• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي د همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې ملا عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام له مشر جان ایلیف او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د «ډبلیو ایف پي» مشر ویلي چې هڅه کوي د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي، څو خلک ترې اغېزناکه ګټه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې، ملا منصور په دې لیدنه کې وویل چې په تېر کال کې د دواړو لوریو په همغږۍ ګڼې پروژې پلي شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې وزارت یې تل له نړیوالو بنسټونو سره همکار دی او په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته د لا زیاتو خدماتو اړتیا شته.

هغه ویلي چې باید پروژې په معیاري ډول پلې شي او محرومو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د نجونو ښوونځیو د ملاتړ له امله دوه نیول شوي ټولنیز فعالان خوشې کړل

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱

طالبانو نن د یکشنبې ورځ په سهار په هرات کې دوه ټولنیز فعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري خوشې کړل. دا دوه کسان یوه ورځ مخکې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو د ملاتړ له امله نیول شوي ول. د طالبانو استخباراتو د شنبې په سهار قدوس خطیبي او فیاض غوري ونیول.

قدوس خطیبي چې په هرات کې د پوهنتون استاد او ټولنیز فعال دی، د جمعې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

فیاض غوري هم یوه ورځ مخکې پر خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل: "د یوې داسې ورځې په هیله چې د دې خاورې نجونو ته به د پوهې دروازې پرانیستل شي."

طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځيو دروازې له پنځو کلونو راهیسې تړلېي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلونو کې پنځه نور کسان د نجونو د زده کړې په برخه کې د کار او فعالیت له امله نیولي وو او څو اونۍ یې بندیان کړي وو.

طالبان وايي په خوست کې یې یوه ډله نیولې چې په نظامي یونیفورم کې یې غلاوې کولې

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په خوست کې یې هغه څلور تنه وسله وال غله نیولي چې په نظامي یونیفورم کې د خلکو کورونو ته ورتلل او غلاوې یې ترې کولې. نیول شویو کسانو په خوست کې له یوه کور څخه سره‌زر، دوه میله وسله او یو اندازه پیسې غلا کړې وې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او همداراز په پېښه کې د نورو ښکېلو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې ښکاري په فاریاب کې یوه ډله د طالبانو په نظامي یونیفورم کې د سرو زرو له زرګرۍ نه غلا کوي.

د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې هغه مهمې لارې او نښلوونکي سړکونه چې په لنډمهالي ډول تړل شوي وو؛ د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ډلې سیمو ته رسېدلې او د لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې یې پیل کړې دي، چې تر دې دمه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستي دي.

خو د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره او د بادغیس–فاریاب عمومي لاره لاهم د سېلابونو له امله تړلې پاتې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادو لارو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مساپر چې د چهارکنت پر لاره بند پاتې وو؛ د عملیاتي ډلو له‌خوا ژغورل شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، تر هغې چې د هوا وضعیت عادي شوی نه‌وي؛ پر سېلابي لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۱

په هرات کې افغان سوداګرو د ایران د وروستیو جګړو له امله زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ راټولې او د ایران کونسلګرۍ ته وسپارلې. دغه اقدام د انساني همدردۍ او له ګاونډیو سره د اړیکو پیاوړتیا په موخه شوی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي‌زاده وایي، دغه مرسته د ایران په وروستیو جګړو کې د زیانمنو کسانو د ملاتړ، انساني خواخوږۍ او د ګاونډیتوب حق ادا کولو لپاره شوې ده.

نوموړي د مرستو د سپارلو پرمهال ویلي: «نن موږ ۱۵ مېلیونه افغانۍ په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته د ایران د خلکو لپاره ورکړې. دغه مرستې به دوام ولري او هڅه کوو، چې د هرات او افغانستان مرستې له ایران سره دایمي شي».

په هرات کې د ایران کونسل علي رضا مرحمتي هم د دغه مرستو هرکلی کړی. افغان سوداګر وایي، دغه مرستې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یووالي او متقابل ملاتړ نښه ده. دغه سوداګرو ټینګار کړی، چې په سختو حالاتو کې باید د سیمې خلک یو د بل تر څنګ ودرېږي.

د روسیې د پارلمان یوه غړي د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت وکړ

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د روسیې د پارلمان یوه غړي میخاییل ماتویف د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت کړی او دا یې «لویه تېروتنه» بللې. هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

میخاییل ماتویف چې د روسیې د دوما د سیمه‌ییز سیاست کمېټې مرستیال دی، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «له افغانستان نه د کارګرو جذب یوه لویه تېروتنه ده». هغه ادعا کړې، چې افغان کډوال «له کوچنیوالي څخه د وسلو کارولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نه‌لري».

نوموړي همداراز ویلي، چې افغان کډوال په اروپایي هېوادونو کې د جرمونو له مخې «مخکښ» دي او د هېواد دننه د تېرو څو کلونو پېښې هم د جګړې لامل شوې دي. دغه روسي چارواکی ټینګار کوي، چې هېواد ته د افغان کارګرو داخلېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې مسکو د کارګرو ځواک د کمښت جبران لپاره له طالبانو سره د افغان کارګرو د جذب پر موضوع خبرې کوي.