اوچا: په افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې د ماینونو پاکولو او د ګواښونو په اړه یې د عامه پوهاوي لپاره ۱۴،۵میلیون ډالره بودیجه اړینه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې د ماینونو پاکولو او د ګواښونو په اړه یې د عامه پوهاوي لپاره ۱۴،۵میلیون ډالره بودیجه اړینه ده.
اوچا زیاته کړې، چې میلیونونه خلک په افغانستان کې د ځمکني ماینونو د چاودنو له ګواښ سره ژوند کوي. د راپور له مخې، د هېواد شاوخوا دوه پر درېمه برخه د ناپوخته چاودیدونکو توکو ( یو ایکس او) له امله ککړه شوې ده.
دغه سازمان ویلي، چې هره میاشت له ۵۰څخه زیات کسان، چې ډېری یې ماشومان دي، د دې خطرونو قرباني کېږي.
له دې وړاندې، د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي، ریچارډ بینېټ، نړیواله ټولنه هڅولې وه چې په افغانستان کې د ماین پاکولو پروګرامونو کې پانګونه وکړي.
همدارنګه، د سور صلیب نړیوال کمیټې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱۷د ماین چاودنې پېښې شوې، چې له امله یې ۴۶۷کسان ټپیان یا وژل شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر دې دمه، ۷۹۹طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴نور ټپیان شوي دي.
د دغه پاکستاني چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر پوځي مرکزونه او تجهیزات هم له منځه تللي دي.
هغه زیاته کړې چې راپورونه ښيي د طالبانو۲۸۶پوستې له منځه تللې او ۴۴نورو پوستو د نیولو ادعا یې وکړه.
تارړ ویلي چې همدارنګه ۲۴۹وسایط لکه ټانکونه، زغره وال موټرونه، توپونه او بېپیلوټه الوتکې ویجاړې شوې او ۸۱هغه اهداف چې د طالبانو د «ترهګریز مرکزونو» په نوم یادیږي، د هوايي بریدونو له لارې په ټوله افغانستان کې هدف ګرځېدلي دي.
بلخوا، طالبان ادعا کړې چې د پاکستان وروستي بریدونو کې شاوخوا ۷۶۱ملکیان وژل شوي او ۶۵۰نور ټپیان شوي دي. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حوت له ۴مې تر حمل ۱۶مې، پاکستاني پوځ نهه ولایتونه، په شمول کابل، قندهار، پکتیکا، پکتیا او ننگرهار بمبار کړي، چې ډېری زیانونه یې پر ملکیانو باندې راغلي دي.
تر اوسه طالبانو د پاکستاني چارواکو د تلفات او بریدونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. مخکې له دې، ځینې سرچینې تایید کړې چې پاکستاني پوځ د څو قول اردوګانو په ګډون، د بګرام هوایي اډه او د طالبانو د ځانګړو ځواکونو مرکز په قندهار کې هم بمبار کړی دی.
سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وايي، چې نن شپه (یکشنبه د وري ۱۶مه) شاخوا ۸ بجې د خوست د ټڼیو ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده.
له دې سره سم، د هېواد په سویل ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۳ قول اردو چارواکو ویلي، تر اوسه د پاکستاني لوري یوه پوسته په نښه شوې او د یوه پاکستاني سرتېري جسد د طالبانو لاسته ورغلی دی.
د یادې قول اردو منسوبینو په یوې ویډیو کې د راوړل شوي پاکستاني سرتېري جسد په ښودلو سره وايي، په یاده جګړه کې تر اوسه ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي، خو خپل لوري ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهوايي.
