» دي او د هېواد دننه د تېرو څو کلونو پېښې هم د جګړې لامل شوې دي. دغه روسي چارواکی ټینګار کوي، چې هېواد ته د افغان کارګرو داخلېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې مسکو د کارګرو ځواک د کمښت جبران لپاره له طالبانو سره د افغان کارګرو د جذب پر موضوع خبرې کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د تېر نظام د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزاد اریوبي د پاکستان له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا کې د افغان خاورې د لاندې کولو په غبرګون ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي.

شهزاد اریوبي د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې پاکستان د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې څو کیلومتره خاوره لاندې کړې ویلي: «نړۍوال سرحدونه، په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښه، د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده».

هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې باید د ټکنالوژۍ په کارولو سره دا سرحدونه هر وخت تر څارنې لاندې وي. که هر ګاونډی هېواد د تېري یا غیرقانوني اقدام هڅه وکړي، حتی که په سیمه کې فزیکي حضور نه‌وي، د ټکنالوژۍ په مرسته یې تشخیص او مخنیوی کېدلای شي».

د اریوبي په وینا، د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د معلوماتو د مدیریت سیستم AIMS سازمان له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې، د هیواد اړوند معلوماتو او نقشو په ډیجیټل کولو کار وکړ او د دې پروګرام په مرسته د افغانستان ټول رسمي سرحدونه، ډیورند کرښه او ان د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو حدود هم د جغرافیايي معلوماتو د سیستم GIS ټېکنالوژۍ په کارولو، په ډیجیټل بڼه ثبت شول.

هغه زیاتوي، دا ټول سیستم او معلومات د افغان جیوډیسي او کارتوګرافي ادارې سره موجود وو او دغو معلوماتو له Google Earth او نورو ډیجیټل نقشو او کوردیناتونو سره همغږې او د عیارېدو وړتیا درلوده.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر: طالبان د نورستان د تړلو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰

د نورستان د نخبه‌ګانو بنسټ مشر محمد اعظم نورستاني وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې تړلې دي او طالبان د یادو لارو د پرانیستلو وړتیا نه‌لري.

محمداعظم نورستاني د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پاکستان د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د تګ‌راتګ لارې تړلې دي او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت ترڅنګ له روغتیايي خدماتو څخه هم بې‌برخي دي.

نوموړی وايي، چې طالبان اوس یادو ولسوالیو ته د هوا له لارې خوراکي توکي او درمل لېږدوي، خو یادې مرستې ډېر کم شمېر کسانو ته رسېږي.

نورستاني ویلي، چې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي، څو د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کړي.

نوموړي د انځورونو او بېلابېلو سرچینو په حواله ویلي، چې پاکستان په نورستان کې یوه «ستراتیژیکه نقطه» نیولې او غواړي د خوست او نورستان له لارې په افغانستان کې جګړه اوږده کړي.

پر همدغه مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نورستان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست خالد حنفي سره لیدلي او د خپلو ستونزو د سملاسي حل په ځانګړې توګه د لارو د لارو پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

که څه هم طالبان په نورستان ولایت کې د لارو د بندېدو لامل د واورې اورښت بولي، خو تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په نورستان کې دغه لارې د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله تړل شوې دي.

سبا یو شمېر افغانان د پاکستان پر ضد په لندن کې لاریون کوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰

سبا یکشنبه (د وري ۹مه) یو شمېر افغانان په لندن کې پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون کوي. دغه لاریون به د برېتانیا د پارلمان مخې ته له غرمې وروسته ۱ بجه پیل او تر ۴ بجو به دوام وکړي.

د دغه لاریون سمبالوونکو ویلي، په دې لاریون کې به پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو لپاره د عدالت او همداراز د روانو بریدونو د درېدو غوښتنه وکړي.

د دغه لاریون یوه سمبالوونکې وايي: «که نړۍ دغه ۵ کاله زموږ د نجونو پر ښوونځیو خاموشي اختیار کړې ده، نو اوس باید زموږ د عام قتل پر وړاندې خاموشي اختیار نه‌کړي».

هغه وايي، نړۍ باید پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان خپل بریدونه ودروي.

د یادونې وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او پاکستان په دې لړ کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې او دغه بمبارۍ همداراز دوام لري.

طالبان: تر ۱۷ میلیونو ډېرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د معلوماتو او احصایې اداره وايي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې ۱۷.۴ میلیونه کسانو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې تر ۱۷ میلیونو ډېرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې: «د احصایې او معلوماتو اداره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیل څخه تر اوسه توانېدلې ده چې ۱۷.۴ میلیونه هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشي».

همدارنګه نوموړي ویلي، چې یادې ادارې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د ۱.۵ میلیونه نارینه‌وو او ۴۹۸زره ښځو په ګډون څه ۲ میلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړې دي.

د طالبانو د معلوماتو او احصايي ادارې همدارنګه زیاته کړې ده، چې په تېر کال کې یې پر څه باندې ۱۰۳ زره بهر مېشتو افغانانو ته په غېر حضوري ډول کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.

د یادولو وړ ده، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د ۱۳۹۷کال د غویي په میاشت کې له ډېرو جنجالونو وروسته پیل شو او د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی کس و چې د پېژندپاڼې دغه سند یې ترلاسه کړ.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستنې دوام؛ یوازې له یوه ښاره نږدې ۶ زره افغانان اېستل شوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۰

له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو له خرابېدو او پر یو بل له بریدونو وروسته، په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند تریخ شوی او هره شېبه د نیول کېدو له وېرې سره مخ دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، په تېر یوه کال کې یوازې له راولپنډۍ څخه نږدې ۶ زره افغان کډوال په زوره اېستل شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستنې بهیر وروسته له هغې زور واخیست، چې پاکستان پر افغانستان هوايي برید وکړ او بیا د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوه. سره له دې چې د نړۍوالو قوانینو له‌مخې، د دوو هېوادونو تر منځ په شخړه کې باید کډوال مصون وي، خو پاکستان د نړۍوالو دغو اصولو ته په نه‌پام د افغان کډوالو یو مخیزې اېستنې ته مخه کړه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په تېر کال کې یوازې په راولپېنډۍ ښار کې شاوخوا ۵ زره او ۷۰۰ افغانان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي نیول شوي او په زوره اېستل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د راپور له‌مخې، دمګړی هم د دغه ښار د کډوالو په اړوندو مرکزونو کې د ۳۱ ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۸ افغانان د اېستنې لپاره ساتل کېږي، خو د سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې نیول کېدونکي افغانان د کډوالو د ساتنې د مرکزونو پر ځای په زندانونو کې اچول کېږي.

دغه نیول شوي افغانان بې‌ویزې او بې‌اسناده دي او د دوی په وینا، پاکستان له نږدې ۸ میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزې د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.

له دې سربېره د پاکستان په ډېریو ښارونو او په ځانګړې توګه په راولپېنډۍ او کوټه کې د افغانانو اړوند هټۍ او کاروبارونه بند کړای شوي دي.

په دغه هېواد کې مېشت افغانان په وار وار د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې غواړي په قانوني توګه دغه هېواد کې شپې او ورځې تېرې، نو باید د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، خو د پاکستان حکومت لا تر اوسه دغې غوښتنې ته هېڅ پام نه‌دی کړی.

له دې سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې له اختر وروسته د افغانانو د نیولو بهیر ګړندی شوی او په رسمي توګه امنیتي ادارو ته ویل شوي، چې په شخصي جامو کې د افغانانو د نیونې بهیر ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.