پاکستاني لوري لا تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورنو تر منځ د څه باندې ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ هوکړې لاسلیک شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال ارین زړګي په مشرۍ یو ۴۰ کسیزه سوداګریزه پلاوی ازبکستان ته تللی او د فرغانې ولایت په قوقان ولسوالۍ کې د ازبکستان د خصوصي سکټور له غړو سره کتلي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د جامو، اومه توکو او درملو په برخو کې، د څه باندې ۶۵ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د خبرپاڼې لهمخې، د خصوصي سکټور یاد افغان پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د خدایار خان ماڼۍ تاریخي سیمې، بازارونو او د قوقان ښار د جامو، کاشي او کناف تولیدي لویې صنعتي فابریکې هم ولیدلې او د دې سیمې له صنعتي او سوداګریزو وړتیاوو سره له نږدې بلد شول.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابوالي او همداراز د سوداګریز بهیر له درېدو وروسته افغان سوداګر هڅې کوي، چې د افغانستان د اړتیا وړ توکي له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا برابرې کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پر دغه وزارت د طالبانو د استخباراتو د چاپې په تړاو راپورونه چې ګواکې استخباراتو نورجلال جلالي ته نږدې ۵ چارواکي نیولي، رد کړل، خو بیا یې هم ویلي، کېدای شي هر وخت ځينې کسان د پالیسۍ د نهمراعاتولو له امله تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
ځينو رسنیو پرون (شنبه د وري ۱۵مه) راپور ورکړ، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د دغې ډلې پر عامې روغتیا وزارت چاپه وهلې او نورجلال جلالي ته ۵ نږدې کسان یې د «اداري فساد» په تړاو نیولي دي. د راپورونو لهمخې، په نیول شویو کسانو کې د دغه وزارت د اسنادو او ارتباطاتو رييس، د دفتر امر، سکرتر او همداراز د عرایضو مدیر شامل وو.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) په خپله اېکسپاڼه دغه راپورونه په کلکه رد کړي او زیاته کړې یې ده: «په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو ګمارل شویو رسنیو او اشخاصو له لوري ځینې بېبنسټه ادعاوې خپرې شوې دي چې ګواکې تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت له دفتر څخه د امنیتي ادارو له لوري ځینې کارکوونکي نیول شوي او وړل شوي دي چې دا ډول معلومات هېڅ ډول حقیقت نه لري او هېڅ داسې کومه پېښه نه ده را منځته شوې چې موږ دا اوازې په کلکه ردوو».
شرافت زمان د فساد پر وړاندې مبارزه د دغه وزارت د مشرتابه له اساسي لومړیتوبونو یاد کړي او ویلي یې دي، په نظام کې د مغرضه اشخاصو او کړنو څخه د مخنیوي په موخه د طالباني ادارو تر منځ همغږي شته او په وینا یې، ځینې وخت په دولتي ادارو کې د شفافیت د لا پیاوړتیا، د اصولو د تطبیق او یا هم د احتمالي سرغړونو د څېړنې په موخه، ځینې کارکوونکي د اړوندو مسوولینو له لوري د همدې ادارې له مسوولینو سره په همغږۍ تر پوښتنو لاندې راځي، څو موضوع روښانه شي.
هغه زیاتوي: «که چېرې د څېړنو په پایله کې څوک مجرم وپېژندل شي، د نافذه شرعي قوانینو لهمخې به سزا وویني او که بېګناه ثابت شي، نو په عزت سره به بېرته خپلې دندې ته ستنېږي».
د یاد وزارت ویاند همداراز یادونه کړې، چې ښايي په هر وخت کې ځینې محدود کسان د پالیسۍ د نهمراعاتولو، اداري اصولو د نقض یا شخصي انګېزو له امله تر قانوني چلند لاندې راشي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د حقاني شبکې غړی دی او د راپورونو لهمخې، د دغې ډلې استخبارات هبتالله ته د نږدې کسانو په ولکه کې ده او که چېرې دا ثابته شي، چې هبتالله ته نږدې کسانو د حقاني پر اړوند لوړ پوړي غړي چاپه وهلې، نو ښايي دا د کندهار او حقاني شبکې تر منځ بل درز وي چې راټوکېږي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو اعلان کړی، چې د هرات ولایت لپاره له ترکمنستان څخه واردېدونکې برېښنا د سختو بارانونو او توپانونو له امله پرې شوې ده.
د هرات د طالبانو والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، د یکشنبې په ماښام (د وري۱۶مه) وویل چې د بغرچر بند په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د نوموړي په وینا، تر دې مخکې هم په همدې سیمه کې د واورې او باران ورښتونو له سختو توپانونو سره یوځای د برېښنا ستنې زیانمنې کړې وې، چې له امله یې په دې ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا څو ځله پرې شوې وه.
بلخوا، د هرات اوسېدونکي تل د برېښنا د پرلهپسې پرې کېدو څخه شکایت کوي او وایي چې دغه ستونزې یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او سوداګریز فعالیتونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.